د میدان وردګو او هلمند له محبسونو شل زندانیان خوشي شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د ګډحکومت د مشر د فرمان له مخې پرون د هلمند ولایت له مرکزي زندانه شپاړلس تنه زندانیان خوشي شوي دي.

د هلمند استئناف محکمې رییس دل اقا همت وايي چې د دې زندانیاو ډېری په جنیايي جرمونو تورن و، چې د اشرف غني د نهه دېرشمې ګڼې فرمان له مخې خوشي شول.

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت له مرکزي زندانه هم څلور ته زندانیان خوشي شول.

دغه زندانیان هم د اشرف غني د پورته یادې ګڼې فرمان له مخې خوشي شوي دي، چې په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګو سرپرست والي عبدالمجید خوږياڼي وویل چې زندانیان باید له زندانه عبرت واخلي.

دا په داسې حال کې دی چې ډېری زندانیان د دغسې فرمانونو د ناسم تطبیق څخه شکایت کوي او وايي چې ډېری وخت یا نه عملي کېږي یا هم هغه څوک د همدې فرمان له مخې خوشي کېږي چې پیسې او واسطه ولري، که څه هم د فرمان په مشخصاتو برابر نه وي.

پرون په کابل کې هم د څرخي پله د زندانیانو سلګونو خپلوانو په همدې خاطر لاریون کړی و، چې د زندانیانو دوسیې نه کتل کېږي او ان د تېر ولسمشر فرمانونه لا هم نه دي تطبیق شوي.

لاریون کوونکو له حکومته غوښتنه کوله، چې د دوی د کورنیو بندیان، چې په نظامي بلاک کې اچول شوي او تر اوسه یې دوسیو ته هېڅ لاسرسی نه دی شوی،باید ژر تر ژره د بندیانو حقونه پر ځای او فرمانونو په اساس ورکړل شوي تخفیفونه عملي کړي.

یو لاریون کوونکي وویل، چې د ګوانتانامو بلاک کې شاوخوا ۲۳۰ تنه داسې کسان بندیان دي،چې د بند موده او یا د مخکني ولسمشر په فرمانونو کې ورکړل شوي تخفیفونه یې پخوا لا پوره دي،خو تر اوسه عملي کېږي نه.

دوی ویل، چې د هیواد په ټولو محبسونو کې دا فرمانونه له تطبیق وروسته عملي کېږي، خو یوازې د نظامي بلاک په بندیانو نه عملي کېږي او په دې تېرو پنځو میاشتو کې لږ تر لږه یو بندي هم نه دی خلاص شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د