افغانستان

د امنیتي ځواکونو ملاتړغونډې ته ملایان د سیمینار په نامه بلل شوي وو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي۲۹مه، ۱۳۹۳ل): څو ورځې وړاندې رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې د هېواد په پلازمېنه کابل کې د هېواد له ګوټ – ګوټه زرګونو علماوو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه.

د غونډې ډېری ګډونوال وايي چې دوی دې ناستې ته د سیمینار په پلمه وربلل شوي وو او په ناخبرۍ کې په د امنیتي ځواکونو ملاتړ غونډه کې ناستې ته اړ شول.

د کابل د پغمان اوسېدونکی او د قلعه حیدرخان د جومات خطیب مولوي سید مختار وايي چې دوی ته د حج اوقافو ریاست له لوري زنګ ووهل شو، چې باید په سیمینار کې ګډون وکړي.

هغه وایي چې تر دې وړاندې یې هم په حج او اوقافو وزارت کې په سیمینارونو کې برخه اخیستې وه، ځکه خو یې د حج او اوقافو د مامور په تلیفون باور وکړ.

مولوي سید مختار وايي کله چې لاړو، په غونډه کې حالات سرچپه و او موږ ته یې ویل چې نن د عسکرو د ملاتړ غونډه ده.

هغه وایي چې دوی ته له غونډې د وتلو اجازه نه وه او عسکرو بېرته له غونډې نه د باندې نه پرېښودل.

د سید مختار په وینا سلګونه تنه داسې په ناخبري کې رابلل شوي وو، چې غونډه کې یې احتجاج هم وکړ، خو غږ یې وا نه ورېدل شو.

د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په پلمه د دې غونډې بل ګډونوال مولوي محمد موسی وایي چې دوی د حج او اوقافو وزارت مامورینو وغولول او په دې ناسته کې یې ګډون ته مجبور کړل.

هغه وایي چې له ځان سره یي څو تنه نور ملګري هم د سیمینار لپاره بوتلل خو هلته نور څه روان وو.

د مولوي محمد موسی په وینا دوی له داسې عسکرو ملاتړ نشي کولای، چې د فرانسې د اسلام دښمنه کړنو په وړاندې چوپ دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه او د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي د جبهې غړی حاجي فرید بیا وايي چې که دا ناسته د دروغو وه، که د رښتیا؛ خو په خبره یې د سولې په لاره کې خنډ کېدای شي.

هغه وايي چې د ګډ حکومت مشران له یوې خوا د سولې نغارې ډنګوي بل اړخ ته په بېلابېلو پلمو ملایان راټولوي او عسکر جګړې ته هڅوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
lممتاز خان

ګرانه دوستانو! که چیری علمای کرام د فغانستان د ګوټ ګوټ نه د سمینار لپاره پلازمینه کابل ته په خوشحالی تللی شی نو دعسکرو د ملاتر غونډی ته تګ سه ګناه لری؟ ایا دا عسکر او صاحب منصب او یا هم پولیس سوک دی؟ د همدی خاوری بچیان دی- که چیری علمای کرام وای چه دا حکومت بر حقه ندی نو بیا د سمینار په نوم ولس سره راټول شول- د همدغه بعضی بی عمل علماو له لاسه مونګ دی حال ته ورسیدو- د خدای روی وګوری ملا صاحبانو پریدی چه دا ملک نو جوړشی- اخر خدای ته ورتګ لری-… نور لوستل »

غوربندي

د سولې په ارتباط د لاسپوڅي حکومت کړنلاره هغه سپي ته ورته ده چې په سر (خوله) کې یې کبر او په لکۍ کې یې عذر وي

وړانګه

د نن ټکی آسیا ویب پاڼه یوه پنجاب غلامه ویب پاڼه ده، او نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او امن راشي، زه په خپله د جامع مسجد امام یم او موږ ته حج اوقاف وزارت او ریاستونو رسمي بلنه راکړي وه او دا یې په کې لیکلي ؤ چې دغه غونډه د ملي ځواکونو د ملاتړ لپاره ده

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x