افغانستان

ننګرهار: په شپنیو عملیاتو کي بهرنیانو د ښوونکي په ګډون ۳ تنه ووژل، ۴ يې ونیول

us_army_night_raidنن ټکی آسیا: تیره شپه د ننګرهار په ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د یو ښوونکي په ګډون درې تنه مړه او ۴ نور ژوندي ونیول شول.

د سیمي څخه اوسیدونکو ویلي چي تیره شپه بهرنیو ځواکونو د شیرزاد ولسوالۍ د مرکيخیل د سیمي د شلل خیل په کلي کي د شپي له خوا عملیات تر سره کړه، چي له کبله يې ۳ تنه مړه او ۴ ژوندي ونیول شول.

هغو زیاته کړه چي په دغه برید کې د حمید الله په نوم د مرکیخیل د ښوونځی ښوونکی هم شامل دی، او دوه کسه نور چي یو يې میرزمان او بل د سیمي د مشر ملک لمسی عبد الله دی.

دوی وویل چي دا ټوله خلک ملکي وګړي دي، چي نه يې د طالبانو سره کومه اړیکه درلودل، او نه د بلي کومي ډلي سره.

د سیمي د اسیدونکو په وینا په نیول شویو کسانو کي د وژل شوي ښوونکي حمید الله کشر ورور، کشری خان، خروټي، او رحمت په نوم کسان نیول شوي دي، چي دا هم ټوله عام وګړي دي.

د شیرزاد ولسوال د پيښي تصدیق کړی او زیاته کړې چي په دغه برید کي څلور تنه مخالفین مړه او څلور نور ونیول شول.

د ایساف رسنیز مرکز هم د پيښي تصدیق کړی او ویلي دي چي دوی تیره شپه په دغه سیمه کې د طالبانو په خلاف عملیات تر سره کړه، چي په ترڅ کې یو شمیر ووژل شول، او بل شمېر يې ونیول شول.

د یادوني وړ ده چي دا لومړی ځل نه دی چي بهرني ځواکونو په ورته عملیاتو کي بی ګناه او عام خلک وژني، او یا له ځانه سره بیايي، ددې تر مخه هم ډیر ځله داسي پيښ سوي دي، او تمه نه کیږي چي دا لړی ته دي پای ټکی کښيښودل سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x