د نن سرلیکنه

د ګډ حکومت کابینه، له نیمايي ډېر بهرنیان دي! /سرلیکنه

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: کله چې د تېر سپټمبر په وروستیو کې د جان کېري د دویم سفر پر مهال د عبدالله او غني ترمنځ پر ګډ حکومت سلا راغله، لږ تر لږه له پېښو ناخبره ولس په زړونو کې هیلې راوټوکې دي چې که خدای کول نور به د اقتصادي، اداري او سیاسي بحران له بلا خلاص شي. کله چې بیا پر کابینې ورځې اوښتې او د ولسمشر غني د ۴۵ورځو ژمنه څو ځلې ماته شوه، ځینو چې ګومان کاوه حالاتو ته له یوې ځانګړې زاویې ګوري، فکر یې کاوه چې ښايي ولسمشر او اجراییه رييس پر یوې داسې کابینې کار وکړي چې په افغانستان کې د یوه مثالي حکومتدارۍ تاریخ ثبت کړي. سره له دې چې ځینو خبرونو رسنیو ته درز کاوه چې پر کابینې د حکومتي شریکانو رقابتونه او چنې سختې توندې روانې وې؛ خو لا هم د وړ او کارپوهې کابینې هیلې کېدې.

کله چې کابینه اعلان شوه، نور نو د هیلو او امېدو ساتلو ځای پاتې نه شو. تر هر څه وړاندې کابینه د اووه تنو شریکانو ترمنځ جوړه شوې وه. درې تنه غني او دوه مرستیالان یې، درې ته عبدالله او دوه مرستیالان یې او یو تن هم احمدضیا مسعود چې د یوه وزارت حقدار بلل شوې دی. د عقل غوښتنه خو هم همدا ده چې د اووه تنو له اشر وروسته د یوې ښې او کارپوهې کابینه تشکیل هسې هوايي خیال او تصور دی چې ډېر خوشباوره خلک یې لري. کنه حقیقت خو ښيي چې کابینه له سختو ستونزو او توندو رقابتونو څخه رازېږېدلې ده. یوازنی شخصیت چې ټولو پرې بې له کومې لانجې موافقه کړې وه هغه هم د ملي امنیت رييس ښاغلی رحمت الله نبیل و! زموږ د سیاستوالو دغه اتفاق نظر ښيي چې موږ د بهرنیو سفارتونو حکمونه څومره په اخلاص او بشپړې وفا سره پلي کوو. خو د هېواد لپاره بیا له خپلو ډېرو عادي ګټو څخه هم نه تېرېږو.

له ۱۱۰ورځو وروسته تشکیل شوې کابینه لا ولسي جرګې ته نه وه وړاندې شوې چې د څو تنو په اړه داسې نهیلي کوونکي خبرونه راغلل چې هغه ډېر خوشباوران یې هم نور دې نظر ته مجبوره کړل چې ووايي دا وړۍ به شړۍ نه شي.

تر نورو مخکې د یعقوب حیدري شرم رسنیو ته راووت چې له څو کلونو راهیسې د انټرپول تر تعقیب لاندې دی او باید بندي شي. د حیدري رسوايۍ وښووله چې د ګډ حکومت د کابینې جوړولو ټیمونو دومره هم نه دي کړي چې د یوه احتمالي نوماند وزیر نوم په انټرنیټ کې ولټوي چې چېرته خو به په کوم جرم نه وي تورن. حیدري په ګډې کابینې کې د احمدضیا مسعود په پچه رسېدلي وزارت ته نوماند و. په زړه پورې دا ده چې د حیدري د رسوایۍ په اړه بیا ضیا مسعود غږېده، نه د ولسمشرۍ ویاند! دې دفاع او سپيناوي ښووله چې هر څوک د خپلې برخې مسئول دی.

مشکل یوازې په حیدري کې نه خلاصه کېږي. د ګډ حکومت د نوماندې کابینې دیارلس تنه د بهرنیو هېوادونو تابعیت لري. هغه وزیران چې دوه ګوني تابعیتونه لري، ډېری یې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، کورنیو چارو، معدنونو، اطلاعاتو او فرهنګ، کار او ټولنیزو چارو، اوبو او برېښنا، ښار جوړونې، کرهڼې او مالدارۍ او د عدلیې وزارتونو نوماندي د بهرنیو هېوادونو تابعیتونه لري. دا هغه کسان دي چې پراشوټ ډيموکراسۍ او د بهرنیو بي۵۲ډولو الوتکو راوستي او بېرته به یې له ځان سره بیايي! ډېری تابعیتونه د امریکا او انګلستان دي. دا په خپله ښيي چې په دې حکومت کې حتا هغوی چې وزارتونه یې په برخه رسېدلي دي، په دې هېواد کې د سبا ژوند اراده نه لري، نو څنګه به له دوی څخه د خدمت او بنسټیزو کارونو تمه وشي.

په ۱۱۰ورځو کې تشکیل شوې کابینه کې چې له نیمايي ډېر یې د بهرنیو هېوادونو تابعیتونه لري، اسناد یې جعلي دي او حتا جرمي مشکلات لري، ښيي چې په ګډ حکومت کې تر ټولو لومړنی اصل سیاسي توافق او ایتلاف دی نه د افغانستان خدمت. په دغسې بې ريښو وزیرانو څوک باور لرلای شي چې د سبا نېکمرغه افغانستان تضمین ورکړای شي؟!

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close