افغانستان

طالبان: په زابل کي ۶ تنه طالبان، ۸ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

afghan_captured_by_uk_princeنن ټکی آسیا: د طالبانو د وياند قاري محمد يوسف “احمدي” وويل چي تیره شپه د افغانستان  په جنوبي ولایت زابل د میزاني په ولسوالې کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار او عملیاتو کې ۶ تنه طالبان، او ۸ تنه ملکي وګړي شهیدان شول.

خو د زابل امنیتي چارواکي ادعا کوي، چي دزابل په میزانه ولسوالۍ کې دافغان او نړیوالو ځواکونو په ګډوعملیاتو کې چې تیره شپه ترسره سوي

په ترڅ کې یی ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل سوي اوڅلورتنه نور ټپیان سوي دزابل مرستیال والی وایی چې ددې عملیاتو پرمهال ګډو ځواکونو ته کوم زیان ندي رسیدلی.

دزابل محلی چارواکی وایی تیره شپه ددې ولایت دمیزانی  ولسوالۍ  دتاخوم په سیمه کې دګډو ځواکونو له لوری یولړ تصفیوي علمیات ترسره سوي چې په ترڅ کې یی دزابل دمرستیال والی محمدجان رسولیار په خبره ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او څلورتنه نوریی سخت ټپیان سوي چې دوسله والو طالبانو له خواه انتقال سوی. رسولیار زیاتوي چې ددې عملیاتو پرمهال ملکي کسانو او دولتی سرتیرو ته کوم زیان ندي رسیدلی خو دوسله والو طالبانو څخه یواندازه وسلې او چاودیدونکي توکي دګډو ځواکونو لاسته ورغلی .

دغه عملیات دګډو ځواکونو له لوري په داسی حال دمیزاني ولسوالۍ دتاخوم په سیمه کې ترسره کیږي چې تیره ورځ هم دمرکز کلات اړوند د اومکي په سیمه کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل سوي او پنځه تنه نور مشکوک کسان نیول سوی وه دیادوني وړده چې پدې وروستیو ورځوکې دمرکز کلات په کډون ددې ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې دوسله والو طالبانو په وړاندي پراخ چاڼیز عملیات پیل سوي.

احمد ولي سرحدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x