افغانستان

فراه: د ماین پاکۍ د مؤسسې ۳۲ تنه کارکونکي تښتول شوي دي

landmine_workerنن ټکی آسیا: نن سهار د فراه ولایت د بالابولک په ولسوالۍ کې د ماین پاکۍ د مؤسسې ۳۲ کارکونکي تښتول شوي دي.

د فراه امنیتي مسؤولینو ویلي چي نن سهار په سیمه ایز وخت د نهه بجو په شاوخوا کې وسلوالو ددې ولایت د بالابولک ولسوالۍ د شوالګاه په سیمه کې د ماین پاکۍ د مؤسسې ۳۲ تنه کار کوونکي چي ۲۸ يې ماین پاکان، او ۴ يې موټر چلوونکي دي، تښتولي دي.

او زیاته کړې چي د وسلوالو په برید کې ۲ عرادې موټر هم سوځول شوي دي.

دغه ۳۲ تنه کارونکي د ډاټا په نوم د ماین پاکې د مؤسسې کار کوونکي دي، ویل کیږي چي دغې مؤسسې پدې ورستیو کې په افغانستان کي کار پيل کړی دی، او مرکزي دفتر يې په کابل کي دی.

ددې پيښي په اړه د طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x