
فراه : د والي په ګډون څو نور لوړ پوړي چارواکي د اختلاس په تور له دندو ګوښه شوي
نن ټکی اسيا (دوشنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۳ل) : د فراه ولايت سرپرست والي محمد عمر شیرزاد او يو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي له خپلو دندو ګوښه کړل شوي دي .
ويل کيږي چې دغه لوړپوړي چارواکي د شپږ اعشاريه دوه ميليونه ډالرو د اختلاس په تور له خپلو دندو ګوښه او څارنوالۍ ته هم ورپېژندل شوي دي .
دغه لوړ پوړي چارواکي د ګډ حکومت دولسمشر اشرف غني د حکم په اساس له خپلو دندو ګوښه شوي .
په ګوښه شویو چاوراکو کې د دې ولايت د امنيه قومندان په ګډون د ملي امنيت رئيس او د ګمرک کميسار هم شامل دي .
د فرا د ولايتي شورا رئيس سيد بختيار هم د دې ولايت د سرپرست والي په ګډون د څو تنو نورو دولتي لوړ پوړو چارواکو له دندو ګوښه کول تأييد کړي او ويلي يې دي چې ولسمشر دغه حکم د دغو چارواکو په هکله د ځايي اوسېدونکو د پرله پسې شکايتونو له امله کړی .
تر دې دمه له دندو شړل شویو چارواکو پر دوی د لګېدلو تورونو په هکله څه نه دي ويلي .
د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې ولسمشر د هرات ولايت سرپرست والي ، د استيناف څارنوالۍ مشره او ګڼ شمېر نور مسؤلين هم له دندو لرې او يو شمېر يې څارنوالۍ ته هم ور معرفي کړل.