حاجي فرید: له امریکا وروسته د جګړې وېره بې ځایه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د سیاسي چارو کارپوه حاجي فرید وایي چې د بهرنیانو له وتلو وروسته په افغانستان کې د جګړې وېره بې ځایه ده.

حاجي فرید نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ګډ حکومت باید د سولې لپاره رښتینې هلې ځلې وکړي او په خبره یې د جګړې خبرې دې یوې خواته کړي.

نوموړي وویل چې ګډ حکومت په داسې حال کې د سولې خبرې کوي، چې تېره ورځ د دفاع وزارت مرستیال په ښکاره وویل چې دوی ته د هر مسلح شخص د له منځه وړلو امر شوی دی.

حاجي فرید په حیراني وویل چې که ګډ حکومت د جګړې دومره تند امر کوي، نو دوی بیا سوله له چا سره کوي، غیر مسلح خو عام وګړي دي، چې سوله ورسره مانا نه لري.

حاجي فرید پخپلو خبرو کې وویل ګډ حکومت «هم ژاړي او هم عذر کوي.»

نوموړي په افغانستان کې د اسلامي دولت د نفوذ اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا یوه جعلې ډرامه ده او په خبره يې ځینو «اربکیانو» تور بیرغونه پورته کړي دي.

حاجي فرید په ګډ حکومت غږ وکړ، چې د سولې په پلمه دې د چین او اماراتو پر ځای له خپلو افغانانو کار واخلي او ولس ته دي امنیتي وضعیت ښه کړي.

هغه وویل چې په ګډ حکومت کې ځینې شریک کسان سوله نه غواړي او نه هم له طالبانو سره د خبرو پلویان دي.

نوموړي وویل چې دوی، عبدرب الرسول سیاف، عبدالله عبدالله، محمد محقق، اسحاق ګیلاني او عطامحمد نور ته د طالبانو د مخامخ لیدنو پیغام ور رساوه، خو هغوی تر اوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د