افغانستان

طالبان: برتانویانو په خپله بې تجربه او غیر معقول اقدام سره خپل د عسکر ژوند ضایع کړ

taliban-fighters-pose-with-weaponsنن ټکی اسیا: تیره ورځ په هلمند کي د برتانيې یو عسکر لا درکه سوی وو، چي په اړه يې په سیمه کې سختي پلټني او غټ عملیات پيل سوي وه، چي له کبله يې طالبان دې ته مجبور کړه چي نیول شول عسکر ووژني، او مړی يې بهرنیانو ته په لاس ورکړي.

د طالبانو ویاند په دغه اړه په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي چي د انګلستان وزیر اعظم چي تیره ورځ په افغانستان کي وو، ددغه عسکر د وژلو مسؤولیت په غاړه لری.

نومړي وویل چي د انګلستان وزیر اعظم ډیوډ کامیرون د خپلو عسکرو او فوځي قوماندانو تر فشار لاندي راغی، او د بیړي څخه يې کار واخیستی، چي له کبله يي خپل د عسکر ژوند ورضایع کړ.

ویاند زیاته کړې چي د سیمي د خلکو د ژوند او مال د ساتني په موخه دوی خپل د لایحي سره سم بندي عسکر ووژلو، ځکه چي دوی دې مجبور کړای شوه، کني دا امکان درلودی چي برتانویانو دا حقیقت منلی چي په جګړه کي نیول او بندي کیدل راځی، او خپل د عسکر د بیرته خلاصون لپاره يې د دوی سره اړیکه نیولی وای، چي د غوښتنو په منلو سره به دوی د فرانسوي اتباعو په څیر دا عسکر هم ورخوشي کړی وای.

خو هغو د زور څخه کار واخیست چي له کبله يې عسکر هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دغه اړه د طالبانو د ویاند څرګندي د اهمیت له مخي خپلو منیه والو ته ګټ مټ خپروو..


دبریتانوي نیول شوي عسکر دوژلو په اړه داسلامي امارت دویاند څرګندونې

1-gh

دتېرې دوشنبې په شپه داسلامي امارت مجاهدینو دهلمند ولایت دمرکز لشکر ګاه مربوط د کوفکې په سیمه کې له برتانوي یرغلګرو سره په جګړه کې دښمن ته درانه تلفات واړول دغه راز یې یو تن برتانوی سرتیری له خپلې وسلې او نوروپوځي لوازمو سره  ژوندی ونیو. ددې عسکر له نیول کیدو وروسته برتانوي او امریکایي یرغلګرو ددې لپاره چې دورپيښې بدنامۍ دخپریدو مخه ونیسي ، دافغانستان په جنوب کې زیاتره ذخیره هوايي ځواک همدې منطقې ته متوجه کړ اوپه سیمه یې سخت هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل ، دښمن دیوه نیول شوی سرتیري دپیدا کولو لپاره دعامو خلکو په نیولو ، وژلو او دکورونوپه پلټلو پیل وکړ .

د دې لپاره چې ددښمن دپیل کړي منظم زور زیاتي لپاره بهانه له منځه تللي وي ، داسلامي امارت مجاهدینو دخپلې کاري لائحې   دیارلسمه ماده عملي کړه ، او برتانوی سرتیری یې وواژه .

باید روښانه کړو چې تېر کال په لوګر کې دنیول شویو امریکایي سرتیرو دقضیې غوندې دلته هم داشغالګرو قواوو ناوړه اقدام ددې سبب شو چې په نتیجه کې یې مجاهدین دبندي عسکر په وژلو مجبور شول .

بهرني اشغالګر ځواکونه چې په خپل قوت ډیر مغروره دي ، واقعیتونو ته تن نه ږدي ، او یوازې دخپل مغرورانه دریځ ددفاع په اړه فکر کوي ، چې ډیر وخت ددوی همدا تګلاره ددوی په زیان تمامیږي اودخپلي بدنامۍ دپټولو لپاره دخپلوبندي پوځیانودژوند پرواهم نه کوي اوپه دې سلسله کې دبې دفاع افغانانو مرګ ژوبله هم یو عادي کار بولي .

له همدې امله داسي پیښه شي چي ددوی بندي عسکرژوند له لاسه ورکړي که ددغه بریتانوي سرتیري په اړه دانګلستان حکومت دي حقیقت ته غاړه ایښې وای چي په جګړه کې حتما دسرتیرو بندي کیدل راځي او بیا یې په اړه له مقابل لوري سره دهغوی په اسیرانو تبادله کیدای شي نوممکنه وه چي ددوتنو فرانسوي اتباعو په څیر ددوی دا بندي هم دتبادلي په صورت کې خلاص شوی وای ،اوس ویلای شوچي دبریتانیې صدراعظم په دې برخه کې دپوځي قومندانانو تر تاثیر لاندي را غی اوله بیړي نه په کاراخستو سره یې په یوبې تجربې اوغیر معقول اقدام سره دخپل سرتیري ژوندضایع کړ.

داسلامي امارت ویاند

قاري محمد یوسف احمدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x