افغانستان

دانګلستان رئیس وزراء هلمند ته ناڅاپه سفر کړی

kameron_in_helmandنن ټکی آسیا: د انګلستان رئیس وزراء دیوډ کامیرون تیره ورځ په افغانستان ته په یو ناڅاپي سفر تللی.

هغه په هلمند کي د برتانوي عسکرو په یوه مرکز کي اعلان وکړ، چي دوی کوم عسکر د افغانستان څخه باسي، د هغو وتنه به په دغه ولایت کې پر روانو عملیاتو هیڅ اثر ونه لري.

هغه وویل چي په افغانستان کي جګړه اوس خپلي نوې مرحلې ته اوښتې،

اوس په افغانستان کي فوځ او پولیس وجود لري، هغوی کولای سي چي خپل عملیات په یوازي توګه اجراء کړي.

کامیرون زیاته کړې چي دوی به په لومړي سر کي د لښکرګاه واک او امنیت افغاني فوځ ته انتقال کړي، او تر څو چي دا پروسه بشپړه کیږي، مونږ وکولای سو چي نور عسکر هم خپل هیواد را ستانه کړو.

ډیوډ کامیرون چي خپل په دغه سفر کې د برتانوي عسکرو په هلمند کي تر ټولو ستر مرکز کامب باستیون ته تللی وو، پلان در لود چي د هلمند پلازمیني لښکرګاه ته هم سفر وکړي، خو د امیتي ستونزو له کبله يې خپل دغه اراده وځنډوله، او بیرته خپل هیواد ته ستون سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x