افغانستان

د افغانستان په ختیځه کې ۴ بهرني سرتیري نور ووژل شول

4american-troops-afghanistanنن ټکی آسیا: د بهرني ځواکونو څلور تنه سرتیري د افغانستان په ختیځ کي ووژل شوه.

په کابل کي د بهرني ځواکونو د رسنیز دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شوه، چي نن د افغانستان په ختیځه کې ددوی ۳ سرتیري د ماین چاودني په پيښه کي ووژل شوه، او یو بل عسکر د مخالفینو په مخامخ برید کي ووژل شو.

په خبرپاڼه کي د وژلو شویو عسکرو هویت نه دی څرګند شوی، خو باید وویل شي چي د افغانستان په ختیځه کې امریکايي عسکر میشت دی.

د طالبانو ویاند ددغو پيښو په اړه ویلي چي نن له غرمي مخکي طالبانو د خوست ولایت د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې د بهرني ځواکونو پر موټر ماین وچولو، چي په پایله کې موټر په بشپړه توګه ویجاړ شو، او په کښي سپاره ۴ تنه بهرني عسکر ووژل شوه.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چي نن د نورستان ولایت د کامدیش په ولسوالۍ کې هم د بهرنیو ځواکونو سره سخته نښته را منځته شوله، چي له کبله يې ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله ورسیده.

باید وویل شي چي د جولای په میاشت کې تر اوسه بهرنیانو خپل د ۹ عسکرو وژل منلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x