افغانستان

طالبان: زابل کی دولت او نړیوالو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتی

afghanpolice-reut543نن ټکی آسیا: دوسله والو طالبانو ویاند قاری محمد یوسف احمدی ویلي چه نن سهار لس بجې دزابل ولایت مرکز قلات ښار ته څیرمه دباباکګ سیمه کې دامنیتي عسکرو(سکورټیانو) پرصرف ډوله موټر دماین چاودنه ترسره کړی دی چې دچاودنه په ترڅ کی  یې موټرویجاړ او پکې ناستو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دتلفاتو شمیره یې نه ده په ډاګه شوې.

ښاغلی احمدی همداراز وایی چه نن سهار یی دشاه جوی ولسوالی دتازی په سیمه کی دنړیوالو ځواکونو پر موټر راکیټی برید کړی چه په ترځ کی یی نړیوالو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولی دی.

نوموړی همداراز وایی چه تیره ورځ یی دنوبهار په ولسوالی کی پرنړیوالو ځواکونو باندی دماین چاودنه کړی دی چه پکی نړیوالو قووه ته درنه مرګ ژوبله اړولی دی.

طالب ویاند قاری محمد یوسف احمدی همداراز وایی تیره شپه  دنړیوالو او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کی ددوی ۶ طالب ملګری او اته تنه ملکی کسان هم وژل شوی دی.

خو د زابل امنیتي چارواکي ادعا کوي، چي دزابل په میزانه ولسوالۍ کې دافغان او نړیوالو ځواکونو په ګډوعملیاتو کې چې تیره شپه ترسره سوي پکې  ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل سوي اوڅلورتنه نور ټپیان سوي.

دزابل مرستیال والی وایی چې ددې عملیاتو پرمهال ګډو ځواکونو ته کوم زیان ندي رسیدلی.

ښاغلی رسولیار دطالبانو هغه ادعاوی ردوی چه ددی ولایت په میزانه ولسوالی کی دافغان او نړیوالو ځواکونو په کډو عملیاتو کی ۸ ملکی کسان وژل شوی دی او په قلات شاه جوی او نوبهار ولسوالیو کی طالبانو دولت پلوه او نړیوالو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولی دی.

داعملیات پداسی حال کی دزابل په میزانه ولسوالی کی کیژی چه پدی وروستیو امنیتی وضع دپخوا په پرتله په زابل ولایت  کی کړکیچنه شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x