افغانستان

په پروان کي د بهرنیو ځواکونو یو دو څرخه الوتکه را وغورځېده

crashed_halicapterنن ټکی آسیا: په پروان ولایت کي تیره شپه یوه امریکايي فوځي الوتکه را غورځیدلې.

د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوال عبد الحلیم رسینو ته ویلي چي یاده الوتکه ددې ولسوالۍ په لوړو غرونو کي غورځیدلې ده.

هغه زیاته کړې چي د امریکایانو یوه فوځي الوتکه وروسته تر هغه را وغورځیده کله چي د الوتکي په وروستی برخه کي اور ولګید، او وروسته د ولسوالی په یوه غرنۍ سیمه کي را وغورځېده.

د نومړي په وینا تر اوسه دا نه ده ورته څرګنده شوې چي په دغه الوتکه کي به بهرنیو عسکرو ته کومه مرګ ژوبله رسیدلې وي کنه، خو امریکايي عسکرو د پيښي ځای ته ځان رسولی.

د پروان ولايت سيمه ايز چارواکي وايي چې تيره شپه د دې ولايت په يوه اړونده سيمه کې يوه الوتکه غورځيدلې ده.

د سیمي اوسیدونکو د پيښي په تصدیق سره ویلي چي دوی هم د شپي یوه الوتکه ولیده، چي د شاه په برخه کې اور لګیدلی وو، او بیا وروسته را وغورځيده.

خو د ایساف رسنیز مرکز په کابل کي ویلي چي دوی د پيښي تصدیق کوي، خو دا الوتکه د ایساف د ځواکونو اړونده نه وه، هغوي زياته كړې چي الوتکه د مخالفینو په ډزو نه ده را لوېدلې.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي پرون ماسختن په سیمه ایز وخت ۱۲ بجې شاوخوا طالبانو د سیاه ګرد په ولسوالۍ کې د پندقستان په سیمه کي د بهرنیانو یو دو څرګه الوتکه را وغورځوله، چي له کبله يې په الوتکه کي سپاره ټول عسکر ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x