کابل: د یوې کورنۍ ۴ غړي چي ۳ يې مېرمني دي، په مرموز ډول وژل شوي
نن ټکی آسیا: د کابل ښار د کارته اریانا په سیمه کې د یوې کورنې ۴ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
په کابل کي د ۱۰۱ اسمايي زون څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي تیره شپه ماسختن په سیمه ایز وخت د اتو بجو او پنځلس دقیقو په شاوخوا کې نامعلومو کسانو د کابل ښار د دوهمي امنیتي حوزې اړوند د کارته اریانا په سیمه کې یوې کورنۍ څلور تنه غړي په خپل کور کي دننه وژلي دي.
په خبرپاڼه کي ویل شوي چي وژل شویو کسانو کې ۳ مېرمني او یو نارینه شامل دی.
په خبرپاڼه کي نور ویل شوي چي ددغه پيښي په اړه تحقیقات پيل شوي دي.