افغانستان

«زموږ نوماند ته رایه ورکړئ، راډو ساعتونه به درکړو»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): پارلمان ته نن د ولسمشر اشرف غني له خوا هغه کابینه ور معرفي شوه، چې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د ډیرو چنو او د ځینو په قول د اختلافونو وروسته تر یو سل او لسو ورځو ترتیب شوه.

په دغه کابینه کې د ولسمشر اشرف غني له اړخه ۱۳ وزیران او د اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله له اړخه ۱۲ وزیران ور معرفي شوي دي، چې په هغو کې یو وزیر د ولسمشر او یو بل د ډاکټر عبد الله له لوري معرفي شوي، پخپله د وزارتونو څخه لاس په سر شول او همدارنګه د ولسمشر له خوا یو بل وزیر حسن یعقوب انټرپول (نړیوال پولیسي سازمان) ته په فساد کې تورن او مطلوب و چې له کبله يې د کابینې څخه وایستل شو.

دا کابینه چې وروسته تر ډیرو ناندریو پارلمان ته ور معرفي شوې په اړه به یې لا بحثونه پیل شي، خو د پارلمان یوه تن وکیل  او د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشرعبد القادرځاځي د طلوع تلویزون سره په مرکه کې وویل چې دوی ته د  ولسمشر اشرف غني د نژدې کسانو څخه یو کس ویلي چې دوی باید د اشرف غني له خوا ور پيژندل شويو وزیرانو ته مثبته رایه  او د ډاکټر عبد الله له خوا ور پيژندل شویو وزیرانو ته منفي رایه ورکړي.

دغه وکیل وویل  چې دوی سره ددې ادعا ثبوتونه شته او کولای شي چې وړاندي يې کړي.

نوموړي وویل  چې دغه کس ورته ویلي چې که تاسو دغه کار وکړئ  نو مونږ به تاسو ته راډو ساعتونه درکړو، او د پنځه څخه بیا تر لسو زرو ډالر به هم درکړو.

عبد القادر ځاځي دغه کس نه دی یاد کړی، خو ځیني سرچینې وايي چې دغه کس چې د اشرف غني نژدې کس ښودل شوی، کیدای شي د ولسمشر مرستیال جنرال دوستم وي.

//

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عصمت الله پښتون

نوموړی نظام به ترپایه همداسی په جنجال کی روان وی ، په یو هیواد کی دوه ریس جمهور دیر مشکل کار به وی چی دوی به ملی یوالی راولی ، چی په دومره زیات وخت کی بیاهم دوی ونه توانیده چی یو کابینه جوړه کی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x