نړۍ

وجدي غنیم: د اخوانیانو مشران د ولس په حق کې «خاینان» دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي۲۹مه، ۱۳۹۳ل): مشهور مصري داعي او د اخوان المسلمین یو مشر «دکتور وجدي غنیم» د خپل ګوند په مشرانو سختې نیوکې کړي او د دوی هغه عمل یې په کلکه غندلی چې د فرانسې هیواد ته یې د پاریس د برید په اړه د غمرازۍ لیک استولی.

دکتور وجدي غنیم د ترکیې له یو تلویزون سره په مرکه کې د اخوان المسلمین دغه مشران «خاینان» وبلل او زیاته یې کړه چې «زه له دوی څخه خپل برائت اعلانوم».

کله چې په مصر کې د عبد الفتاح سیسي په مشرۍ کودتا رامینځ ته شوه او د مرسي حکومت راپرځول شو، د اخوان المسلمین ګوند نږدې دیرش تنه مشران ترکیې ته لاړل او هلته میشت شول. دغه مشران، چې د مرسي د حکومت پر مهال د ولسي جرګې استازي وو، وخت نا وخت په ترکیه کې غونډې کوي.

دکتور وجدي غنیم دغه اخواني مشران چې لا هم د مصري پارلمان تر نامه لاندې فعالیت کوي، د «شرم، خجالت او خیانت پارلمان» وباله.

ښاغلی غنیم د قرآني ایتونو په استدلال سره وویل چې په رسول الله (صلی الله علیه وسلم) باندې د ایمان تقاضا دا ده چې د هغه (صلی الله علیه وسلم) مرسته او دفاع هم وشي. خو زیاتوي چې د اخوانیانو د پارلمان غړي فرانسې ته غمرازي استوي.

نوموړی دغو کسانو ته په خطاب کې وايي:
«ای د پارلمان غړو! ایا تاسو په پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې ایمان لرئ؟! الله تعالی دې له تاسو څخه انتقام واخلي. زه تر هر چا وړاندې دا اعلان کوم چې له تاسو څخه بري یم».

دکتور وجدي غنیم زیاته کړه:
«مرسي چا راوپرځاوه؟ همدغو صلیبیانو راوپرځاوه کومو ته چې تاسو د کرسمس مبارکي او د پاریس د برید غمرازي ورلیږئ، تاسو فکر کوئ چې هغوی به درڅخه په دې کار راضي شي، خو الله تعالی وايي چې یهود او نصارا درڅخه تر هغه نه راضي کیږي، تر څو تاسو د هغوی د دین متابعت وکړئ».

دکتور وجدي غنیم وايي چې عبد الفتاح سیسي له اسلام څخه وتلی، کافر او مرتد دی او د دغو اخوانیانو د خجالت او رسوایۍ لپاره همدا کفایت کوي چې سیسي کافر نه ګڼي او غواړي سیاسي لوبې وکړي. چې د ده په اند، داسې باید ونه کړي.

دکتور وجدي غنیم د اخواني مشرانو دغسې کړنې د هغو خلکو په حق کې «خیانت» بولي چې همدا اوس د سیسي د راپرځولو په مقصد د لاریونو او مظاهرو لپاره په میدان کې شتون لري.

دکتور وجدي غنیم وايي چې اخوانیان د هر کار له کولو مخکې د لویدیځوالو د غبرګون په فکر کې وي، چې که چیرته دا کار وکړي د هغوی عکس العمل به څه وي؟، خو د نوموړي په وینا، په داسې حال کې چې لویدیځوال د اخوانیانو د خرڅولو کوښښ کوي.

خو نوموړي وویل که د اخوان المسلمین مشران په خپلو دغو کړنو پښیماني څرګنده کړي، دی تیار دی چې خپلې خبرې بیرته واخلي او له هغوی څخه بښنه وغواړي.

دکتور وجدي غنیم يو له هغو اوو تنو اخواني مشرانو څخه دی چې د تیر میلادي کال په سپتمبر کې وروسته له هغه د قطر له هیواده ووتل چې د یو شمیر خلیجي هیوادونو لخوا په دې هیواد د اخوان المسملین د ملاتړ تورونو زور واخیست. ویل کیږي چې نوموړی دا مهال په ترکیه کې استوګن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظاهر

وعن عباده بن الصامت قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اضمنوا لی ستا من انفسکم آضمن لکم الجنه ،آصدقوا إذا حدثتم ، أوفوا إذا وعدتم ،وأدو إذا اتمنتم و احفظوا فروجکم وغضوا أبصارکم وکفوا أیدیکم . رواه البخاری ومسلم زباړه : دعباده بن صامت ځخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی ضمانت راکړی شپز عملونه دخپلو نفسونه مو ضمانت به در کړم تاسو لره جنت رښتینی اوسی کله چی خبری کړی ،وفا وکړی کله چی وعده کوی ، ادا کړی کله چی مو امانت واخیست ،وساتی خپلی شرمګاهی ،واړوی یا پټی کړی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x