دفاع وزارت: د ملي اردو اوه تنه سرتیري ووژل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د ملي اردو اوه تنه سرتیري وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اوه تنه عسکر د ماینونو په چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو په دقیقه یې نه دي ویلي چې دغه پيښي په کومه سیمه کې او څه وخت تر سره شوي.

د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وړاندي ویل شوي چې د ملي اردو ځواکونو د هیواد په مختلفو ولایتونو کې لکه پکتیکا، ننګرهار، پروان، بغلان او کابل کې عملیات کړي، او ددغو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه مخالفین وژلي دي، او یو شمېر یې نور ټپيان کړي دي.

باید وویل شي چې دفاع وزارت د ملي اردو په لیکو کې د مرګ ژوبلي معلومات په ورځني توګه خپروي، او همداسي د لسګونو طالبانو د نیولو، وژلو او ټپي کولو ادعاوي کوي، چې په ورځني شکل د طالبانو له خوا په ټولنیزو پاڼو کې رد خپریږي، او د دفاع وزارت ادعاوي د مبالغې څخه ډکي بلل کیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حامد
میلمه
حامد

دحیرانتیا خبره داده ښاغلی اشرف غنی سره ددی چی متفکر لقب ورکړل شوی
ولی سیاست سره دومره نابلده دی چی وار تری خطادی
په څلور میاشتو کښی ده هغه وعدی چی ولس سره کړی وی یوا هم پوره نکړه
وزیران یی هم په شرئطو پوره نه دی دویم لمبر مال دی
امنیت ورځ دبلی خرابیږی
دده محترم فکربه افغان ملت ته څه ګټه وکړی چی عملی دده دفکر کمه مثته نتیجه مونږ ونه لیدله
ښاغلی نه هیله کوو چی خپل سیاست باندی دسره فکر وکړی
په درنښت