نړۍ

فلسطينيانو د کاناډا د بهرنيو چارو وزير په خوسا هګيو وويشت

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د کاناډا د بهرنيو چارو وزير جون بيرډ تېره ورځ اسراييلو ته د خپل سفر پر مهال په خپلو څرګندونو کې د نړيوالې جنايي محکمې هغه پرېکړه وغندله، چې تېر ۲۰۱۴م کال کې پر غزه د اسراييلو د جنګي جرمونو دوسيه پرانيزي.

جون بيرډ رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د جنايي محکمې پرېکړه د اندېښنې وړ ده او په دې اړه بايد د اسراييلو خبره هم ومنل شي.

ښاغلي بيرډ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نړيوالې جنايي محکمې ۲۰۱۴م کال کې پر غزه د اسراييلي عسکرو د جنګي جرمونو په اړه د دوسيې پرانستلو اعلان کړی دی.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نيتنياهو هم د نړيوالې جنايي محکمې پرېکړه غندلې او له امريکا يې غوښتي، چې دا ډېره د اندېښنې خبره ده، چې د دوی مخالفينو پر دوی زرګونو توغندي ورولي او جنايي محکمه اوس د دغې جګړې په اړ له اسراييلو تحقيق کوي.

د اسراييلو د بهرنيو چارو وزير افيغدرو ليبرمان هم وايي، چې دا ډول کړنې د نه منلو دي، چې د حماس په څېر يو «تروريست» جهادي ګوند د دوی پر ضد نړيوالې جنايي محکمې ته عريضه کوي.

ليبرمان ګواښ کړی، چې نړيواله جنايي محکمې د دوی د ايتلافي دوستانو په مرستو چليږي او که د غزې د جګړې په اړه له خپلې پرېکړه په شا نه شوه، نو دوی به خپلو دوستانو ته ووايي، چې دغې محکمې سره خپلې مالي مرستې او ملاتړ بند کړي.

کاناډا د نړيوالې جنايي محکمې تر ټول قوي ملاتړی هېواد بلل کيږي او تېر ۲۰۱۴م کال کې يې د نوموړې محکمې کلنۍ بودجه کې۵،۶ ميليونه يورو مرسته کړې ده.

جاپان هم د نړيوالې جنايي محکمې قوي مرستندوی هېواد دی او تېر کال يې ۲۰،۴ ميليونه يورو نړيوالې جنايي محکمې ته ورکړي دي.

د جاپان لومړی وزير شينزو ابي هم دې ورځو کې اسراييلو ته تللی دی.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير جون بيرډ اسراييلو کې خبريالانو ته وويل، چې د نړيوالې جنايي محکمې پرېکړې د دوی انديښنې راپارولي او ۲۰۱۴م کال کې پر غزه د اسراييلو بمبارۍ، چې ۲۲۰۰ خلک يې ووژل، د اسراييلو حق بولي.

جون بيرډ خپل فلسطيني سيال رياض المالکي ته وويل، چې خپله اجنډا کې داسې څه شامل نه کړي، چې د اسراييلو د خفګان لامل وګرځي او د اسراييلو او فلسطين تر منځ د روانو خبرو اترو خنډ شي.

تېره ورځ ماښام ناوخته د کاناډا بهرنيو چارو وزير له رام الله د القدس پر لور روان و، چې سلګونو قهريدلو فلسطيني ځوانانو پرې د خوسا هګيو ګزارونه وکړل او د اسراييلو او کاناډا پر ضد يې نارې وهلې.

۱۹۶۷م کال راهيسې فلسطيني چارواکي هڅه کوي، امنيت شورا کې فلسطين د يو ازاد دولت په توګه ومني، مګر له څلويښت ځله زياتو هڅو سربېره لا هم تر اوسه فلسطينيان په دې نه بريالي شوي.

مشهور برتانوی ليکوال او د انډيپينډنيټ ورځپاڼي ژورناليست رابرټ فيسک وايي، چې فلسطينيان له خپلو تجربو ګټه نه اخلي او لا هم په تمه دي، چې ملګري ملتونه، امنيت شورا او امريکا به د دوی ازاد دولت په رسميت پيژندلو کې مرسته وکړي.

فيسک وايي: دا عربان ولې نه پوهيږي؟

رابرټ فيسک د فلسطيني چارواکو هغو غوښتنو ته اشاره کړې، چې دوی د جنايي محکمې عضويت غواړي او امريکا يې مخالفت کوي او هغه مالي مرستې، چې فلسطيني حکومت ته ورکول کيږي او د امريکا له لوري بندې شوې.
همدا رنګه هغه اتيا ميليونه ډالر ماليه، چې اسراييلو له فلسطينيانو نيولي دي.

ليکوال د امريکا له لوري امنيت شورا کې د فلسطيني غوښتنې د ويټو په اړه ليکلي، چې ۱۹۶۷م کال راهيسې ۴۰ ځله امريکا امنيت شورا کې د فلسطين پر ضد رايه ورکړې ده.

د ليکوال په وينا تاريخ دا ثابته کړې، چې امريکا او اسراييلو په ګډه تل فلسطينان ټکولي دي.

رابرټ فيسک زیاتوي، که امريکا او اسراييل نړيواله جنايي محکمه کې د فلسطين عضويت ومني، نو بيا يې هم زور فلسطينيانو ته وروځي؛ ځکه چې اسراييل به د حماس او فلسطينيانو پر ضد هم نړيواله محکمه کې عریضه کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x