کابل: د څرخي پله د زندانیانو خپلوانو او د کورنیو غړو پراخ لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د کابل د څرخي پله د سلګونو بندیانو د کورنیو غړیو نن په پلازمېنه کابل ښار کې دوهم پراخ لاریون تر سره کړ.

د څرخي پله د زندانیانو او د ګوانتانامو یا نظامي بلاک کې د پرتو ۵۳۰ تنو بندیانو د کورنۍ غړي د دوهم ځل لپاره نن سهار اته بجې د کابل ښار د علاء الدین څلور لاري په سېمه کې را ټول شوي او له حکومته د خپلو بندیانو دوسیو او حقونو ته توجه غواړي.

لاریون کوونکو له حکومته غوښتنه کوله، چې د دوی د کورنیو بندیان، چې په نظامي بلاک کې اچول شوي او تر اوسه یې دوسیو ته هېڅ لاسرسی نه دی شوی،باید ژر تر ژره د بندیانو حقونه پر ځای او فرمانونو په اساس ورکړل شوي تخفیفونه عملي کړي.

یو لاریون کوونکي وویل، چې د ګوانتانامو بلاک کې شاوخوا ۲۳۰ تنه داسې کسان بندیان دي،چې د بند موده او یا د مخکني ولسمشر په فرمانونو کې ورکړل شوي تخفیفونه یې پخوا لا پوره دي،خو تر اوسه عملي کېږي نه.

دوی ویل، چې د هیواد په ټولو محبسونو کې دا فرمانونه له تطبیق وروسته عملي کېږي، خو یوازې د نظامي بلاک په بندیانو نه عملي کېږي او په دې تېرو پنځو میاشتو کې لږ تر لږه یو بندي هم نه دی خلاص شوی.

دوی همداراز په زندان کې له بندیانو سره د ناوړه او سخت چلند څخه هم سر ټکاوه. د دوی په خبره ، د ژمي په را رسېدا سره هر کال د زندان د مسؤلینو یا د بندیانو د کورنیو غړي بندیانو ته د  اړتیا توکي، تودې جامې، کوټونه او بوټونه رسوي، خو سږ کال تر اوسه پورې نه د زندان چارواکو په دې برخه کې څه اقدام کړی او نه یې خپل خپلوانو ته د ور وړلو اجازه ورکوي.

د بندیانو خپلوانو په یوه غږ کې ویل، چې د نظامي یا ګوانتانامو بلاک ټول بندیان هغه کسان دي، چې امریکایانو د غلطو او ناسمو ورکول شویو راپورونو په بنسټ نیولي او دا مهال یې د محکمو له لورې ورکړل شوي قیدونه تر وخت تېر او یا د قانوني تخفیفونو پر بنسټ پوره شوي دي.

لاریون کوونکو په دې باب له رسنیو هم مرسته وغوښته، دوی ویل چې د څرخي پله د نظامي بلاک د بندیانو همدغو خپلوانو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) هم په کابل کې لاریون کړی، خو رسنیو ورته پوښښ نه دی ورکړی. دوی ویل، چې د دوی شکایتونو په اړه باید د څرخي پله د مرکزي زندان د مسؤلینو پر ځای د نظامي بلاک مسؤلین، چې مشري یې جنرال فاروق کوي، وپوښتل شي.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو زندانونو کې پرتو بندیانو د محبسونو د چارواکو د ناسم او غیر قانوني چلند په اعتراض کې اعتصابونه کړي او ویل کېږي، چې په جوزجان محبس کې د سرپل ولایت څخه ور وړل شوي زندانیان له تېرو څو ورځو راهیسې پيل کړي د نه خوړلو اعتصاب لا هم ادامه ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د