تخار: د خواجه غار ولسوالۍ د استخباراتو مدیر ووژل شو
نن ټکی آسیا: د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د استخباراتو مدیر تیره شپه په وسلوال برید کي ووژل شو.
د خواجه غار څخه امنیتي چارواکو ویلي چي تیره شپه طالبانو ددې ولسوالۍ په یو اړونده سیمه کي د استخباراتو مدیر جمعه خان باندي وسلوال برید وکړ، چي په ترڅ کې هغه ووژل شو.
د ولسوال په وینا جمعه خان خپل کلي ته تللی وو،
او کله چي د ولسوالۍ مرکز ته د بیرته را ستنیدو په مهال د طالبانو له خوا د برید سره مخامخ شو.
ویل کیږي چي جمعه خان په لومړیو کي د طالبانو ملګری وو، چي بیا د هغو څخه جلا شوی وو، چي بیا د دولت له خوا د استخباراتو پر دندې ګمارل شوی وو.