ادبي لیکني

لنډه کیسه: نور مکتب ته نه ځم.

لیکوال: امین شینواری

مور یی سهار وختی راپاڅیدله، په اور یی اوبه کیښودی، چای یی تیارولو، خپل بچی یی مکتب لپاره راپاڅول،

په مینه ناکه لهجه یی پری غږ وکړ، بچیه پاڅیږئ د مکتب وخت مو دی، بچی یی په اړخ اوړیدل او راوړیدل،

کله به یی سترګی راوغړولی او کله به یی پټی کړی، مور جانی دا خو وختی دی !!

مور یی ورغږ کړ تر څو چی تاسی ځان تیاروئ وخت به پوره وی.

بیا یی یو زوئ پکی راغږ کړ، موری نن مریض یم نشم تلی، موری ورته غږ کړ، بهانی مه جوړوه پاڅیږه ، سم دم یی روان شه، هسی د مکتب څخه ځان پاتی کوی. کور کی به څه وکړی، هلته خو به یو ټکی زده کړی.

ماشومان زړه نا زړه راپاڅیدل، مخونه یی پریمینځل او د چایو لپاره د مور جانی انتظار یی ویسته.

مور جانی یی چای د بچو مخی ته کیښود او یو یو ته یی په لاس کی پیاله ورکړه، هغوئ چی خوبولی وو نو چای ته به یی ډیر پام نه وو مور خوارکئ به یی کله یوه ته پیاله لاس کی ونیوله او کله بل ته .

زړه نا زړه یی چای وڅښکه، خولی یی پریمنځلی، غاښونه یی بُرس کړل او د کالیو په اغوستو یی شروع کړه، مور یی یو یو ته ورتلله او کالی ور اغوستل او سمول به یی ورته. یو به ویل موری زما نکتایی نشته ، بل به وییل زما جرابی چیرته دی، مور یی ورسره ډیره لالهانده ، کله یوی خوا ته منډی کله بلی خوا، خوارکئ ستړی ستومانه وه.

ځانونه یی تیار کړل، مور یی ورته بوټان پاک بُرس کړی وو ، مخی ته کیښوده، او ورپښو یی کړل. پدی وخت کی یو را غږ کړه ، مور جانی زه نه ځم. ولی بچیه ، څه شوی؟

ځوئ یی وییل زړه می نه کیږی چی نن مکتب ته ولاړ شم.

زویه !! کور کی به څه وکړی، لاړ شه ، یو ټکی به ووایی او انډیوالانو سره به دی سات تیری وکړی.

زوی یی د مور خبره په زړه نا زړه ومنله او د دروازی نه یی خدای په امانی د مور څخه واخیسته او د مکتب په لوری رهی شو.

مور یی هم ورسره خدای په امانی وکړه او په دعا ګانی یی پیل وکړ.

هلکان مکتب ته ولاړل، مور غریبی یی د کور په کار پیل وکړ، د کور په کارونو کی ډیره ستومانه شوی وه، غوښتل یی چی لږه دمه وکړی، دیګ او ډوډئ ته به بیا پاڅیږی. راغله تلویزون ته کیناستله. چینلونه یی اړول را اړول ، د خبرونو په چینل یی توکمه ودروله، ګوری چی په راپور کی ډیر شمیر خلک راټول دی ، پولیس ، ښځی ، نارینه، څوک یوی خوا منډی وهی او څوک بلی خوا، چا ټیلفون غوږ ته نیولی او چا چیغی جوړی کړی. د ښځی سودا شوه او ریموټ یی په ځمکه کیښود او په ځیر یی ورته کتل پیل کړ. ګوری چی د مکتب واړه کوچنیان پولیسو د لاسه نیولی او منډی وهی، د عاجلو مرستو عملی هم زخمیان او مړی په کټونو کی امبولاسونو ته وړل. ښځی نور طاقت ونشو او خپل میړه ته یی زنګ اووهه. سړیه !! ته دی لړ د بچو پوښتنه وکړه. چی سلامت دی که نه؟ سړی ورته اوویل څه خبره شوی؟ ښځی ورته کړه چی دلته په کوم مکتب چا حمله کړی او ماشومان یی زخمیان کړی، ته لږ ژر احوال راکړه. میړه یی چی خبر وو ښځی ته یی ډاډ ورکړه.

ښځی !! هغه بل مکتب دی ، الله دی خیر کړی ، زړه مه وارخطا کوه.

ښځی ډیر په دقت وکتل، ګوری چی د ماشومانو کالی یی د ځامنو د کالیو پشان دی ، بس نور یی هم شک زیات شو، او په ژړا یی پیل وکړ. یا الله زما زامنو ته خیر کړی، خدایه د ټولو میندو بچو ته خیر کړی. تر ډیره وخته ورته ناسته وه ، زامن یی یو هم په نظر رانغلل او نه یی میړه ورته بیرته احوال ورکړ. ښځی بیا خپل میړه ته زنګونه پیل کړه، خو خاوند یی چی د خپلو بچو په لټه کی بوخت وو ونشو کولی چی تیلفون ته ځواب اووایی. د ښځی شک ورو ورو په حقیقت بدلیده.

پدی کی یی خبریال سره د خپل ګاونډی ځوئ چی ددی د ځوئ هم صنفی هم وو ولید او د خبریال سره یی خبری کولی ، بس اوس یی شک په حقیقت بدل شو او په ژړا یی پیل وکړه . زما بچو ، زما خوږو بچو !! واه مړه شوم ، بوره شوم ، غرقه شوم …..

میړه ته یی په کراتو کراتو زنګونه ووهل خو جواب یی نه ورکاوه. د ښځی نه د کور کارونه پاتی شو، انګولی او ډوډئ تری پاتی وه، بس د تلویزون ښیښی ته ناسته وه او انتظار یی باسه چی کله به یی د زامنو مخونه د تلویزون په مخ روغ جوړ اووینی. د غرمی ناوخته وو چی د میړه زنګ یی راغی، ښځی چی جیګ کړه نو د سلام پرته یی ورته کړه چی زامن می څنګه دی . سړی ورته حوصله ورکړه چی رک روغ دی ، خو لږ ټپونه یی په بدن دی هغی لپاره می شفاخانی ته راوړی . حوصله وکړه بس ساعت نیم کی کورته درځو.

ښځی په خیراؤ پیل وکړ. تباه شئ، غرق شئ، الله مو تس نس کړه، دی ماشومانو او تنکی ځوانانو درته څه وییلی، الله مو پخپلو بچو وکړوه چی زور یی در مالوم شی.

سات تیر نه وو چی د کور مخی ته یی د امبولانس غږ شو. ښځی د دروازی مخی ته منډه کړه ، څه ګوری چی د کور مخی ته یی امبولانس ولاړ دی او خلک پری راغونډ دی ، یو په کټ کی او بل یی په غیږ کی رانیولی وو او د کور انګړ ته راوړ. یو خوارکی شهید او بل په بدن زخمی زخمی وو. ښځی کړیکی کړی، وه بچیه، وه زما د زړه تکړی، وه زار دی شم ، بوره شوم ، میراته شوم……

ولی به می مکتب ته استولی ، تا خو وییل زړه می ندی او ما په زوره واستولی، های خدایه ما واخلی . ولی به می داسی کول. که نه وی تللی اوس به می ولی دا لیدل.

د کلی کور خلک هم راغلی وو او تسلی یی ورکوله. خو ښځه دومره ناقراره وه چی آن بی هوشئ ته ولاړه. خلکو پری اوبه واچولی ، لږ سات وروسته په هوش راغله او بیا د شهید زوئ کټ ته سر توره او سر ببره ودریده ، وه زما د زړه ټوټی!! دا چا ، دا کوم ظالم ، دا کوم جابر !! ته خو لا دومره نه وی چی تا دی چا سره ظلم کړی وی او یا دی زیاتی کړی وی، آخر دا ولی او دا چا ؟

ای ربه ته یی تباه کړی ، ته یی غرق کړی، ته یی په خپل قهر اخته کړی او په خپلو بچو یی ودردوی.

جنازی او تدفین مراسم نه وروسته ، خپل زخمی بچی غیږ کی راونیولو او زړه ته یی رانږدی کړو. زوئ یی په معصومه لهجه اوویل: مور جانی زه نور مکتب ته نه ځم. ما خلک وژنی، وولی می، حلالوی می.

مور یی په ژړغونی غږ اوویل بچیه بس دی نور دی زه هم نه لیږم. بس دی چی یو د زړه ټوټه می د لاسه ورکړه او بله ټوټه د لاسه نشم ورکولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سعيدالرحمن

كيسه ديره جألبه خو اسلامي جأنب فه كي بلكل نظر نشته دا ولي ؟؟؟؟؟؟
سحر جاي سخل مهم دي خو لمونز د قران شريف تلاوت دا ولي د ديمكراسي نه دومره دير متاثره ياست !!!!!!!!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x