نړۍ

بي بي سي: «۲۰۱۵» کال کې به اروپايي هېوادونه د سختو سياسي زلزلو څپې ووهي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د ديموکراسۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت د بي بي سي ايکانوميسټ څېړنيزې څانګې «اي ای يو» د بي بي سي د نړيوالو چارو کارپوه «مايک وولډريج» يوه تحقيقاتي مقاله خپره کړې، چې کېدای شي ۲۰۱۵م کال اروپايي هېوادونو کې سختې سياسي زلزلې راشي او ډېر څه به ښکته پورته کړي.

په مقاله کې راغلي، چې واړه ولسي ګوندونه د خپل ولسي ملاتړ او محبوبيت له امله ډېر مخکې روان دي او کېدای شي راتلونکو ټاکنو کې ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي او د دغو هېوادونو ستر او قوي ګوندونه راتلونکو ټاکنو کې نورو ګوندونو سره ايتلاف ته اړ شي، چې له دې مخکې داسې ايتلافونه د چا وهم او ګومان کې هم نه راتلل.

نن سه شنبه بي بي سي په خپل تلويزون، راديو او ان لاين د ديموکراسۍ نړيواله ورځ لمانځي او ۲۰۱۵م کال د اروپايي پارلمان ۷۵۰مه کليزه ده او د دې تر څنګ نړۍ کې د ديموکراسۍ د اساسي قانون «ميګناټا کارټا» اته سوومه کليزه ده.

مايک وولډريج وايي، چې ۲۰۱۵م کال اروپا کې د ديموکراسۍ بحران بلل کیږي او ټولنه کې د واکمنانو او رايه ورکوونکو تر منځ فاصلې نورې زياتيږي.
د بي بي سي د نړيوالو چارو کارپوه زياتوي، چې د اروپايي سياست په زړه کې يو لوی سوری دی، چې ډکول يې سترو فکرونو او سياسي شعور ته اړتيا لري.

وولډريج د دغو ستونزو ځينو ټکو ته اشاره کوي، چې راتلونکو ټاکنو کې به ګڼ سياسي ګوندونه خپل ډېر غړي او رايه ورکوونکي پلويان له لاسه ورکړي او دې سره به اوسني ستر او واکمن ګوندونه مجبور شي، چې د واک تر لاسه کولو په موخه نورو سياسي ګوندونو سره ايتلاف وکړي.
د روان کال مې مياشت کې په برتانيا کې پارلماني ټول ټاکنې کيدونکې دي او کېدای شي دا ټاکنې د اوږده سياسي ګډوډۍ او ستونزو دروازه پرانيزي.

په مقاله کې راغلي، چې کېدای شي، د راتلونکو ټولټاکنو په نتيجه کې يو غير موزون او سياسي نا انډوله حکومت رامنځته شي او داسې وړاندوينه يې هم کړې، چې کيدای شي، چې د برتانيې د درې قوي ګوندونو د برتانيې خپلواک ګوند «يوکې انډيپينډينټ پارټي» محافظه کاره «کنزرويټو» او د کارګرانو«ليبر پارټي» ګوندونه خپل ډېر پلويان او غړي له لاسه ورکړي او د دوی ډېرې رايې هغه ولسي، ګوندونه تر لاسه کړي، چې د دوی په وهم او ګومان کې هم نه وي.
پ

ه دغه څېړنيزه مقاله کې راغلي، چې د رايو ورکوونکو د ويش او تقسيم له امله دا ناشونې بريښي، چې يو ګوند دې په يوازې واک ته ورسيږي.
د مايک وولډريج په وينا د اروپا د سياسي کشالو لومړی پيل به له يونانه وي، چې ولسي ريښې لرونکي ګوندونه ټاکنو کې څومره رايې تر لاسه کولای شي.

د روانې جنوري مياشت په ۲۵مه نېټه يونان کې له ټاکلي وخته وړاندې ټاکنې ترسره کيږي او لامل يې هم دا ښودل شوی، چې تېر ډيسمبر مياشت کې د يونان پارلمان د ولسمشر په ټاکلو کې پاتې راغلی و.

سروې کوونکې ادارې وايي، چې د يونان ولسي ګوند «سايريزا» ورځ تر بلې قوي کيږي او کېدای شي راتلونکو ټاکنو کې هيښونکې بريا تر لاسه کړي.

د اي ای يو په څېړنيزه مقاله کې راغلي، که دغه ولسي ګوند د حکومت په جوړولو وتوانيږي، نو د اروپايي اتحاديې لپاره د ګواښ لومړی زنګ همدا بلل کيږي او له دې وروسته به ګرده اروپا د سياسي اړي ګړي ښکار شي.

مقاله زياتوي، که «سايريزا» ګوند واک ته ورسيږي، نو دا به د هېواد او سيمې لپاره د سياسي ستونزو پيل وي او دې سره به د يونان او پور ورکوونکو هېوادونو تر منځ بحران رامنځته شی؛ ځکه چې د دغه ګوند ډېرې پاليسۍ د پور د ورکړې راکړې سره په ټکر کې دي.

وولډ ريج د برتانيې او يونان تر څنګ د ډنمارک، فنلينډ، اسپانيې، فرانسې، سويډن، المان او ايرلينډ د سياسي ستونزو او اړي ګړي په اړه هم وړاندوينې کړي دي.

د اي ای يو په په اند د اروپايي هېوادونو د سياسي عروج او زوال ګډ ټکي دغو ګردو هېوادونو کې د ولسي ګوندونو پر مختګ او قوت دی.

«په ګرده اروپايي ټولنه کې د سياسي نظام او واکمنانو پر ضد د خلکو کرکې او نفرتونه ورځ تر بلې زياتيږي او کېدای شي سياسي نظامونه له سختو ننګونو سره مخ شي.»

مايک وولډ ريج د ولسي ګوندونو د قوت تر څنګ ګرده نړۍ کې ولسي لاريونونو او مظاهرو ته هم اشاره کوي.

د اي ای يو د څېړنې له مخې تېرو پنځو کالو کې د نړۍ «۹۰» هېوادونو کې د واکمنو نظامونو پر ضد ډېرې قوي او ولسي مظاهرې شوي، چې مشري يې د ټولنو متوسطو او تعليم يافته خلکو کړې او د دغو ټولو مظاهرو مشترک ټکي له سياسی نظامونو کرکې او نفرتونه دي او د نړۍ ولسونه د سياسي لاريونونو او مظاهرو تر څنګ انټرنيټي پاڼو او ټولنيزو شبکو کې هم د چارواکو او نظامونو پر ضد خپلې کرکې او نفرتونه ښکاره کوي.

د مقالې ليکوال او د بي بي سي د نړيوالو چارو کارپوه مايک وولډريج زياتوي، چې اوسنيو وختونو کې اروپا، منځني ختيځ، شمالي افريقا او لاتيني امريکا کې د نظامونو پر ضد ولسي لاريونونه او مظاهرې بې کچې زياتې شوي او په عين حال کې اسيا او شمالي امريکا تر يو ځايه له دغسې مظاهرو خوندي دي.

د دغو مظاهرو او لاريونونو لاملونه سره جلا جلا دي، ځينې يې د ديکتاتورۍ پر ضد راوتي، ځينې نور يې د سياسي قدرت د ترلاسه کولو او يو شمېر نور يې غواړي، چې واکمنانو ته خپل غږونه ورسوي.

د څېړنيزې مقاله په پای کې راغلي، چې دغه ټول سياسي بحرانونه پوښتنه راپورته کوي چې دا به اروپا کې د ديموکراسي د ټينګښت لامل شي او که د ديموکراسي د زوال؟!…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x