شعـــــرونه

لوګی ځوانۍ! – نظام کندهاری

درته لوګی مو کړې ځـــوانۍ نو ته به کله راځې
زما معـشـــوقي آزادۍ نــو ته به کلـــــه راځې

ستــــا د راتلـــو لار مو د تن په وينــو و وينځله
چي اوس لا هم ګـرځې پردۍ نو ته به کله راځې

مونږ دي په مهــر کي سرونه او زړګي وشيندل
اې نازولــي ناوکــــۍ نو ته به کلـــــــه راځې

نور دي طاقت د جدايــۍ د تيــــــارو نلــرو موږ
راشه قربان سپيــني سپوږمۍ نو ته به کله راځې

مونږ ستا په هيــله د اورونو سره لـــوبي وکړې
د ارمانـونــو ښــــاپېرۍ نو ته به کـــله راځې

ستـــرګي دي بيا يو وار راووينــه يو تږي درته
ولي مـــو نه اورې زارۍ نو ته به کــــله راځې

په عاجزي کومه ســـــوال چي راپخولا شه نوره
اوس مي آخيري شوې سلګۍ نو ته به کله راځې

لږ د نظـــــام پر دردېدلي زړګـــي رحم وکړه
که اوس لا هم نشوې مسکۍ نو ته به کله راځې

نظام کندهاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودعادل

السلام علیکم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x