نړۍ

هندوستان: هندوانو درې مسلمانان په ژوندوني سوځولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د هندوستان په ختیځ کې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ د یوې شخړې په پایله کې هندوانو درو مسلمانانو ته اور ورته کړی او په ژوندوني یې سوځولي او وژلي دي.

اسوشیټيډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د هند د بهار ایالت والي اُتل پرساد پېښه تایید کړې.

سرچینه د دغه سیمه یېز چارواکي له خولې لیکي، چې دا پېښه وروسته له هغې را منځته شوې، چې له یوې اونۍ ترې تم کېدا وروسته د یوې هندۍ پيغلې مړی د سرایان په نوم د مسلمانانو له یوه کلي سره خوا کې وموندل شو.

هندوانو د دغه کلي پر مسلمانانو تور ولګاوه، چې دا پېغله د نوموړي کلي پر یوه اوسېدونکي هلک مینه وه، ځکه يې نو د وژنې تور هم د هلک پر کلیوالو ولګاوه.

ویل کېږي، چې دا کلی د بهار ایالت د مرکز پټنکي په ۱۰۵ کیلومترۍ کې پروت دی.

چارواکي وايي، چې د دوو کلیو ترمنځ په دې نښه کې مرګ ژوبله یوازې د سیمې لږکیو مسلمانانو ته اوښتې ده او دوی تر دې مهاله د اور په لمبو کې د درو تنو سوځول شویو مسلمانانو جسدونه تر لاسه کړي.

سیمه یېزو چاوراکو ویلي، چې اوس وضعیت په کنټرول کې دی.

د یادونې وړ ده، چې یوازي هند نه بلکي په میانمار (بورما)، چین، او منځنۍ افریقا کې هم مسلمانان یوازي دخپل دین له کبله سوځول شوي، په ډبرو وژل شوي او د ټولو حقوقو تر سلبولو تر څنګ آن له خپلو سیمو مهاجرت ته اړ ایستل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x