داعش په افغانستان کې وهم که حقیقت؟

لیکوال: شاهد (غزنیوال)

د ۲۰۱۵ کال په را رسیدو سره په افغانستان کې د خارجي ځواکونو پوځي ماموریت سرته رسیدل او له دې هیواد څخه د یادو ځواکونو د پرشاتګ پیلیدل بي له شکه چې د افغاني مقاومت لپاره لویه لاسته راوړنه او د خارجي ځواکونو په تیره امریکایانو لپاره لویه ضربه بلل کیږي.

که چیري د ساړه جنګ د دوران په څیر نن هم نړۍ دوه قطبي حیثیت لرلای بیا به په افغانستان کې د دغه امریکايي شکست آثار تر اوس ډیر ښکاره اوبربڼد وای .

په هر صورت ، له افغانستانه د امریکايي او نورو ایتلافي ځواکونو پرشاګ د امریکایانو لپاره د یوه داسې ترخه پوځي شکست معنا لري چې امریکایان یې په هیڅ صورت منلو ته نه دي تیار.

بلکي هغوی غواړي پر افغانستان د خپل اشغال او دلته د یوشمیر ځواکونو پریښودلو لپاره نورهم مبررات ولټوي ، تر څو هم نړیوالو او هم افغانانو ته دا ور وفهموي چې په افغانستان کې امریکايي موجودیت وه چې د ټولو مشکلاتو مخه يي نیولې وه ، او نن چې هغوی رسما خپل پوځي ماموریت په افغانستان کې پایته رسولی نو په د ې هیواد کې د داعش پر راپیداکیدو سر بیره نورې هم ډیرې نا امنۍ او بیثباتي راڅرګندې شولې .

د دغو نا امنیو له جملې څخه د حکومتي چارواکو ترمنځ سیاسي اختلافات ، پر کابل سر بیره په نورو ولایتونو کې د طالبانو له بریدونو پرته د نورو داخلي جګړو پیښیدل ، د لویو لارو پرسرشکونې، په هلمند کې د ملي اردو ځواکونو لخوا د واده پر مراسمو تو غندويي برید ، په کابل کې د دولت پلوي قومندان جنرال جرئت اونورو ملیشو ترمنځ وسله والې نښتې د کابل په زړه کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پرسر روزونکي وژونکې حمله او بالاخره په هلمند ، زابل او غزني کې د د اعش په نوم د مخپټو ناڅرګنده وسله والو را څرنګدیدل چې په دې وروستیو کې یې د هیواد په رسنیوکې پراخ انعکاس موندلی .

که د دې ټولو نا امنیو ، شائعاتو او ځیني وسله والو نښتو زماني او مکاني دلالتونو ته وکتل شي نو دا ترې جوتیږي چې امریکایان په مستقیم ډول په هغو کې ښکیل او د یو لړځانګړیو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هغه پرمخ بیايي.

امریکایان د دغه ډول کړنو او شائعاتو خپرو لو څخه دوه هدفه لري :

په افغانستان کې له خپل شکست څخه د نړیوالو توجه اړول .

په افغانستان کې د خپل اشغال او د هغه د تمدید لپاره مبرر لټول.

امریکایانو په پیل کې هم د القاعده د ځپلو او له منځه وړلو په پلمه پر افغانستان یر غل وکړ ، پوره ۱۳ کاله یې تر دغې وهمې پلمې لاندې په افغانستان کې نه هیریدونکي جنایات تر سره کړل خو په دې نامه یې هیڅ څوک په افغانستان کې پیدا نکړل ، اوس غواړي دا لوبه دلته تر یوې بلې پلمې لاندې پیل کړي او دا ځل لس کاله نور د داعش د له منځه وړلو په پلمه په افغانستان کې د خپلو جنایتونو بازار تود وساتي .

داعش ولي او چیرته را پیدا شو ؟

د داعش تبارز او بیا نړیوال شهرت په عراق کې د امریکایانو او د هغوی د لاس پوڅي حکومت د جنایاتو او مظالمو یو غبرګون او د فعالیت ساحه یې هم تر ډیره بریده د هغې سیمې په شرائطو پوري تعلق لري .

په عراق کې د امریکايي اشغال په مهال او بیا تر هغه وروسته وضعیت کې د هماغه ځای سُني مذهبه اوسیدونکي د امریکايي پلوه حکومت لخوا تر سختو مظالمو لاندې ول ، هماغه وه چې د عراق د سُني میشتو ولایتونو خلګو د عراق د پخواني لومړي وزیر نوري المالکي شیعه مذهبه حکومت پرخلاف عمومي پاڅون وکړ داعش چې مخکي ترمخکي لا په سیمه کې د دولت العراق والشام په نوم شتون درلود د عراق د سُني مذهبه خلګو له دغه سر تاسري قیام څخه د خپل ځان په نفع ګټه پورته کړه او ډیرې سُني میشتې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې .

لنډه دا چې د اعش او د هغه فعالیت اکثرا په عراق او شام پوری محصوردی ، خو امریکایان چې د منځني ختیځ او په مجموع کې د ټولې اسلامي نړۍ دبي ثباتي اراده لري د داعش د له منځه وړلو په پلمه یې د افغانستان په څیر د دوهم ځل لپاره د خپلو صلیبي ایتلافیانو په ملتیا پر عراق باندې هوايي یرغل و کړ.

معمولا هرځای چې یو قوي ځواک د کمزوري د ښمن پرخلاف اقدام کوي په نتیجه کې یې هغه له منځه ځي او کمزوری کیږي، خو د امریکایانو په اقدام کې قضیه بر عکس او هغه دا چې د هرچا په مقابل کې دوی د له منځه وړلو هڅه کوي هغه لا ځواکمن او قوي کیږي .

مثلا دوي په افغانستان کې د القاعده پر خلاف د نړیوال جنګي ایتلاف په ملتیا برید وکړ ، خو د دې پر ځای چې القاعده کمزوري یا له منځه یوسي هغه د دوی پر خلاف په یوه داسې نړیوال تهدید بدل شو چې له نیویارکه نیولې تر لندن او پاریس پوري یې د امریکایانو او د هغوی د ایتلافیانو ژوند ورنا آرامه کړ.

همداراز امریکایانو د ناټو تړون په ملتیا په افغانستان کې پوره ۱۳ کاله له طالبانو سره مقابله وکړه ، خو د دې مقابلې په ترڅ کې یې نه دا چې طالبان کمزوري کړای شول ، بلکي هغوی دومره ځواکمن شول چې اوس یې د عملیاتو لومړنی هدف د کابل په زړه کې د امریکا سفارت او دناټو عمومي قومنداني وي .

همدا راز امریکایانو اوس په عراق کې د داعش د له منځه وړلو لپاره د نورو غربي متحدینو په ملتیا پراخ هوايي عملیات پیل کړي ، خو د دې پر ځای چې د دغو پراخو عملیاتو په وسیله داعش په عراق کې له منځه یوسي هغه دومره ځواکمن شو چې اوس هغوی هم د القاعده په څیر د امریکایانو لپاره په یوه نړیوال تهدید بدل شوی او خپله امریکایان وايي چې د اعش د افغانستان او ټولې سیمې لپاره خطر دی .

هیڅوک له امریکایانو دا پوښتنه نه کوي چې د القاعده او داعش پرخلاف هغه ستاسي نړیوال جنګي اشر چې په ترڅ کې یې د لکونو مظلومو انسانانو وینې توی شوې ، ستاسي په تریلونونو ډالر ورکي مصرف شول او … هغو څه ګټه وکړه؟ ایا ستاسۍ د دښمن پر خلاف ستاسي مقابله د دې لپاره وي چې خپل دښمن نابود او که هغه لا ستاسي په مقابل کې فعال او ځواکمن شي؟

ایا ریښتیا هم داعش په افغانستان کې شتون لري؟

امریکایانو چې پرون د القاعده د ځپلو او له منځه وړلو په پلمه پرافغانستان برید وکړ اوس د خپلې کومې بلې ډرامې د پیلولو لپاره په افغانستان کې د داعش د راپیدا کیدو ډنډوره پیل کړې.

مونږ مخکي وویل چې د دا عش موجودیت او تبارز په عراق کې د امریکايي مظالمو په مقابل کې د عراقي ولس غبرګون دی چې وروسته د هغوي پر خلاف په نړیوال تهدید بدل شو.

په عراق کې د داعش د تبارز ځیني نور محیطي شرائط هم ول چې هغه یواځې په هماغې سیمې پوري مربوط او په افغانستان کې هیڅ وجود نه لري .

مثلا په عراق کې د داعش د تبارز اصلي لامل د شیعه او سني په نوم داخلي اختلاف ول چې امریکایانو یې د را پورته کولو کوښښ کړي و، خو په افغانستان کې دغه فتنه هیڅ شتون نه لري ، همدارز د دې ترڅنګ ځیني نور عوامل هم چې هغه ټول د عراق په محیط پوري تړوالري .

که څه هم چې په افغانستان کې په تبلیغاتي لحاظ د داعش د موجودیت هنګامې ډیر زور اخیستی خو په حقیقت کې تر اوسه پوري دلته د داعش په نوم هیڅ اثر وجود نه لري ، کوم کسان چې په امریکایي پلوه میډیا کې په افغانستان کې د داعش د وابستګانو په نوم اعلانیږي هغوی یو هم د داعش مربوط کس نه بلکې په تبلغاتي لحاظ په داعش پوري تړل کیږي ؛ ځکه داعش په تبلیغاتي لحاظ ډیر پر مخ او نشراتي فعالیت ته ډیره خاصه توجه لري، هغوی تر اوسه پوري د خپلو نشراتي زرائعو په وسیله نه په افغانستان کې په رسمي ډول خپل موجودیت منلی او نه هم د لته خپل موجودیت ته اړتیا ویني ؛ ځکه د دا عش هدف د امریکایانو مقابله ده ، او په افغانستان کې دغه مقابله د طالبانو لخوا د داعش تر موجودیت ۱۲ کاله وړاندې پیل شوې چې اوس هم په ډیر منظم او کامیاب ډول سره عملا جریان لري .
خو امریکایان چې په افغانستان کې د خپل اشغال د غزولو لپاره نورې ټولې پلمې ورختمې شوې اوس له دې لارې غواړي چې څه وخت نورهم د نړیوالو او افغانانو اذهان اغفال کړي .

خو فکر نه کیږي چې له هغې څخه هم څه ترلاسه کړي ؛ ځکه د دوی ښکاره او مشهود جنایات نور دومره بربنډ شوي چې تر هیڅ پلمې لاندې یې د پټولو امکان نشته .

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

جناب لیکوال صاحب خلکو ویډیو ګانی خپر ی کړی – اسناد لری تاسی صرف تیوریک تحلیل کړی فکر نکوم چی ددی لیکنی د دفاع په خاطر اسناد ولری

بیا هم مننه د ښه لیکنی نه

شاهد غزنیوال
میلمه
شاهد غزنیوال

محترم ورور ډاکټر صاحب احمدي ستاسو له تبصرې نه مننه یو لیکوال چې د موضوع په اړه تحلیلي لیکنه کوي هغه به هرومرو د هماغې موضوع په اړه مطالعه کړې او معلومات به يي تر لاسه کړې وي . تاسو چې د کومو ویډیو ګانو خبره کړې ریښتیاهم چې خلګو ویډیو ګانې خپرې کړې ، خو په هغو ویډیو ګانو کې هم هیڅ داسې څه نه تر سترګو کیږي چې دغه د ویډیو ګانو ښاغلي د دولت اسلامیه(داعش ) لخوا د هغوی د اړوند فرادو په حیث منل شوې وي . بلکې هغوي خپل اخلاص وړاندې کړي او د داعش… نور لوستل »