ادبي لیکني

نېکه میرمن

حامد افغان

خسر یې په تريو تندي ورسره مخامخ شو له روغبړ وروسته یې ورته وویل: سړیه کورته کله کله سبزي او نور سپک خواړه هم وړه، سهار او ماښام په غوښو او میوو څه کوې؟!، دی غریب له هېښتيا وازه خوله پاته شو فکر یې وکړ د خسر یې پوزخند متلب ده له شرمه یې سر ښکته کړ او سوچونو واخیست. خو کله چې کورته ولاړ هلته یې میرمنې پوه کړ.

هغې ورته وویل: د پلار کره چې ولاړه شم غوښې او میوې سمې نه خورم ورته وایم سړی مې سهار او ماښام غوښې او میوې کورته راوړي نور ورنه خاتوري یو ..، میرمنې یې په دې خبرو پلرګني ته دا خبره ښودله چې سړی یې دومره مسکین نه دی او دا په غوښو او میوو ساتي او ښه یې نازوي، څو یې سړی د پلرګنۍ له نظره دروند او په هغو ګران شي او دوستۍ یې خوږه او درنه پاته شي.

‫‏کیسه ګۍ‬

په پخو خښتو، کاڼو او د مرمر په ډبرو دنګې او ښکلې ودانۍ کورونه نه دي کور هغه ده چې په نېکه او صالحه میرمن ښایسته وي که څه هم د غره په لمن کې توره او زړه کیږدۍ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x