ټولنیزه برخه

پوهان هم خطا کيږي…

احمدالله احمدزی

ډاکټر سعيد فاروق د پيښور د ستر دولتي «ليډي ريډينګ» روغتون د عقلي او عصبي نارغيو د ډيپارټمټ ريس او د لندن سټيفورډس شاير پوهنتون «Staffordshire University »پروفيسر او د دکتورا مرحلې استاد دی.

ډېر وخت لندن کې وي او درې مياشتې وروسته د يوې يا دوو مياشتو لپاره پيښور ته راځي.

ډاکټر صیب تقريبا يوازنی داکټر دی، چې خپل تخصص کې دکتورا لري او ناروغانو سره يې چلند ډېر درون دی او هيڅکله ناروغ ته سپکه يا تيزه خبره نه کوي.

تر ټولو ستره ځانګړنه يې دا ده، چې ناروغ سره بازاري خوی نه کوي، چې له مجبوري يې ګټه واخلي، بې ځايه ټسټونه او پرېمانه قيمتي دواګانې نه ليکي.

د عقلي او عصبي تخصص ډېری ډاکټران د علاج او درملنې پر ځای ناروغانو د نشې دواګانې ورکوي، مګر د ډاکټر سعيد فاروق لومړۍ هڅه د مرض تشخيص او مناسبه درملنه وي.

ډاکټر سعيد فاروي د لندن سټيفورډس شاير پوهنتون استاد
ډاکټر سعيد فاروي د لندن سټيفورډس شاير پوهنتون استاد

ځايي خلک او ډاکټران وايي، چې د نوموړي نسخه کې يو، دوه او زيات نه زيات درې قلمه دوا وي او الله تعالی پرې ناروغ ته شفا ورکوي.

زموږ په کلي کې يو ځوان ذهني ناروغ و، تل به يې کور کې وروڼو، مور، پلار او د ګاونډ خلکو سره شخړې او لانجې وې. د ورځې به ويده و، چې راويښ به نو لومړی کار به يې جګړې او د ګاونډيانو ماشومانو سره شخړې وې. ماښام به د کور بام ته خوت او کاغذپران به يې الوځاو. د ژوند چارې يې بې کنټروله وې او په لنډو ټکو د ژوند له ښو بدو وتلی و.

وروڼو يې هڅه کوله، چې ډاکټر ته يې بوځي، مګر ده نه منله، چې دی عصبي تکليف لري او اضافي به يې لا خپل وروڼه او دوستان ليونيان بلل او بالاخره يې وروڼه مجبور شول، چې د ښوونځي له سر معلم صیب څخه مرسته وغواړي او دا ليونی ډاکټر ته بوځي، نو سرمعلم صیب دې ناروغ ته شکايت وکړ، چې په سخته ذهني ناروغۍ اخته دی، مګر وروڼه يې ډاکټر ته نه بيايي او له همدې ناروغه يې غوښتنه وکړه، چې دی ډاکټر ته بوځي.

راوي وايي، چې ناروغ هم د سر معلم صیب شفاهي عريضه سمدستي ومنله او لاسه يې ونیوه «ځه چې ځو»

له سرکه چې اوړي، نو ناروغ سر معلم صیب له لاسه ونيو، چې موټر يې ونه وهي.

راوي د سر معلم صیب له قوله کيسه کا، چې ليوني له لاسه کلک نيولی و او پر سرک يو کرولا په کراره روانه وه، له هغې يې ساته او د سپارليو فلاينګ کوچ ته يې ورټېل واهه، مګر بيا يې هم په خير و خيريت موټر کې کيناو.

سر معلم صیب جيب ته لاس کوي، چې کرايه ورکړي، نو ناروغ يې رټي، چې چپ شه ليونيه پيسې زه ورکوم ته خو مريض يې.
پېښور ته رسيږي او سر معلم صیب ځي رکشه نيسي، نو ناروغ يې بيا رټي، چې ته خو رښتيا ليونی يې په خبره نه پوهېږې.

ناروغ له رکشې والا سره بيه خلاصوي او د سرمعلم په مشوره ډاکټر سعيد فاروق ته ورځي.

ډاکټر ته له رسيدو وروسته د لمبر تر رارسيدو يې څلور پنځه ځل د داکټر له منشي سره جګړه وکړه او چې سر معلم صیب به د خلاصون په موخه ورجګ شو، ليوني به ورټه، چې کينه ته خو مريض يې.

د ناروغ د لمبر رارسيدو سره دواړه ډاکټر ته ورځي، نو ناروغ له سر معلم صیبه وړاندې ډاکټر ته خپله مهرباني بيانوي، چې دا سر معلم مريض دی، ذهني تکليف لري او تا ته مې راوستی.

ناروغ وايي، چې سر معلم صیب د ورځې خوبونه او جګړې کوي او د شپې کاغذ پران الوځوي او خپلې ټولې ناروغۍ په سر معلم صيب تاوان کړې. دې وخت سر معلم صیب داکټر ته اشاره کوي، چې سړی په خپله ناروغ دی او د درملنې لپاره يې په چل راوستی دی.

د ډاګټر پر وړاندې د ناروغ او سر معلم ناندرۍ پيليږي او ډاکټر صیب دواړه څاري.

ناروغ سرمعلم ته وايي، چې هلته ورته زارۍ کوي، چې څوک يې ډاکټر ته نه بيايي او اوس داسې سر چپه خبرې کوي.

ناروغ په غوسه ډاکټر ته وايي، چې سړی سروپ ليونی دی، په خبره يې باور مه کوه. سر معلم صیب هڅه کوي، چې ډاکټر صیب قانع کړي، مګر اصلي ليونی هم ډېر تېز دی.

دې وخت کې سر معلم صیب په انګريزي ژبه له ډاکټر صیب سره خبرې پيل کړې، چې خپله هوښيارتيا او د ناروغ ليونتوب ثابت کړي، مګر اصلي ناروغ دې وخت کې پر داکټر غږ کوي، چې ګوره ډاکټر صيب دا انګريزي هم له ليونتوبه وايي.

دې وخت کې داکټر هم حيرانيږي او د کلينک بتۍ مړه کوي او له هر يو جلا جلا پوښتنې کوي.

سر معلم وايي، چې موږ وخت هم ډېر ونيو او بهر نور ناروغان د دوی شور او ناندرۍ اوري. هغوی هم حيران دي، چې دا لا څه خېل ليوني راغلي دي.

ډاکټر کلينک کې تياره ده او په لاسي بجلۍ د دواړو سترګې ګوري او له هر يو پوښتنې کوي، چې بالاخره يې اصلي ناروغ ته د درې نيم سوو روپيو دوا ليکلې و او سر معلم صیب ته د اتو سوو.

نو ته څه پوه شوې ګرانه، چې تل په خپل عقل او فکر بې کچې زيات باور کوې، چې زما پرېکړه سمه او تل پر ځای وي.
د ډاکټر سعيد فاروق په څېر انسانان د خپل تخصص په پرېکړه کې خطا کيږي، نو موږ تاسې خو نو خامخا.

راځئ په خپل عقل او فکر دومره باوري نه شو، چې د سمې پرېکړې پر ځای سرچپه پرېکړې وکړو او خپل راتلونکی د تيارو کندو ته ورټېل وهو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x