افغانستان

طالبانو د امریکایانو سره د مذاکراتو خبرونه په کلکه سره رد کړه

taliban-fighters-pose-with-weaponsنن ټکی آسیا: طالبانو نن د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ټولي هغه ګنګوسي او افواهات رد کړه، چي ویل يي طالبانو په لوړه کچه د امریکایانو سره مذاکرات پيل کړي دي.

په دغه اړه د خپرې شوې خبرپاڼي یوه کاپي نن ټکی آسیا ته هم را رسیدلی، چي دا دی مونږ يې هم د خپلو مینوالو په مخ کټ مټ نشر ته سپارو.


دمذاکراتو دبي بنسټه اوازو په هکله داسلامي امارت اعلامیه

له تيروڅوکلونوراهيسې دهرې مياشتې په  سراوپاى کې ځينې غربي رسنۍ ديولړناڅرګندوحلقواودپردې ترشادغربي چارواکوپه استناديولړمبهم اوبې بنسټه  خبرونه خپروي اووايي چې له اسلامي امارت سره مذاکرات پيل شوي  اوددوئ په ويناپه طالبانو موپوځي فشارزیات کړی ترڅو مذاکرات وکړي.

خو کله چې داسلامي امارت له لوري په ډيرقاطعيت دغه افواهات  رداوپه خپل ځاى کې شنډ اورسواکړل شي  ، بيادميډياپه مخ داذهانوداخلال يوه بله څپه رابرسيره شي ، چې مذاکرات  اوتماسونه داسلامي امارت دقيادت له ځينوغړواوفلاني فلاني مسئولينوسره ټينګ اوروان دي  ، کله چې بياهغه چارواکي دځان په اړه سپيناوى وکړي اوپه څرګندوټکو دغه پوچ تبليغات ترديدکړي بیا ترڅو ورځوخاموشي اورسوایې وروسته  په نوي شکل اونوونومونوسره دمذاکراتونمايشي لوبه ګرمه اوغزيدلي وساتل شي،

هرعاقل اوددرک خاوندپه دې پوهيږي چې  داسلامي امارت په ليکواوقيادت کې هيڅ داسې څيره اوچارواکى وجودنلري چې هغه دې دخپل امارت په تګلارې شک اوترديدولري اودځانګړي دريځ اوموقف پيروي دې وکړي

اسلامي امارت تر اوسه پوري یوازي او یوازي دهغو بهرنیو اتباعو په اړه چې له مجاهدینو سره بندیان دي دهغوی له متبوع هیوادونو سره فقط دبندیانو دتبادلي اوسرنوشت په هکله وخت په وخت خبري کړي دي چې تر ټولو لوی مثال یې په۲۰۰۷ م  کال کې د۲۱تنو کوریایې اتباعوچې له اسلامي امارت سره اسیران ووپه هکله کامیابه مذاکرات او همدارنګه ځوځله دفرانسي اتباع چې له مجاهدینوسره اسیران شول اودوه تنه یې همدا څوورځي مخکې دتبادلي په صورت کې وروسته له هغه خوشي شول چې مقابل لوري داسلامي امارت شرطونه ومنل  همدا رنګه دکاناډایې او امریکایې اسیرانوپه هکله چې همدا اوس زموږ په بند کې دی اوهم دیو شمیر نورو هیوادو اتباع چې زموږ هیواد ته داشغال سره دمرستې په نیت را غلي له موږ سره بندیان وو اودي ،دهغوي ټو لو په هکله وخت په وخت په مستقیم او غیر مستقیم ډول زموږ تماسو نه شوي او جریان لري،اوهمدا اوس چې دغربي رسنیو له لوري له امریکاسره دمذاکرتواوازي خپریږي داسیرانود تبادلي په هکله له رابطو پرته بل هیڅ حقیقت نلري که همداتماسونه څوک دافغانستان درواني لانجي په سلسله کې هراړخیز مذاکرات تعبیروي دا به دهغوی بي انصافي او له حقیقت څخه ناخبري  وي اویا به دبندیانو په هکله له موږ سره ځیني رابطه کونکي لوري دي رابطو ته په دي خاطر درسمي مذاکراتو نوم ورکوي چې له امریکا یانو نه زیات امتیازات تر لاسه کړي ځکه امریکایان اوس دافغانستان له جګړي نه دومره ستړي  اوله شکست سره مخامخ دي چې هرڅوک یې تر خوږ ګوته نیسي او له مجبوریت نه یې ګټه اخلي خصوصادمذاکراتو په نامه خورا ډیر خلک ښې پریمانه پيسي ځیني تر لاسه کوي او دا لوبه خو له ډیره وخته جریان لري چې  دکابل له اداري سره ولاړ جنګ سالا ران دپیسو دتر لاسه کولو لپاره خپل ټوپکیان ددوئ په اصطلاح دسولې پروسې ته دطالبانو په نامه معرفي کوي او پرسر یې پیسې اخلي ،اسلامي امارت دمذا کراتو په باب واضح دریځ لري  اوداهم لکه لمرغوندې روښانه اوڅرګنده ده چې موږ دخارجي قواووپه شتون اوحضورکې هرډول خبرې اومذاکرات دامريکايانويوه جنګي حربه اوبې اساسه هلې ځلې ګڼو ځکه چې امریکایان تراوسه لاهم دزور اوغرورستراتیژي پرمخ بیایې اودمسئلي اساسي حل ته چې داشغال پای ته رسول دي اماده ګې نه ښیې ، له یوي خوادمذاکراتوخبري کوي اوله بلي خوایې په افغانستان کې ددایمي اډودجوړولوهلی ځلي په کاراچولي  حال دا چي که یوبهرني پوځي هم زموږپه هیواد کې شتون ولري نو داهیواد اشغال شوی بلل کیږي چي هیڅ یوه افغان ته دمنلو او زغملووړنه دی، دداسي متضادودریځونوپه صورت کې نه خومذاکرات معقول دي اونه هم نتیجه ورکولای شي  له دې حقیقت اوداسلامي امارت دددریځ له دي قاطعيت اوجديت سره سره چې دميډياپه مخ دمذاکراتولوبه بياهم توده ساتل کيږي ، فکرکووچې ميډيااورسنۍ په دې برخه کې  دلويي اودوامدارې تيروتنې ارتکاب کوي

اسلامي امارت ، په دې اړه څرګندوي چې دبې سنده اوناڅرګنده حلقواويادامريکايي چارواکودخبروچې هرځل بي له کومه سنده رسنیوته اظهارات کوي  اورسنۍ یې په پټوسترګوخپروي لدې پرته چې ددغو يوشميرمغرضورسنيوپه ټنډه تورداغ وبلل شي ، بله کومه مانااومفهوم نه لري مونږ هیله لروچې  نړیوالې بي پرې  رسنۍ  دهغو استخباراتي اوازو خپراوي اوتبلیغ ته ځان وقف نه کړې کومې چې په مستقیمه توګه  دسي ،آی ،اي  دجاسوسي شبکې له لوري  ځینو وابسته امریکايي رسنیو ته دخپراوي په غرض ترتیب  اوبیا دهغوئ له لوري  نړیوالې ميډیاته سپارل کیږي.

دافغانستان اسلامی امارت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x