افغانستان

چارواکي: په کندوز کې طالبانو دوه کلي نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال کې د کندوز ولایت چارواکي وايي چې طالبانو په امام صاحب ولسوالي کې دوه کلي نیولي دي.

د امام صاحب ولسوالي امنیه قومندان امان الله ابراهیمي وايي چې طالبانو له پرون راهیسې په دغه ولسوالي کې جګړه پیل کړې او د غراو په سیمه کې يې دوه کلي نیولي دي.

د نوموړي په خبره سیمې ته يې تازه دمه عسکر لېږلي دي، چې روانه جګړه پر مخ بوځي.

د امام صاحب ولسوالي ولسوال امام الدین قریشي رسنیو ته ويلي چې له پرون راهیسې په جګړه کې یو پولیس ټپی شوی او څو تنه د ملي اردو عسکر هم ټپیان شوي دي او په خبره يې دوه تنه طالبان يې وژلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي چې دوی په امام صاحب ولسوالي کې د اربکیانو پر ضد عملیات پیل کړي دي چې پکې يې څلور تنه اربکیان وژلي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي او په خبره يې د خیبر عملیاتو په لړ کې په امام صاحب ولسوالي کې دغه عملیات په غرل، کندهاری قشلاق، قال، کلچي او تیمیز سیمو کې پیل کړي دي.

امام صاحب د هېواد په شمال کې له تاجکستان سره په پوله پرته ولسوالي ده، چې ډېري سیمې يې د طالبانو په واک کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x