نظــر

د چين او روس نوی ايتلاف، چانسونه او ننګونې

ليکوال جوزف س. نای الابن
ژباړن: احمد الله احمدزی

کارپوهان وايي، چې د جغرافيايي سياست او د سړې جګړې په ترڅ کې ۲۰۱۴م کال د نوې جګړې مهم وخت بلل شوی دی.
تېر کال راهيسې امريکا او اروپا د روسيې پر ضد پټې او غير مستقيمې جګړې پيل کړي او د اوکراين د شخړې له امله روس سره د امريکا او اروپا اړيکې ترينګلې شوي دي، نو کريملين هڅه کوي، چې چين سره خپلې اړيکې خوږې کړي.

لومړۍ پوښتنه دا ده، چې روس به په دې وتوانيږي، چې چين سره رښتونی ايتلاف جوړ کړي کنه؟

په لومړي وخت کې دا معقوله غوندې ښکاري، چې د سترو ځواکونو د نړيوالې سيالۍ په ترڅ کې په انرژي او ټينکالوژي کې امريکا تر روس مخکې ده او اوس روس هڅه کوي، چې چين سره په ګډه د امريکا مقابله وکړي.

که فکر وکړو، نو دا خبره نوره هم د منلو ده، چې د چين او روس د ګډو ستراتيژيکو اړيکو ريښې ان تر پنځوسمو کلونو رسيږي او هغه مهال يې هم خپل ايتلاف د امريکا پر ضد کارولی دی.

۱۹۷۲م کال کې، چې امريکايي ولسمشر ريچرډ نيکسن چين ته ولاړ، نو د چين او امريکا اړيکې د پخوا په پرتله خوږې شوې او امريکا هڅه کوله، چې د چين او امريکا ګډې اړيکې د هغه مهال شوروي اتحاد پر ضد وکاروي.

د شوروي اتحاد له زوال سره سم د امريکا او چين ايتلاف له منځه ولاړ او يو ځل بيا د چين او روس تر منځ ستراتيژيکه دوستي پيل شوه.

۱۹۹۲م کال کې دواړو هېوادونو اعلان وکړ، چې د دوی ګټې سره شريکې دي، ۱۹۹۶م کال کې يې دوه اړخيزه ستراتيژيک تړون لاسليک کړ او ۲۰۰۱م کال کې يې بيا«د ملګرتيا او دوه اړخيزه همکارۍ» تړون لاسليک کړ.

چين او روس امنيت شورا کې خپله قوي ملګرتيا اعلان کړه او د انټرنيټ تنظيم، بريکس«د برازيل، هند او سويلي افريقا هېوادونو ايتلاف» او شانګاهي «کرغيزستان، قزاقستان، تاجکستان، او ازبکستان» هېوادونو ايتلاف په اړه يې ګډ موقف ونيو.

پوتين د خپلې واکمنۍ پر مهال تل هڅه کړې، چې چين سره خپلې اړيکې خوږې کړي او دواړو په دې سلا کړې، چې دواړه هېوادونه د ليبراليزم له ستونزو سره مخ دي او هڅه کوي، چې سيمه کې د امريکايي ايډيالوژي د خپرېدو مخنيوی وکړي.

داسې ښکاري، چې سيمه کې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيکې هم سره پياوړې کيږي او په دې وروستيو کې روس سره د قرم نيمه وچې له يو ځای کېدو وروسته چين روس سره د ۴۰۰ميلياردو امريکايي ډالرو يو تړون لاسليک کړ، چې هر کال به ۳۸ميليارده مکعب متره غاز به له روس څخه را واردوي او دا تړون د يرشو کالو لپاره شوی دی.

دغه تړون د روس د دولتي ګازو شرکت «ګاز بروم» او د چين د پيټرولو دولتي شرکت تر منځ لاسليک شو، چې ۲۵۰۰ ميله اوږد پايپ به د چين هيلونګ جيانګ ايالت ته غځوي او له روس څخه به خپل هېواد ته دغه ګاز واردوي.

سره له دې، چې د دغو ګازو د پلورلو بيه تر اوسه هم پټه ده، مګر دومره روښانه ده، چې چين روس ته ډېر څه منلي او له لسو کالو مذاکراتو وروسته چين او روس په دې وتوانيدل، چې دغه تړون لاسليک کړي.

د دې تر څنګ د روس «ګاز بروم» شرکت د تېر کال په نومبر کې اعلان وکړ، چې دېرش ميليارده مکعب متره ګاز به د چين شینګ جيانګ ايالت ته د يو بل نل ليکلې په واسطه هر کال ۳۰ ميليارده مکعب متر ګاز د دېرش کلونو لپاره صادروي.

هغه مهال چې د چين ختيځ او لويديځ کې دواړه نل ليکې سرته ورسي، نو چين به هر کال اته شپيته ميليارده مکعب متره ګاز له روس څخه راواردوي او دا به د روس د ګازو تر ټولو ستر ګازي صادرات وي.

له دې مخکې المان له روس څخه هر کال څلويښت ميليارده مکعب متره ګاز واردوي.

د چين او روس د ګډو اړيکو څارونکي وايي، چې کېدای شي، د دواړو هېوادونو دغه خوږې اړيکې نورې هم پياوړې شي، مګر دا خبرې له ستونزو خالي نه دي، ځکه چې د ګازو دومره ستر تجارتي تړون دواړو هېوادونو ته ځينې زيانونه هم اړوي، هغه دا چې روس خو چين ته خام ګاز صادروي او له چين څخه بيا چينايي مصنوعات خپل هېواد ته واردوي.

د روس او چين دوه اړخيزه تجارتي تړونونه د روس ټولې ستونزې نه شي ور حلولی، ځکه چې روس لا هم غربي ټيکنالوژۍ ته اړتيا لري، چې سيالي يې برابره شي.

رښتيا خبره دا ده، چې د چين او روس ګډې اړيکې او ستونزې ډېرې ژورې دي.

د روس د اقتصادي، نظامي او ډيموګرافيک « نفوسو ابادي» قوت له امله چين نارامه دی.

که موږ تاسې د سايبريا ختيځ کې وګورو، نو هلته شاوخوا شپږ ميليونه روسيان پراته دي او بل پلو چين سرحد ته يې ۱۲۰ ميليونه چينايان دي.

د دې تر څنګ د روس، نظامي او اقتصادي ځواک مخ په کمېدو دی او په عين حال کې د چين قوت مخ پر زياتيدو دی او کېدای شي، ۲۰۰۹ م کال کې د روس له خوا د اتومي وسلو د کارلو ګواښ د چين د نظامي ځواک د زیاتېدو له وېرې شوی وي.

د روس دا موقف د امريکا هغه ګواښ ته ورته دی، چې د سړې جګړې پر مهال يې د شوروي اتحاد د نسکورلو په موخه کړی و.

د روس او چين تر منځ د نظامي نا انډولۍ له امله کېدای شي، روس چين سره نظامي ايتلاف ته زړه ښه نه کړي، سره له دې چې دواړه هېوادونه د ګډو ګټو په موخه تکتيکي ډيپلوماسي کاروي.

بل پلو چين هم روس سره بې بريده اړيکې نه غواړي. چين هڅه کوي، چې د خپلې پر مخ تللې ستراتيژي او اقتصاد په مرسته نړيوال اقتصاد کې خپل مقام وساتي او په ځانګړې توګه د امريکا تجارتي او ټيکنالوژي مرکزونو کې خپل بازار پيدا کړي.

د چين کميونيست مشران په دې اند دي، چې دوی بايد نړۍ کې اقتصادي ځواک وي او چين نه غواړي، چې روس سره د ايتلاف له امله غرب کې خپل اقتصادي مارکيټ له لاسه ورکړي.

په ګڼو ځايونو کې لا هم د چين او روس تر منځ ډېره فاصله ده او د «بريکس» اتحاديه کې هم چين له خپلو نورو ايتلافيانو ډېر پرمخ تللی دی.

سره له دې چې د شنګهايي تړون د چين او روس اړيکې ښې کړي، مګر بيا هم دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې اسيا کې خپل نفوذ وغځوي.

په تېره شلمه پېړۍ کې د روس او چين اتحاد دوهمې نړيوالۍ جګړې کې د چين کمزوري کېدو او د سړې جګړې د پيل له امله و او هغه وخت هم د دواړو هېوادونو ايتلاف له لسو کلونو لږ وخت وچلېده.

نن خو چين ډېر قوي دی او نه غواړي، چې روس ته له اندازې زيات نږدې شي، چې چين ته په کې زيان وي او غرب سره يې اقتصادي اړيکې خړې شي.

په لنډو ټکو ويلی شو، که چين د روس او غرب د ايتلاف تر منځ ګير شي، تاريخ به بيا دا خبره ياده نه کړي او د پوتين هيلې به اوبه يوسي.

۲۰۱۴م کال د روس د بهرني سياست لپاره بريالی کال نه بلل کيږي.

سرچينه: الجزيرة.نت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرحمن دفرقانی

احمدزی صاحب سلام ! د ژباړې وروستۍ فقره هغه مطلب نه رسوي کوم چې لیکوال ورته اشاره کړې ده. یوازې د پام لرنې لپاره موفق اوسئ.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x