افغانستان

د وولسي جرګې غونډه د جرګې د ښځينه غړيو په اخ او ډب پاى ته ورسيده

afghan_parimentد ولسې جرګې د سې شنبې ورځې عمومي غونډه د دې جرګې د يوشميرغړو ترمنځ د فزيکي اخ او ډب له امله پرته له کومې پريکړې پاي ته ورسيده.

دا غونډه وروسته ترهغې ګډه وډه شوه چې د ولسې جرګې غړى ميرمن آرين “يون” د ځينيو وکيلانو دهغو نيوکو په ځواب کې چې پرولسمشرکرزي يې د پاکستان د راکټي بريدونو له امله وکړل وويل چې يوازې جمهور رييس کرزي نه دي ملامت

بلکې د هغه پر دواړو مرستيالانوهم بايد ورته نيوکې وشي.

هغې زياته کړه( د افغانستان ساتنه يوازې د کرزي نه ، بلکې د هرافغان مسئووليت دي،مارشال صاحب فهيم څو هيوادونه فتح کړي چې مارشال شوي ؟ هغه دې هم مخکې شي د پاکستان پرضد، اومونږ به ورپسې شود افغانستان ددفاع په برخه کې ، بله دا چې خليلي صاحب خو په بهسودو ولسوالۍ کې تيرکال د اعتراض له مخې خيمه وهلې وه نو اوس يې هم بايد د کنړد خلکو د دفاع لپاره په کنړ کې خيمه وهلې واې).

د نوموړې دې څرګندونو په ولسې جرګې کې دوه ډوله غبرګونونه را وپارول، يوي ډلي د هغي پلوي کوله او بلي ډلي د هغي مخالفت کې چيغې وهلي .

په ولسې جرګې کې د کوچيانو استازې ميرمن حميدې “احمدزۍ” د ميرمن آرين “يون” له خبرو څخه ملاتړ وکړ او څرګنده يې کړه چې د نوموړې خبرې سمې دي اوبايد د ولسمشرپرمرستيالانوهم ورته نيوکې وشي.

خو د حميدې “احمدزۍ” دي څرګندونو د ولسې جرګې يو شمير نورو غړو غصه لا وپاروله حتې تردې چې د کابل استازې جنرالې ميرمن نظيفې “ذکې” له ډير لرې واټن څخه پرې د بوټ ګوزار وکړ ، نوموړې په دې ګوزار بسنه ونکړه او حميدې “احمدزۍ” ته نږدې ورغله او هغه يې په جنرالي سوکانو ووهله.

د ميرمن نظيفې بوټ له حميدې احمدزۍ سره پاتې شو او حتې هغى له تالار نه دا بوټ بهرو را وايست او خبريالانوته يې وښود او ويې ويل چې پرهغې يې په دي بوت وار کړي دي. دې اخ او ډب د ولسې جرګې ننۍ غونډه خرابه کړه خبريالانواو په ځانګړې توګه يې تصويري رسنيوته د فلم اخستلو ښه زمينه برابره کړه.

د ولسې جرګې دننۍ غونډې مشري د دې جرګې لومړي مرستيال خالد “پشتون” کوله،ده د وضعې له ليدلو سره اعلان وکړ چې غونډه پاي ته ورسيده او سبا به پرځينو مسايلو خبرې وکړي.

و( درنو وکيلانو نن زمونږ او ستايو غونډه پاي ته ورسيده ميزونه مه دربوي او زما خبره واورئ،سبا به پرځينو مسايلو خبرې وکړي.

دا لومړي ځل نه دي چې د افغانستان په ولسې جرګې کې داسې اخ او ډپ رامنځته کيږي د دې جرګې په تيره دوره کې هم يوځل د ميرن ملالۍ “جويا” او يوشميرنورو وکيلانو ترمنځ هم د اوبو د بوتلونو ګوزارونه وشول او بل ځل د استاد سياف اوحسين فهيمې ترمنځ هم داسې لفظي شخړې وشوې چې ترفزيکي اخ او ډب کم نه وو.

وروسته ترهغې چې د انتخاباتي شکايتونو اختصاصي محکمې خپله پريکړه اعلان کړې او ددې جرګې دوه شپيته (62) تنه وکيلان يې په درغليو تورن او دهغوي پرځاي يې نورو وکيلانو ته د ولسې جرګې د استازيتوب پريکړه کړې،د دې جرګې يوشميروکيلان پرولسمشرکرزي خپلې نيوکې سختې کړي. حتي ځينې وکيلان د ولسمشرکرزي پرضد داسې الفاظ کاروي چې نه يوازې ډپلوماتيک نه دي بلکې په کليو اوبانډو کې هم عام خلک هغسې جملې اوالفاظ نه کاروي.

په وولسي جرګې کې نني اخ او ډب د هغي لانجې له امله رامنځته کيږي چې پر ا فغانستان د پاکستان د راکټي بريدونو له امله رامنځته شوي او ځينې وکيلان په دي برخه کې يواځې جمهور رئيس مسئول بولي خو يو شمير وکيلان وايي چې د جمهور رئيس تر څنګ د هغه دواړه مرستيالان هم يو ډول ملامته او مسئول دي چې د همدي دريځ له امله خبره اخ او ډب ته ورسيده.

افغان اسلامي اژانس

د جګړې دغه صحنه په لاندي ویډیو کي کتلای شئ

{youtube}uGtXyL_22fc{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x