افغانستان

بي بي سي: نوې کابینه او د اشرف غني نوې ناکامي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د ولسمشر اشرف غني هڅه چې خپل نوي حکومت ته به کابینه جوړوې، له نویو خنډونو سره هغه وخت مخ شوه، کله چې د ولسمشر له اړخه د مالیې وزارت ته نوماند وزیر له خپلي نوماندۍ څخه لاس په سر او تر خپلي څوکۍ تیر شو.

د بي بي سي د انګلیسي څانګي په وینا دا د ولسمشر اشرف غني لپاره یو پرشاتګ او ناکامي وه، چې داسي کسان یې معرفي کړي چې یا پخپله څوکۍ نه دي راضي، او یا له کلونو راهیسي نړیوال پولیس (انټرپول) ته د فساد او اختلاس په جرمونو مطلوب دي.

بي بي سي انګلیسي لیکي چې تر سختو او جنجالي ټاکنو وروسته په تیرو څلورو میاشتو کې د نوي حکومت کابینه لا نه ده بشپړه شوې.

ویل کیږي چې د اشرف غني له اړخه ماليې وزارت ته نوماند غلام جیلاني غوښتل چې د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکي ادارې مشر شي، خو ولسمشر هغه مالیې وزارت ته ورکړ، چې له کبله یې هغه تر خپلي څوکۍ تیر شو، او د ولسمشر له دفتر څخه وویل شول چې جیلاني د شخصي علتونو له کبله تر وزارت تیر شو.

بي بي سي وايي چې د یوه حکومت د دوو مشرانو له کبله د کابینې په جوړولو کې لا له وړاندي مشکلات زیات وه، چې له کبله یې په مهمو وزارتونو باندي د دواړو اړخونو اختلاف د دې سبب شو چې کابینه وځنډیږي او اقتصادي وضعیت ته تاوان ورسیږي.

د بي بي سي په وینا د کرهڼي او مالدارۍ وزارت ته د محمد یعقوب حیدري نومول د اشرف غني لپاره تر ټولو لویه بدنامي وه، او پر هغه سربیره دا خبره هم ډیر توده ده چې د ۲۵ وزیرانو څخه اقلا ۱۱ تنه یې دوه تابعیتونه لري، او د افغانستان د اساسي قانون سره سم د کابینې غړی باید یوازي د افغانستان تابعیت ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x