افغانستان

د پاکستان د پوځ لوړ پوړی چارواکی کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان د پوځ لوړ پوړی  چارواکی د سویلي قومنداني قومندان دګر جنرال ناصرخان جنجوعه پر مشرۍ یو پلاوی کابل ته راځي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې د دوی د سفر موخه په دواړو هېوادونو کې پر امینتي موضوع خبرې دي، او هڅه کېږي چې د پولې په دواړو غاړو د نا امنیو اړوند خپلې اندېښنې سره شریکې کړي.

د ای ايس پې ار د خبر پاڼې له مخې دغه پلاوی به په کابل کې له خپل سیال سره د ډیورنډ په دواړو غاړو د امنیت د خوندیتوب په لارو چارو وغږېږي.

تر دې وړاندې هم د پېښور د قول اردو قومندان ډګر جنرال هدایت الرحمن هم افغانستان ته راغلی و او د سرحدي پولیسو له عمومي قومندان سره يې کتلي وو.

د پاکستان د پوځی د عامه اړیکو د دفتر د خبرپاڼې له مخې جنرال هدایت په افغانستان کې د ناټو له قومندانانو سره هم لیدلي دي او د ډيورنډ په دواړو غاړو يې د همغږۍ او همکاري په میکانیزم خبرې کړې دي.

یاده دې وي د نوي حکومت له پیل سره د پاکستاني لوړ رتبه چارواکو راتګ ډېری شوی دی، ځینې یې له پاکستان سره د اشرف غني ښې اړیکې بولي خو ځينې کارپوهان بیا دا وېره لري چې ګډ حکومت به د ډرېونډ کرښې اړوند جدي ونه اوسي، بلکې د پاکستاني مشرانو څرګندونو ته به د هوکړې سرونه ښوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x