افغانستان

د کندوز چارواکي: طالبانو بله پوسته هم ونیوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز چارواکي وايي چې طالبانو د درې ورځنۍ جګړې په اوږدو کې له اربکیانو یوه بله پوسته هم ونیوه.

د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالي ولسوال امام الدین قریشي وايي چې طالبانو تېره شپه په تاش ګذر سیمه کې د اربکیانو یوه بله پوسته هم ونیوه.

پرون هم قریشي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې طالبانو د پراخو بریدونو په لړ کې د امام صاحب په ولسوالي کې دوه کلي له اربکیانو نیولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي چې د دوی ملګرو د په کندوز ولایت کې د اربکیانو په ضد په پراخو عملیاتو کې تېره شپه په تاش ګذر سیمه کې یوه پوسته نیولې ده.

مجاهد وايي دوی تېره ورځ په غراو سیمه کې دوه کلي له اربکیانو پاک کړل او پرون سهار يې د تاش ګذر په سیمه کې په یوه بیس او پنڅو پوستو بریدونه پیل کړي، چې لا هم جګړه روانه ده.

د مجاهد په قول تر اوسه يې څلور پوستې نیولې او پنځمه تر کلکې محاصرې لاندې ده، چې لا جګړه په تندي سره روانه ده.

د هغه په قول په جګړه کې تر اوسه پورې دیارلس عسکر وژل شوي او اته نور سخت ټپیان شوي دي او په خبره يې ګڼ «غنیمتونه» يې هم تر لاسه کړي دي.

وړاندې تر دې به په ژمي کې د طالبانو جګړه دومره په تندۍ پر مخ نه تله، خو سږنیو ژمنیو بریدونو د ګډ حکومت لپاره ننګونې رامخکې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x