افغانستان

خوږياڼو کې بهرنيو عسکرو پر ولسي خلکو بمبار کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو سيمې مېرازخېلو کې د بهرنيو عسکرو چورلکو پر ولسي خلکو بمبار کړی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې پنځه تنه وژلي دي.

د سيمې يو اوسيدونکي محمد زبير نن ټکی اسيا ته وويل، چې د بهرنيو عسکرو چورلکو تېره شپه ناوخته د ميرزاخېلو سيمه کې د خوشحال او مرزا پر کور بمبار وکړ.

راپورونه وايي، چې په دغه بمبار کې دوه ښځې، يو ماشوم او دوه سړي شهيدان شوي دي.

دننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې وژل شوي کسان مخالفين دي، مګر د سيمې ځايي خلک وايي، چې رسنۍ دې ورشي او په خپله دې پلټنه وکړي، چې وژل شوي خلک طالبان او که ولسي وګړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x