افغانستان

يعقوب حيدري د کابينې له ليسته وويستل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د نومول شوې کابينې غړی حسن يعقوب حيدري د کابينې له ليسته وويستل شو.

حسن يعقوب حيدري د ګډ حکومت نومول شوې کابينه کې د اوبو او کرنې وزير نوموول شوی و.

د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې وړمه ورځ نړيوالو پوليسو «انټرپول» د ښاغلي حيدري د نيولو امر صادر کړ.

د انټرپول په وينا يعقوب حيدري اروپا کې د استوګنې پر مهال د ماليې په نه ورکولو او ګڼو نورو فسادونو کې دوی ته مطلوب دی.

انټر پول په خپله ويب پاڼه کې ليکلي، چې د يعقوب حيدري د ځای او استوګنې په اړه چې هر څوک معلومات لري، انټرپول سره دې شريک کړي.

د انټرپول له اعلانه وروسته په ټولنيزو شبکو ګڼو افغانانو د ګډ حکومت پر مشرانو نيوکې کوي، چې په سلو ورځو کې يې ايله کابينه اعلان کړه او هغه هم داسې خلک دي، چې ولس يې نه پيژني او ورورو دا څرګنديږي، چې د کابينې نوموول شوي ډېری وزيران افغان ملت او هويت ته ژمن نه دي.

د سوداګرۍ نوموول شوي وزير سردار رحيمي په اړه ويل کيږي، چې ايرانی تابيعيت لري او اوس انټرپول په خپله ويب پاڼه کې د کرنې او اوبو لګولو د نومول شوي وزير د نيولو امر کړی دی.

د پېښو څارونکي وايي، چې د ګډ حکومت مشران يوازې د ماستري او دکتورا لرونکي کسان وزيران نوموولي او د هغو اخلاقي، ملي او ديني اخلاق يې په نظر کې نه دي ولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد ابوبکر

یعقوب حیدری د ولاړ حکومت په تول برابر او وړ او مسلکی شخصیت دی ، خو په مناسب پوست ندی ګمارل شوی ، باید دمالیی وزارت ورسپارل شوی وای، ځکه مالی اختلاس کی تخصص لری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x