نظــر

اروپا کې د امنيتي ستونزو اصلي لامل د دغو هېوادونو ښکېلاکي او توکميز چلند دی

عبدالباري عطوان
ژباړن: احمد جرس

يو فرانسوي خپل مغربي الاصله فرانسوی ګاونډي د خپلو ماشومانو او ښځې په مخکې ۱۷ چړې وهلی او همدا رنګه تولوز ښار کې يو روماني الاصله فرانسوي مسلمانانو ته ګواښونه کړي، چې هر ځای يې ومومي، نو وژني به یې.

رسمي راپورونه وايي، چې له پنځوسو زيات جوماتونه او اسلامي مرکزونه د توکمپالو سخت دريځو فرانسويانو له خوا پرې بريدونه شوي دي او دې کې داسې ليکوالان هم شته، چې خلک د مسلمانانو وژلو ته هڅوي او خلکو ته وايي، چې د مسلمانانو د کورونو مخته د خنزيرانو، سر او کولمې ورغورځوي.

څوک چې برتانوي او فرانسوي رسنۍ څاري او لولي، نو لومړي او مهم خبرونه له امنيتي چارواکو دا غوښتنه وي، چې اروپا کې بايد د يهودي عبادت ځايونو او مرکزونو ساتنه وکړي او دا سپارښتنې پاريس کې د احمد کوليبالي له خوا د څلورو فرانسوي يهوادنو له وژلو وروسته پيل شوي دي، مګر داسې سپارښتنې د اروپايي مسلمانانو باره کې هيڅکله نه کيږي.

دا سمه ده، چې اروپايي يهودان له امنيتي ستونزو سره لاس و ګريوان دي، مګر د مسلمانانو امنيتي ستونزې او ګواښونه د يهودانو په پرتله څو چنده زيات دي.

ډېر سخت دريځې او توکمپالې ډلې مسلمانان ګواښوي او داسې غوښتنې کوي، چې بايد له ګردې اروپا وويستل شي او د چارلي ابدو کارټوني مجلې پر دفتر له بريد وروسته دا کارونه نور هم زيات شوي دي.

د مثال په ډول په المان کې ښي اړخی سخت دريځي «بيګيډا» ګوند دی، (اروپايي ملتپال، چې اروپا کې د اسلامي فعاليتونو دښمني خپل دنده بولي او غواړي، چې مسلمانان له اروپا وشړي) هره دوشنبه د المان په ګردو ښارونو کې د مسلمانانو پر ضد لاريونونه او مظاهرې کوي او د دغو مظاهرو لومړي ګډونوال پنځه سوه وو، بيا لس زره شول او د تېرې دوشنبې ګډونوال يې ۲۵ زره وو.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نيتنياهو د پاريس پر چارلي ابدو بريد له ګټه اخيستو فرانسوي يهوادن هڅولي، چې بايد فلسطين ته هجرت وکړي او د پاريس يهودي سوداګريز مرکز کې څلور وژل شوي يهودان يې هم د اشغال شوي القدس په مکبر غره کې ښخ کړل، يعنې دا هغه خاوره ده، چې يهودي اشغالګرو له مسلمانانو نيولې ده.

داسې راپورونه هم شته، چې شاوخوا لس زره يهودان به سږ کال له فرانسې اشغال شوي فلسطين ته هجرت کوي او هلته به خپلې ابادۍ جوړوي.

اروپا کې د يهودي ټولنو مشر بروکسل ميشتي يهودي ملا مناحيم مارجولين د ټولو اروپايي هېوادونو کورنيو چارو وزارتونو ته ويلي، چې اروپا ميشتو يهودانو ته د ځان ژغورنې په موخه د سلا ګرځولو اجازه ورکړي او رسنيو د يهودي مذهبي مشرانو له قوله ليکلي، چې د وروستيو بريدونو له امله اروپايي يهودان له امنيتي ستونزو سره مخ دي.

د يهودانو ستونزې په خپل ځای پر ځای دي، مګر که د کومې اسلامي ادارې، يا جومات امام داسې غوښتنه وکړي، نو د حکومتونو ځواب به څه وي؟

اوس خبره د بيان د ازادۍ نه ده، بلکې ستونزه د امنيتي ګواښونو ده، چې مسلمانان اروپايي ټولنه کې له هر ډول امنيتي او ټولنيزو ګواښونو سره مخ دي.

که اروپا او نورو هېوادونو کې يهودان له امنيتي ګواښونو سره مخ دي، نو لامل يې د اسراييلو له خوا د القدس اشغال او سيمه کې د اسراييلو ښکېلاکي سياست، قتلونه، ظلمونه او يهودي اشغالګرو له خوا دا غوښتنه، چې عرب او مسلمانان دې د دوی يهودي دولت په رسميت وپيژني.

نيتنياهو له ګردو رسنيو غوښتي، چې د ده په دې وړانديز بايد هيڅوک نيوکه ونه کړي او داسې نيوکې د يهوديت دښمني او سپکاوی دی او داسې ښکاري، نيتنياهو په خپل هوډ کې تر يو ځايه بريالی شوی دی.

هر څوک چې فلسطين او د لبنان سويل کې د اسراييلو په ظلمونو او تېريو نيوکې کوي، نو يهودان يې خپل دښمن بولي او د انديښنې ځای دا دی، چې ډېری غربي او عرب ليکوالان هم، چې په هره طريقه وي، پر اسراييلو له نيوکو منع شوي دي.

لويديزو حکومتونو خپلو هېوادونو کې بېړني امنيتي حالات اعلان کړي او دوی بايد په دې خبره پوه شي، چې د دوی د هېوادونو د امنيت ستر ګواښ د دوی خپل ښکېلاکي سياستونه دي او د همدوی له هېوادنو ډېر زلميان سوريه او عراق کې د جهادي ډلو مرستو ته راځي.

ډيويډ کيمرون او د ده سيال نيکولا سارکوزی دواړه درې کاله وړاندې بروکسل ته ولاړل او غوښتنه يې وکړه، چې د بشارالاسد د نظام د نسکورولو په موخه دې د هغه مخالفينو ته وسلې ورکړای شي او اوس خبره تر دې ځايه راورسيده، چې د اسد مخالفين دومره قوي شول، چې اسلامي خلافت يې اعلان کړ.
ديارلس کاله وړاندې د امريکا پخواني ولسمشر جورج بوش او ناټو تروريزم ضد جګړه اعلان کړه او ډېرو عربو هېوادونو يې هم

مرستې ته راودانګل او اسلامي نړۍ کې يې د مسلمانانو پر ضد هر ډول عمليات پيل کړل، مګر دوی په دې خبره سر نه خلاصوي، چې له خپلو هېوادونو بهر تروريزم ضد جګړه به د دوی هېوادونو کې دننه د نوي تروريزم لامل شي او دوی به خپلو هېوادونو کې دننه له امنيتي ستونزو سره لاس و ګريوان شي.

اروپا کې امنيت په دې نه راځي، چې دوی دې، دې د مسلمانانو پر ضد عمليات وکړي او امنيتي تدابير دې سخت کړي.
اروپا، بلکې ګرده نړۍ کې د امنيت ټينګولو ښه چاره دا ده، چې دغه قوي هېوادونه دې خپلو او نورو اتباعو سره د يو والي او مساوات رويه غوره کړي او د نورو مذهبونو او کمزورو خلکو پر ضد له هر ډول ظلمونو، تېريو او ځورونې څخه لاس واخلي.

موږ ټولو اروپايانو ته وايو، چې پاريس کې بريدونه يوازې درې کسانو کړي او هغو سره کرزو توغندي، ايف ۱۶ الوتکې او اتومي وسلې نه وې.

لويديز کې مسلمانې ټولنې ګواښول او د امنيتي ستونزو لامل يې ګڼل، کېدای شي، ډېرې سرچپه پايلې ولري ؛ ځکه چې مسلمانان په خپله همداسې ستونزو سره لاس و ګريوان دي.

موږ د بيان د ازادۍ ملاتړي يو، مګر د مسلمانانو پر ضد د يوې وسيلې په توګه بايد ونه کارول شي او اوس خو لويديز هېوادونه د مسلمانانو پر ضد هر ډول سپکاوی، تورونه، ظلمونه د بيان ازادي بولي او ورځ تر بلې يې ستونزې او کړاوونه زياتيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x