د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو د دې دواړو نوماند وزیرانو د زده کړو اسناد جعلي بللي دي او ويلي يې دي چې دوی د لیسانس ډيپلوم هم نه لري.

دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوماند وزیران لیسانس هم نه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل):  په داسې حال کې چې څو شېبې وړاندې د ګډ حکومت مشر د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو پر نوماندانو سربېره بشپړه کابینه ولسي جرګې ته ورمعرفي کړه، خو ورسره جوخت د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت لپاره د نوماندو وزیرانو تحصیلي اسناد جعلي وبلل شول.

دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته معرفي شوي وزیران شیرمحمد کریمي او نورالحق علومي هغه کسان دي چې د لوړو زده کړو وزارت يې اسناد جعلي بللي دي او ویلي يې دي چې د لیسانس اعتبار نه لري.

تر دې وړاندې ویل شوي وو، چې کورنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر نورالحق علومي په ۱۳۴۲ل کال د کابل حربي پوهنتون پای ته رسولی دی او هم يې درې کاله وروسته د افسرانو عالي کورس پای ته رسولی دی.

پر دې سربېره نوموړی له ۱۳۴۹-۱۳۵۱ل پورې په امریکايي هم د نظامي کورسونو په زده کړه بوخت و.

همدارنګه د دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر شیرمحمد کريمي په پېژندنه کې هم راغلي چې د کابل له نظامي پوهنتونه فارغ دی اوهم يې په بریتانیا کې نظامي کورسونه لوستي دي.

د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو د دې دواړو نوماند وزیرانو د زده کړو اسناد جعلي بللي دي او ويلي يې دي چې دوی د لیسانس ډيپلوم هم نه لري.

دا په داسې حال کې دی چې دفاع او کورنیو چارو وزارتونو دواړه په مهمو وزارتونو کې راځي، پر دې سربېره د ګد حکومت دواړو مشرانو د ښې او کاري کابینې په پلمه نږدې څلور میاشتې وروسته خپله کابینه اعلان کړه.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
كليوال بأور
میلمه
كليوال بأور

دكورنيواودفاعوزارتونه ته كا ن ديدان زما له نظره دواره عالي تحصيلات لري:
زه هغوى له نزدي بيزنم
اول-كريمي صاحب:حر بي بوهنتون، انكًلستان، أمريكا ،أوراكا نحر بي هندوستان كي اخستيده دير مختليف كورسونه ي لوستيدي شماري زيادت ده
دوم- علو مي صاحب حربي بوهنتون،أمريكا،معليم دركورس علي افسران اردو أركان حربي ي اتحاد شوروي نه اخستيده ده
دارا بور سي تاسو ته ي دركري هغوي يا بيخي خبر نهدي بابيزه رابورده أويا هم له تعصب نه دك رابور ده

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د کریمی او علومی نماینده د عالی تعلیماتو له وزارت هم ډيره پوهه او ریکارد لری ، د ده په ریکارد کی هغوی پی اچ ډی لری ، یو مجرم قضا یا محکمی ته تللی وو ، قاضی ورته د ملامتیا حکم اورولی وو خو مجرم ورته ویلی چه نه یی منم کورته چه راغی پوشتنه تری وشوه چه څنګه شو ، هغه ویل ما وګتله ، خلکو هغه څنګه ، ځواب یی ورکړو چه قاضی زه څومره ملامتولم ، مایی ملامتیا نه منله نو بس ما وګټله . همدا چه څرنګه یی باور صاحب دی هماغسی علومی او کریمی… نور لوستل »