بلوچستان: د ایف سي پر کاروان برید کي ۵ عسکر ووژل ۶ نور ټپيان سول
نن ټکی آسیا: د تفصیلاتو سره نن د بلوچستان په ایالت د تربت په سیمه کې نامعلومو وسلوالو د ایف سي پر کاروان باندي د ریموټ بم په ذریعه برید کړی چي په له کبله يې ۵ د ایف سي عسکر مړه او ۶ نور ټپيان شوي دي.
د ایف سي سرچینو ویلي چي بم د سړک پر غاړه ښخ شوی وو، چي د چاودېدلو له کبله يې ددوی یو موټر په بشپړه توګه له منځه ولاړ.
دغو سرچینو زیاته کړی چي د چاودني وروسته پر دوی سخت وسلوال برید هم سو، چي له کبله يې یاده مرګ ژوبله را منځته سوله.
د ایف سي یو جګ پوړي چاوراکي ویلي چي زخمیان او مړي روغتون ته استول شوي، او په سیمه کې د عملیاتو لپاره نور عسکر را غوښتل شوي دي.