نظــر

له ښوونځي نه تر بګرامه – اوومه برخه

دعاوې مې خلاصې نه وې چې یو چا مې له سترګو نه یو دم عینکې لرې کړې، له دې سره یو دم قهر جن اواز مې تر غوږ شو : دیس ایز مای هاوس !(دا زما کور دی)

دا اواز نه و سم تندر و، چې د وجود حواسو مې کار پرېښود، رنګ مې تک ژیړ وتښتېد ، په سترګو مې شنه زرغون رنګونهراغلل ، څومره چې اواز ویروونکی وو،له دې څخه زیات مې مخامخ ولاړ سړی وحشتناک وو، یو تک تور، پېړې پېړې شونډې مردار مخ، غټه پوزه په تک تور مخ کې تکې سپينې سترګې ،سپین غاښونه لا هم وحشتناک و و، پوزه یې زما له پوزې سره لګیدلېوه ،مخامخ سړی له مانه ډینګ و،خو زه یې په یو اوچت ځای باندې درولی وم چې دای یوازې له مانه دوه لویشې ټیټ ولاړ و خو سر او پوزه یې له ماسره پیوست و، بلاخره یو بل ویروونکی غږ یې هم راباندې وکړ چې…….. لوک مي!

له دې غږ سره یې لاړې ان زما خلق او سترګو ته ننوتې ، شاته مې ترجمان ولاړ وومانه شو لیدلی او نه مې مخ ور اړولای شو ترجمان وویل چې دا وایې ماته ګوره !

ما سترګې ددې وحشي په لورې ورجګې کړې،بیا یې راباندې را پرش وهل په انګلیسي وګړېد، ډېر په غوسه و سترګې یې بیخي رډې رډې راوتلي وې ترجمان یې ژباړه ژر ژر کوله ویې ویل:

دی وایې چې ماته مه ګوره لاندې وګوره !

ما چې ستر ګې لاندې واچولې ویې ویل لوک مې ډانکي !«ما ته وګوره خره« !

بیا مې ده ته وکتل څه مې کړی وای مجبوري وه ، کله لاندې او کله باندې، سم کار راته پیدا شوی و ،واک پردی وونو !

امریکایي بیا په داسې قهرجن غږ چې اواز یې ان په ټول کانکریټي تعمیر کې کړنګېده وغوریده ویې ویل چې :

یو نو؟!

دیس ایز مای هاوس ؟!

ته پوهېږې چې دا زما کور دی !

زما لاسونه بیخي شل شوي وو، په ځان بیخي نه پوهیدم ټول وجود مې پردی غوندې احساسوه ، ما یې په ځواب کې څه ونه ویل خو په زړه کې پوهیدم چې هو بلکل داستاسو کوردی مبارک دي وي درته ،پدې کې هیڅ شک نشته چې زندان لا څه چې ټول افغانستان ستاسو کور دی!

څه چې وغواړېکولای یېشېاو څوکچې وغواړيهروخت او په هرځای کې یې نیولی شې.دا نه دمیرویس خان کور دی اونه د هغه احمدشاه او غزنوي وطن چې پرنورو یې کلونه کلونه راج چلیده او نن یې تاسو په بچیانو نوي نوي ازموینې کوئ، زه پوهیږم چې نن مو هیڅوکهم نشته چې له تاسو مو د برخلیک پوښتنه وکړي ،نن احمدشا هم تر خاورو لاندې دی اوپه غزنوي موهم انبارــــانبار خاورې پرتې دي.اې کاشکې دوی ژوندي وای او مابه بیا ستاسو د غورو پرشو ننداره کړي وای!

امریکایی بیا خوله وازه کړه رمباړې یې شروع کړې:

دلته شپږ قوانین دي دا واوره او په غوږ کې یې ټینګ ونیسه !

۱ــ دلته خبرې کول ممنوع دي

۲ــ پنجرې ته لاس وروړل ممنوع دي

۳ــ له عسکر سره جنګ کول ممنوع دي

۴ــ عسکر باندې لاړې توکول ممنوع دي

۵ــ له زندانه تېښته ممنوع ده

۶ــ دتېښتې په صورت کې چې عسکر درې ځلې درته ووایې چې سټاپ سټاپ سټاپ (ودریږه) او ته ونه دریږې نو سمدستي دې ولي.

بس دا شپږ قوانین یې وویل وحشي امریکایي لاړو او بل محقق مې مخ ته یوه کتابچه قلم په لاس نیولي ودرید ،زه هماغه شان ولاړ وم زه انتظاروم چې دا بلا مې اوس څنګه مخ ته ودریده ترجمان مې هم مخې ته راغی ، امریکایي پوښتنې شروع کړې او ترجمان یې ژباړه کوله، زه هم سخت په تکلیف وم دوی هم ژر، ژر پوښتنې کولې او ما هم ژرپه بېړه ځوابونه ورکول ،دوی ته ډېره ښکلېموقع په لاس ورغلي وه،پوهیدل چې نن به له وارخطا بندي څخه هغه معلومات هم ترلاسه کړو چې په تېرو شل ورځو کې یې دخوست په زندان کې پټ ساتلي وو،دا یې د معلوماتو حاصلولو لپاره لومړنۍسخته شکنجه وه چې ماته په اسماني زندان کې راکول کیده.
امریکایي وویل : پوهېږو چې ته ډېر په تکلیف یې، خو غواړو له تانه یو څولنډې پوښتنې وکړو څومره یې چې ژر او سم ځواب راکړې همدومره به دې ژرلاسونه خوشي کړو!

ما په ریږیدونکي غږ وویل سمه ده.

امریکایي وپوښتل:

نوم دې څه دی ؟

ما وویل :

رحیم الله .

امریکایي بیا وپوښتل:

نه اصلي نوم دې څه دی؟

ـــ اصلي نوم مې همدا دی.

ــ په کور کې په کوم نوم یادیږې ؟

په همدې نوم.

ــ وایم مور او پلار درته کوم نوم اخلي؟

په غوسه شو، ما هم غوښتل چې معامله ژر ژر خلاصه شي، ځکه اول یې راته ویلي وو چې له تانه یوڅو پوښتنې کوو څومره چې ژر او سم ځواب راکړې نو لاسونه به دې ژر خوشي کړو.

ما وویل :

پلار او مور راته رحیم وایې .

دوی دا ولیکل، بیا یې وپوښتل :

ــ پټ نوم دې څه دی؟

ـــ پټ نوم نلرم.

ــ نه د ملګرو په منځ کې په کوم نوم شهرت لرې؟

ــ په همدې نوم .

ــ یانې کوم ؟ رحیم اوکه رحیم ملا؟

زه سخت وویریدم ما وې خدایه غټ ملا یې رانه جوړ کړ ، دوی خو بغیر له ملایانو له بل چاسره کار نه وو، په همدې نومونو په کلونوـــ کلونو خلک پراته و و، چې دا ملا پلانی دی ،او دا پلانی اخند!

ما وویل نه، نه ، نه رحیم او نه رحیم ملا، بلکې رحیم الله !

زما مقصدا داوو، چې زه په ملا رحیم نه یم مشهور او نه تراوسه ملا شوی یم. زه دملګرو په منځ کې په رحیم الله شهرت لرم ، له ملګرو نه زما هدف همصنفیان او دمدرسې ملګري و نه طالب چارواکي خو ددوی مقصد همدغه وو، له کوم څه نه چې زه ویریدم،او تر اخره یې په دوسیه کې غټ ملا لیکلی وم.

سخت احمقان وو، نه پوهیدل، زموږ له نومونو او اصطلاحګانو سره ډېر نااشنا وو او ترجمنان به یې هم اکثره وخت هغه شمالي وال وو، چې مطلق د طالب او ملا دنوم سره مخالف وو. دخبرې وضاحت یې سم نه کاوه که هرڅو به ما ټینګار پرې وکړ چې ته افغانی یې داسې په سمو الفاظو کې یې پوی کړه خو دوی به تر اخره له موږ سره ددښمن په څېر برخورد کاوه.

په وروستیو کې مې څو فارسیبان ترجمانان رد کړل او او امریکایي محققینو ته به مې په ګوډه ماته انګلیسي وویل چې : ای نو وانټ دیس ترجمان ، ای ونټ پشتو ترجمان ،دوی به وویل چې: وای؟ دیس ایز افغاني!

زه به بیاهم پخپله خبره ټینګ ولاړوم ویل به مې چې :

نو ، دیز ایز فارسیبان !

ترهغې به مې خبرې نه ورسره کولې، ترڅو به یې چې سم پښتون نه وو راپیدا کړی. که څه هم خبره به نورو ورځو ته ځنډیډله ، ځکه دهمدې فارسیبانو ترجمنانو له لاسه مو چې نه یې موږ ته ددوی ژباړه په سمه پښتو ویلای شوه او نه به زموږ په پښتو پوهېده. دوسیې ټولې چټلې شوې وې، کله کله خو به داسې نوې خبرې پکې راووتې چې موږ به خوب کې هم نه وي لیدلي، خو امریکایي محققینو به وویل چې تا په فلاني تاریخ داسې ویلي وو، غواړو چې نن پدې باره کې ستاسوسره خبرې وکړو، مابه هغه خبرې رد کړې او دسخت تعجب په حال کې به مې وویل چې ما بیخي ویلي نه دي داسې، دا تاسو څه وایئ ؟

امریکایي څېړونکي به په غوسه شول او فکر به یې کاوه چې دا بندي لېونی شوی او یا یې له حافظې هرڅه وتلي دي، چې له خپلو خبرو انکار کوي نو ځکه به ډېری وخت محققینو ماته د شک په سترګه کتل او تل به یې ویل چې ته هره ورځ نوي نوي دروغ وایي چې یوله بله سره هېڅ تړاو نلري .

دا ټول نا اهله ترجمنان وو، چې له وجې یې اکثروبې ګنا بندیانو په کلونوـــ کلونو دبند شپې ورځې تېرولې چې دهغو له جملې څخه یو زه هم وم چې دغلطې ژباړې ښکار شوم!

نو پداسې حال کې به څه فکر کوئ، چې دځینوافغانانو چې دهېواد له مختلفو ولایتونو څخه یې راوړي وو او مختلفې ژبې او لهجې به یې کارولې په دوسیو کې څه لیکل شوي وي؟

ښکاره خبره ده ، یو ترجمان چې بیخي دافغانستان رسمي ژبه پښتو سمه نشي ویلای، ټول عمر یې لندن امریکا او جرمني کې تیر کړی وي کورونه او بچیان یې هلته استوګن وي دوی به څنګه د ټول افغانستان په سطحه د مختلفو قومونو مېشتو بندیانو سمه ترجماني وکړي ؟

یوه ورځ رانه په اتمه پنجره (قفس) د مین پلور په زندان کې ډاکټر غیرت بهیر (حکمتیار) زوم وپوښتل چې بچيه! ډېر وځنډیدې په دوسیه کې دې څه شي دي؟ که لږ معلومات راکړې، که کولای مې شول چې زه هم لږ مشوره درسره شریکه کړم؟

ما وخندل ومې ویل چې ډاکټر صیب مننه کوم ستا دخبرې په ځواب کې یوه ټوکه را په زړه شوه که اجازه وي ، ویې ویل :

ــ مهرباني ولې نه ، ووایه!

ما زیاته کړه : ډاکټرصیب وایې چې نصرالدین کورته یو پاو غوښه راوړې وه بیا یې ښځې ته وویل چې ښځې نن راته ښه خوندوره غوړه ښوروا پخه کړه ، خو ګوره اې ! چې اوبه موبه وروانه چوې !

ښځې یې وویل ها سمه ده ، دیګ یې پرې باندې کړ ،څه ګورې چې یو مېلمه راغی ،ملا صیب ډېر خفه شو، ویې ویل چې خدایه ته دا یو پاو غوښه ګوره چې په مینه مو پخه کړې او دا مېلمه! ، چې له اسمانه راولوید ، خو خیر څه یې کړي وای ؟ اوس خو یې تر غاړې و ،ښځې ته یې وویل چې لږې اوبه ورواچوه تر څو ډوډۍ مو ورپسې لنده شي ، ښځې یې همداسې وکړل اوبه یې ورواچولې ، لږ وروسته بل مېلمه راغی ،بل راغی همداسې یو دوه درې نور هم راغلل او هر ځل به یې ښځې ته امر کاوه چې لږ معمولي غوندې اوبه ورزیاتې کړه ، کله چې د ډوډۍ وخت شو، نو ښځي ته یې غږ کړ چې وا ښځې څه شی دي پاخه کړي دي ؟

ښځې یې وویل چې اول کې خو ښوروا وه خو اوس یې ماته هم ولاکه پته لګي چې څه شی ترې جوړ دي!

له دې سره ډاکټر صیب کټ کټ په خندا شو ویې ویل ولې بچو دوسیه دې لکه چې له خپله لاسه خرابه کړي؟

ــ ما وویل ډاکټر صیب ته یې څه غم کوې آآ د چا خبره چې د سمندر په غاړه دې کور دی دتندې خو موږ مرو،په شپږو اوو ژبو خبرې کوې موږ خو په یوه بوتل اوبو کې هم ترجمان محتاج یو .

ډاکټر صیب وویل :

ــ بچی ستا په مقصد پوه نشوم ، ستا په دوسیه کې دستونزې اصل لامل ترجمان دی ؟

ــ هو ډاکټر صیب زما مطلب همدا دی ، وایم دې فاریسبانو ترجمانو زمونږ بیخ او بنیاد وویسته ،غرق او پرق یې واچولو ،قسم دی حق حیران یم ما مې اوس پخپله دوسیه سر نه خلاصږي، بیخي د ټل اچار ترې جوړ شوي ، زه یو څه وایم ترجمنان بل څه ورته وایې ،زه دانه وایم چې دوی په دروغو تورونو راباندې لګوي ،بلکې دوی سمه پښتو نشي ویلي، نه زموږ د زړه خبره ورته سمه تعبیرولی شي او نه ددوی مقصد موږ ته واضح کولی شي ، دا خو زموږ د ټول ژوند مسله ده که ترجمان معمولي غلطي هم وکړي نو موږ ته په یو لفظ لوی مشکل ایجادولی شي !

ډاکټر صیب وویل چې زه پدې خبره کې له تا سره سل په سلو کې موافق یم ،ما تراوسه پورې دا ندي لیدلي، ځکه زه له امریکایانو سره مستقیما خبرې کوم ژباړونکي ته اړتیا نلرم، خو دا نیم ژبي ترجمنان مې لیدلي او ددوی خبري مې اوریدلي دوی ته خپله فارسي هم سمه نه ورځي!

بیا مې ډاکټر صیب ته د غلطې ژباړې څو مثالونه بیان کړل چې یوه ادنا بېلګه یې همدا نوم رحیم الله او رحیم ملا و، چې ماته یې په دوسیه غټه ستونزه دا جوړه کړي وه ، چې په پنجره کې به کوم وخت نورو ملګرو مشکل جوړ کړل (مظاهره) به یې کوله او یا به یې پنجره وهله نو دوی به اول ملا غوښتو او ویل به یې چې دا ټول مسولیت ستا پرغاړه دی ځکه ته ددوی ملا یې او یو مذهبي سړی یې چې ستا په خوله دوی هر کار کوي که ته وغواړي ارامولی یې شي او که وغواړې بندیان مو پر خلاف تحریکولی شې!

رابه شم اصلي موضوع ته چې خبره اوږده نشي محقق وپوښتل:

ــ دپلار نوم دې څه دی؟

ــ مایې په ځواب کې د پلار نوم او دپلاراړوند ټول معلومات ( عمر ، دنده ، اوسنی دنده چې اوس څه کوي پخوا د چا په تنظیم کې و څومره قد لري ،ږیره سپینه ده که توره ، په وجود کې کومه ښکاره نښه لري او یانه، که وي نو څه ده، دسترګو رنګ ، دمخ رنګ) دا ټول دهرې بېلې بېلې پوښتنې په ځواب کې وویل.

بیا نو وار د وروڼو شو .

ـــ څو وروڼه لرې؟

ــ مال ۷ وروڼه لرم .

ـــ دمشر نوم څه دی ؟

ـــ عمر یې څومره دی ؟

د پلار په اړه پوښتنو یې پوزې ته راوستی وم. ما وې چې داهم اوس ورته وایې نو داسم نقل دی ما وویل چې موږ بې سیواده خلک یو موږ ته دعمرونو پته نه لګیږي والاکه مې خپل عمرهم په یاد وي !

ـــ ویې ویل نه تقریبا ووایه ؟!

ــ مال تقریبا… ولا که راته معلوم وي !

په غوسه یې راته وویل ، چې تا خو دپلار باره کې هم ویل چې نه دی راته معلوم او بیا دې څنګه راته هر څه په ډاګه وویل ؟

ـــ ومې ویل چې آآ هو تاسو مجبور کړم ګنې په خدای که د پلار له عمره هم دقیق خبر وم .

ویې ویل اوس دې هم مجبوروم که دې رښتیا ونه ویل موږ پوهېږو، چې حتماً کومه خبره شته وایې یې کنه ؟

له دې سره یې عسکر ته اشاره وکړه عسکر مې نور هم لاسونو ته زور ورکړ.

لاسونه مې هسې هم میږي میږي شوي وو، خو بیا نور زور کول مې په دردونو دپاسه مالګې دوړول و ما وویل چې ها وایم یې !

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نبیل اشنا

یوه پوښتنه
یوه ډېره ضروري پوښتنه ده که چا جواب راکړ دانعام وړ ده ،
پوښتنه داده چي دهیڅ انسان فطري غوښتنه ناممکن شئ نسي جوړېدلاي ،
مانا انسان په طبیعت کي ده ناممکن شي غوښتنه نلري ،
ځکه دا دعلم نفسیاتو په نېز (اصطلاح )داصحی نده،
ده مثال په ډول : دوه ا ودوه څلور کيږي نو دلته دیوسالم فکرخاوند داغوښتنه نلري چي یا پنځه دي سي ،
نوسوال داده چي بیا ولي ټول انسانان په يوناممکن شئ چي ابدالابد (ټول وخت) ژوندده غوښتنه لري
چي مانا ټول وخت دي زه ژوندی پاتي سم .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x