افغانستان

ماين چاودنې د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله واړوله

Afghanistan_Kwed_s640x481نن ټکی آسیا: يوې ماين چاودنې دپکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې ديوې کورنۍ يوماشوم وواژه او ۴تنه يې ټپيان كړل.

ګلاب، چې د دغه ولايت دبکي خېلو ولسوال او دجانيخېلو اوسېدونکى دی وويل، چې چاودنه دجعفر رسول خان په کلي کې په يوه تراکتورشوې، چې په کې له يوې کورنۍ يوماشوم وژل شوى، دوه ښځې او دوه سړي ټپيان دي.

نوموړي ټپي شوي دوه دبنګل اوعيدګل په نومونه ياد کړل اوويې ويل،چې دبنګل روغتيايي حالت داندېښنې وړدى او د درملنې لپاره د ولايتي بيارغونې ډلې روغتون ته وړل شوى دى.

دښرنې دملکي روغتون دبېړنيومرستو دڅانګې يوهمکار بريالي بهرام وويل،چې ددې پېښې څلور ټپيان اوديو  وژل شوي ماشوم مړى ورته راوړل شوى دى.

هغه هم د يوه ټپي حالت نازك وباله.

د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.خو افغان دولت دا ډول چاودنو کې د دولت وسلوال مخاليفين پړه بولي وايي چې دوى د افغان او ايتلافي ځواکونو د کاروانونو لپاره په لويو لارو ماينونه ځاى پر ځاى کوي چې ډېرى وخت  يې ملکي وګړي ښکار ګرځي.

د يادولو ده چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې  د دغه ولايت د تروو او وازې خوا ولسواليو تر منخ دملکي کسانو  پر موټر د ماين چاودنه رامنځ ته شوې وه ، چې پکې د دوو ميرمنو او پنځو ماشومانو په ګډون  دولس تنه وژل شوي وو او پنځه نور ټپيان شوي وو.

ابدالي محزون

پکتيکا ولايت

چنګاښ پنځلسمه ٩٠

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x