افغانستاننن په انځورونو کي

ننګرهار : لاريون کوونکو د فرانسې بیرغونه وسوځول او د سفارت تړلو غوښتنه یې وکړه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، مرغومي۲۹مه، ۱۳۹۳ل) : له ننګرهار ولايته خپاره شوي خبرونه وايي چې د دې ولايت د ځوانانو چارو امريت تر مشرۍ لاندې بېلا بېلو مدني ټولنو د يوه ستر لاريون په تر سره کولو سره د شارلي ابدو فرانسوۍ مجلې له خوا د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته د منصوبو کاريکاتورونو خپرول په سختو ټکو وغندل او په کابل کې يې د فرانسې د سفارت تړلو غوښتنه وکړه .

په دغه ستر لاريون کې چې سلګونو کسانو پکې برخه اخيستې وه د جلال آباد ښار پښتونستان واټ ته راووتل او د فرانسې په ضد يې شعارونه ورکول . د دغه ستر لاريون ترتيبونکی او د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي رسنيو ته ويلي تر څو چې فرانسه له اسلامۍ نړۍ په رسمي ډول بښنه ونه غواړي بايد په کابل کې يې سفارت وتړل شي .

تر هغه وروسته چې د دغې مجلې په دفتر دوه وروڼو انتقامي بريد وکړ ، دې مجلې يو ځل بيا د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته د سپکاوي لپاره جوړ کړي کاريکاتورونه نشر کړل چې په غبرګون کې يې د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې سختې مظاهرې تر سره شوې او لا هم دوام لري.

تيره ورځ هم په ننګرهار کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توهین په خلاف مظاهره وسول، او د هغه تر مخه د کابل په شمول د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې مظاهرې تر سره شوي دي.

nangarhar_laryoon (1) nangarhar_laryoon (2) nangarhar_laryoon (3) nangarhar_laryoon (4) nangarhar_laryoon (5) nangarhar_laryoon (6)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohammad Mukhtar Durrani

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکات

څرنګه چه تاسو ته معلومه ده د نړی کقارو او په تیره بیا د خبیثه فرانسی کفارو زمونږ د خوږ پیغمبر حضرت محمد (ص) توهین وکړ زه په سختو ټکو سزه غندم او الله پاک دی ټول کفار تباه او برباد کړی امین او د الله په ستر قهر او غضب دی دوی ګرفتاره شی امین

الله پاک دی په فرانسی باندی د کاڼو باران وکی امین زنده باد اسلام

محمد مختار درانی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x