افغانستان

نوې کابینه ـ څوک د کوم هیواد تابعیت لري؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): نن د ولسمشر اشرف غني له خوا هغه کابینه پارلمان ته ور وپيژندل شوه، چې په جوړېدو یې یو سل او لس ورځې تېرې شوې او تر اعلان وروسته د اختلافونو او فضیحتونو ښکار شوه.
که له یوې خوا د کرهڼي او مالدارۍ وزارت ته نوماند حسن یعقوب حیدري د فساد او اختلاس په جرم انټرپول ته مطلوب کس را وخوت، نو له بله اړخه د ځینو اختلافونو له کبله دوه نوماندان محمود صیقل او غلام جیلاني پوپل له خپلي نوماندۍ لاس په سر شول، دوی دواړه په ترتیب د اوبو او برېښنا وزارت او د ماليې وزارت ته نوماندان وو.

د هېواد د اساسي قانون سره سم  د کابیني غړي (وزیران) باید یو تابعیت ولري او هغه باید یوازي د افغانستان تابعیت وي، خو په نوې کابینه کې د ۲۵ کسانو څخه لږ تر لږه یې ۱۱ تنه په رسوا د بهرنیو هیوادونو تابعیتونه لري، چې د ځینو تفصیل یې په لاندي ډول دی:

د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند: صلاح الدین رباني  د برتانیا تابعیت لري.
د کورنیو چارو وزارت ته نوماند: نور الحق علومي  د هالنډ تابعیت لري.
د کانونو او صنایعو وزارت ته نوماند: داود شاه صبا د امریکا تابعیت لري.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت ته نومانده:  آی سلطان خیري د ترکیې تابعیت لري.
د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت ته نوماند: فیض الله کاکړ د امریکا تابعیت لري.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نوماند: سعادت نادري د برتانیې تابعیت لري.
د اوبو او برېښنا وزارت ته پخوانۍ نوماند: محمود صیقل د استرالیا تابعیت لري
د کرهڼي او مالداري وزارت ته پخوانی نوماند: یعقوب حیدري د یو اروپايي هیواد تابعیت لري (غالبً اسټونیا)
د ښارونو د جوړوني وزارت ته نوماند:  شاه زمان میوندي د المان تابعیت لري.
دفاع وزارت ته نوماند: شیر محمد کریمي  د برتانیا تابعیت لري.
د عدلیې وزارت ته نوماند: احمد سیر مهجور د فرانسې تابعیت لري.
د مخابراتو او ټیکنالوژي وزارت ته نوماند: برنا کریمي د کاناډا تابعیت لري.

باید وویل شي چې تر اوسه لا پارلمان کې په دې اړه بحثونه نه دي پیل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x