افغانستان

د اوبو او برېښنا نوماند وزیر هم خپله څوکۍ پرېښوده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني همدا شېبه ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د ور معرفي کولو په غونډه کې خبرې کوي، د اجرايوي رییس له لوري معرفي شوی وزیر له خپلې څوکۍ تېر شو.

محمود صیقل چې د ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري د اوبو او برېښنا وزارت لپاره نوماند وزیر معرفي شوی و، نن له خپلې څوکۍ تېر شو.

د صیقل د څوکۍ د پرېښودو علت نه دی ښوودل شوی، خو ویل شوي دي چې پر ځای يې عبد الرحمن صلاحی نومول شوی دی.

تر دې وړاندې د ماليې وزیر غلام جیلاني پوپل هم خپله څوکۍ پرېښوده، چې په اړه يې په خواله رسنیو کې وویل چې نوموړي د ولسي جرګې د د ځینو غړو د ناقونونه غوښتنو په سبب خپله څوکۍ خوشي کړه.

یاده دې وي د ګډ حکومت په اعلان شوې کابینه کې وروسته له هغه درزونه پیدا شول چې د اشرف غني له لوري د کرنې وزارت ته نوماند وزیر یعقوب حیدري د انټر پولیسو په لیست کې وبلل شو.

له دې سره جوخت د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت لپاره د نوماندو وزیرانو تحصیلي اسناد جعلي وبلل شول.

دفاع او کورنیو چارو وزارت ته معرفي شوي وزیران شیرمحمد کریمي او نورالحق علومي هغه کسان دي چې د لوړو زده کړو وزارت يې اسناد جعلي بللي دي او ویلي يې دي چې د لیسانس اعتبار نه لري.

دا په داسې حال کې دی چې اشرف غني همدا شېبه دا دواړه وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x