افغانستان

متقاعدین

afghan_clerksمتقاعدین ددولت دهغه کارکونکی نوم دی چی ددولت په اداره کی یوه اوږده دوره دنده اجراکړی او وروسته دقانونی دوری دپوره کولو څخه تقاعد ته سوق کیږی اودخپل ماموریت ددوری دمیاشتنی معاش څخه دتقاعد په نوم ګرځول شوی پیسی ورته دمقرارتو سره سم اودسنجش څخه وروسته ورکول کیږی .

اغلبآ په افغانستان کی دتر فیع اوتقاعد قانون دشهیدسردار محمد داود خان دصدارت په دوره کی

په کال ۱۳۴۱ هجری لمریز کی نافذ شو البته دوخت اوزمان دغوښتنو سره سم به په کی تعدیلات راغلی وی خو مرعی الاجرادی .

دامتقاعدین مامورین چی په افغانستان کی یی په بیلابیلو اداری څانګو کی کارکړی دی په اکثریت سره یی دخودرویه ګلانو په څیر ځانونه باسواد کړی اودجومات دملا او یادکوم ناظم څخه  پنج کتاب ، ګلستان ، بوستان ، زلیخا او سکندرنامه انشاګانی به یی لوستی وی زده کړی کولی اوبیا به دحکومتی پوستونو کی دخپل لیاقت په اساس ځای پرځای کیدل او دولتی چاری به یی پرمخ بیولی اواداری سیستم یی جوړ اودواردی صادری اورسیدات کتابونه ددوی ریفرنس اوداجراکړو اسنادو دتحفظ اوساتنی ځای و او چی هروخت به دیو اجراشوی کاردسوابقو دپیداکولوضرورت شو دهری برخی کاتب ، سرکاتب ، مامور ، مدیر ، ریس اووزیر به ورڅخه اګاه واوفورآ به یی داجراتو لپاره دمسول شخص مخی ته کیښود .

بی مبالغی دتیرووختوهغه مامورین چی تقاعد شوی دی ددوی املا اوانشا حسن خط دنن ورځی دیو ډاکتر ، ماسټر ، لسانس اودولسم پاس څخه  ډیر ښکلی دی او په خپل بخش کی په ډیر لوړ معیار دخپلی عهدی څخه  وتلی دی اووتلی شی ، دمثال په ډول :-

۱. دطب په برخه کی :-

سره ددی چی ننی دنیا ډیره مخکی تللی ده ولی زما سره داسی اسناد په لاس کی شته دی چی مصور هم دی او د ۱۳۱۳ هجر ی لمریز کال ترجمانی کوی په افغانستان کی دطب برخه ډیره مخکی وه اوښه علاج کیده او حفظ الصحه محیطی هم تر ډيره حده دډاډ وړوه په دی پیمانه  مرضونه نه و. دسل دنری رنځ ، ننکۍ ، چیچک ، توره ټوخلی ، شیری  او ملریا ددی وژونکو نارغیو دارودرمل په ډیره ښه وجه کیدل او حتی دننکیو او ملریا په برخه کی انعام اعلان شو چی هرڅوک په هیواد کی دغه ناروغۍ پیداکړی نوبه ورته د عامی روغتیا دوخت دوزارت له خوا دوه زره افغانۍ بخشش ورکړشی .

۲.  دمعارف په برخه کی :-

هغه کلیوال ښوونکی  چی په جوماتونو کی زده کړی کړی وی اوډیر کم په کی شپږم پاس ، نهم پاس او رشدی څخه فارغ څلورم پاس استادانو په ښوونځیو کی درس ورکاوه په چادی بده نه لګیږی دنن ورځی دیوشمیرلسیانس ، ماسټر څخه یی استعداد اوسویه لوړه وه املا اوانشایی صحی ده او په ډیر لوړ سیستم یی دتدریس اصول علمی اوعملی کول راشئ او قضاوت وکړئ ډیر کم دهغه تیرودورواستادان پاتی دی چی دوی ټولنی ته څومره ښه استادان تقدیم کړی دی او که په حکومتی اداروکی په کار بخت دی  په اداری سیستم څومره ښه پوهیږی . او دخپلو زیردستانو په سوق او اداره کی څومره ښه رول لوبولی شی اوددوی دسواد کچه څومره لوړه ده .

۳.  ددولت دکورنیو چارودوزارت برخه کی :-

بهترین بانظمه بادسپلینه علاقه داران ، حاکمان ، والیان ، قوماندانان اوداسی نور په چاروګمارل کیدل چی دکافی ولسی ، حکومتی ،قانونی چارودښه تطبیق په برخه کی به دکافی تجربو ځخه برخوردداره ودافغانستان په هره علاقه دارۍ ولسوالۍ اوولایت کی خلکو په ډاډمنه توګه ژوند کاوامن قایم و . که کوم وخت به په خلکو کی کوم تاوتریخوالی جنګ جګړی ته منجر شو ترهغه وخته چی دڅارنوالیو تشکیل نه و نودپولیسو په اداره کی دجزاکاتب صاحب دولایت دکوم اداری پلاوی په ګډون به بی دکوم تخنیکی جرمی کشفی وسایلو په درلودو سره تحقیق بشپړ کړ چی دنن ورځی څارنوالان او جنای مسول او کارکن یی سره ددی دومره کشفی تخنیکی وسایلو په درلودلو سره چی کریمنالستی اداری لری نه شی بشپړولی اودامبالغه  نه ده که څوک یی نه منی راشی داګز اودامیدان . علم اوپوهه دیو شخصی اوفطری استعداد زیږنده ده اوتجربه یی پخوی او پراختیا ورکوی په کتابونو کی داقوت نشته دی هرعلم داول وار لپاره دکتاب  څخه نه دی زده شوی بلکه دفطری استعداد څخه دتجربی له مخی مهک شوی او بیا کتابونو ته رسیدلی دی اوددی څخه څوک انکار نه شی کولی شخصی  پوهه اواستعداد دفطرت داستاد یعنی الله تعالی ورکړه ده اوپه ښونځی ، لیسو او فاکولتو کی نه ده بلکه هلته وده کوی اوپخیږی  او پخوانو ته دا زمینه په دولتی ادارو کی دکارکولو په دوران کی دکاری تجربو اودخپل فطری استعداد څخه په ګټی اخیستو لاس ته ورغلی ده اوباید  دی اصل ته ډیر دروند اودقدر وړنظر وشی . زه په ډیر جرأت سره داخبره کوم چی پخوانی خو درویه ګلان دولتی مامورین هریو په خپله څانګه کی داوږدی سابقی په درلودلو سره هغه چی مړه دی اوکوم چی ژوندی دی په خپل مسلک او دکارپه رشته کی دوکتورین دی اودالقب ددوی حق دی . ددی نه هم منکر نه یم چی عمل دزړو فکردځوانانو .

۴. په نظامی برخه کی :-

راځی حق به دخدای دپاره وایو په افغانستان کی پخوانی نظامیان په عسکری ډیرلوړمورال روزل کیدل اوپالل کیدل په سرحدی سیموکی به یی دخپلو مرزونو څخه په لسو، شلو ، دیرشو او پنځوس افرادو اودوه دری تنو صاحب منصبانو په وجود کی چی ترټولو سپکه وسله  به ورسره وه دخپل هیواد دمقدس حریم څخه یی به میړانه دفاع کول ولی نن داوس دچاسره نشته دی اوامن په خپلو سترګو ګورو چی په کوم حالت کی دی او په اصطلاح تنظیمی ملی اردو او ملی پولیس په کوم مورال کی دی .

زه باورلرم چی دافغانستان په ټول اردوکی به ددری څلورو جنرالانو څخه زیات نه و اودغه مقام دډیری لوی تجربی اوقربانۍ په مقابل کی ترلاسه کیده اونن سباخو دټیپرو په تول ده اوکه ووایم دافرادو څخه به دجنرالانو شمیر زیات وی اوداټولی تنظیمی لورونی اودجناب کرزی دمجبوریت په اساس دی یو دینی عالم ته دمارشالۍ مقام ورکول ددغه شخصیت توهین دی یایو بی سواد شخص ته چی په عسکری اساساتو باندی اګاه نه وی دستر جنرال مقام ورکول او په دی لقب ستائل دعسکری تقدس سپکاوی دی .

۵ . دقضا په برخه کی :-

تاسی یعنی هغه څوک چی دقضا دمسلک سره اشنایی لری اوددی مسلک لپاره روزل شوی پوهیږی چی په افغانستان کی قضایی سیستم یوخاص مقام لری  اوددی سیستم لپاره خاص کارشوی دی اوپه لوړه کچه دقضایی سیستم دپیاوړی کولو لپاره داسی دوکتورینو کارکړی دی چی دنوم په یادولو یی قضایی ارګانونه فخر کوی دمثال په ډول لکه مولوی محمد قاسم خان چی یو وخت دداودخان دصدارت په دوره کی عدلیه وزیر و ، مولنا عبدالکریم حقانی دعدلی دوزارت معین و داکتر ، عبدالحکیم طبیبی عدلیه وزیر  ،مولنا عبدالبصیر دتمیز دعالی مقام ریس  ،مولنا علام نبی کاموی ، مولنا محمدابرهیم کاموی ،مولنا سیف الرحمن کاموی  ، مولنا پاینده ګل تګاوی ، مولنا کباری ، مولنا مهتاب ګل ساپی  کنړی ،مولنا عبدالغفور مزاری کنړی ، ښاغلی محمد موسی شفیق ، ښاغلی ولید حقوقی  اوداسی نور ډیر چی دقضا دمسلک لپاره یی نه هریدونکی کارونه کړی دی چی ددوی فیصلی به دکاڼی کرښی وی اوبطلان به یی خورازیات مهم وهر ه پریکړه به یی داسلامی غراشریعت اونافذو قوانینو په ګاڼه ښایسته وه .

زه نوروړاندی نه ځم یوازی اویوازی دمقایسی په ډول دحکومت دتیرو ادرو دمامورینو اوننیو مامورینو تلل ضروردی .

هغه مامورینو چی تقاعد کړی دی ددوی دژوند په باب دحکومت سره هیڅ فکر نشته دی ولی په نوره دنیا کی دی قشر ته خاص درناوی موجود دی او کله چی په حکومت کی دمامورینو په اقتصادی وضع کی څه اصلاحی تغیر راځی نو متقاعدومامورینو ته په کی هم حق ورکول کیږی اوددوی په معاشونو کی فیصدی زیاتوالی راځی ولی په افغانستان کی دامحرومه طبقه ده نه یوازی داچی ددوی په معاشونو کی څه زیاتی نه راځی بلکه هغه دتقاعد پیسی یی هم هغه داخون صاحب دږیری په څیر په تعویزونو کی لاړی شی  څه دلاری کراګانی شی څه دانتظار شپوورځو دبازار خرڅ شی او موظف مامورین خوهم خیټی لری هغوی هم څه غواړی توهین اوتحقیر خویی په ځای پریږده چی یو دوخت ریس ، عمومی مدیر ، استاد ، قاضی ، جنرال ، لیوامشر اوداسی نوروته داسی ولاړوی لکه نن سبا چی دقاضیانو په مخکی دپریکړی لپاره متهمین ولاړوی  امسا په لاس په ولایتو او مرکز کی توهین امیزه حالت ګوری اوزغمی یی که نه زه درواغ وایم نونن سبا دی په مرکز اوولایتوکی دغه حالات مشاهده کړی  .

دایو ضروری خبره ده چی ددوی درناوی وشی اوددوی داوږدو دورودصادقانه خدمتونو یادتازه وساتل شی .

حکومتی چارواکی قانونی مکلفیت لری چی دمتقاعدینو ، معلولینو اوشهداو دحال څخه ځان خبرکړی اودمتقاعدینو په معاشونو کی دحالاتو اونرخونو دلوړیدو په نظر کی نیولو سره یو مثبت ګام پورته کړی ځکه چی دوی په خپل وار دخلکو او هیواد اوپه خاص ډول دمسلک دپاره په زړه پوری خدمتو نه کړی چی ننی مامورین اوحکومتی کارکوونکی  ددوی داداری ، تعلیمی، طبی ، نظامی  او قضایی سیستمونو په رڼاکی کارکوی اووړاندی ځی زه باورلرم  چی حکومتی کارکوونکی اولوړ پوړی چارواکی به په دی برخه کی خپل مسولیت تر سره کړی اودمتقاعدینو په حالت به په هره برخه کی غور وکړی .

عبدالهادی خلیل زی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x