افغانستان

روزګان ولایت کې تیره ورځ استرالیايي عسکر ووژل شو، او یو بل ټپي شو

astralian_soldier_killedنن ټکی آسیا: (سیډني- ا ف ب) نن د استرالیا د دفاع وزارت څخه په یوه اعلان کي وویل شول، چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخي د روزګان په ولایت کې ددوي یو عسکر د طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو.

وزرات دفاع زایاته کړې چي دغه عسکر چي ۳۵ کاله عمر يې درلود، توډ لانګلای نومیده، په جګړه کې پر سر په مرمۍ ولګیده، او بیا يې وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په اعلان کي دا هم راغلي چي یو بل عسکر هم په دغه جګړه کې سخت ټپي شو.

استرالیا اوس مهال په افغانستان کي ۱۵۰۰ عسکر لري چي اکثره يې په روزګان ولایت کي مېشت دي.

د استرالیا وزیر اعظمي جولیا ګیلارد ویلي چي په افغانستان کي تر پخوا حالات اوس ډیر سم سوي دي، او د استرالیا ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال پوري په افغانستان کي په خپل اوسنۍ شمېري باندي پاتي وي.

هغې زیاته کړه، چي زمونږ هیواد په افغانستان کي د سختو ورځو سره مخ دی، او تر دې به هم سختي ورځي راسي، زمونږ اهداف واضح دي، او مونږ پرمختګ کوو.

باید وویل شي چي استرالیا هیواد تر اوسه پوري خپل د ۲۸ عسکرو وژل کیدل په افغانستان کي منلي دي.

که څه هم د استرالیا حکومت په افغانستان کي خپل اهداف واضح بولي خو ډیر استرالیان بیا د حکومت څخه غوښتنه کوي چي ددوی فوځونه د نورو هیوادونو د اهدافو تر لاسه کولو په لاره کي جنګیږي، او خپل عسکر په دغه لاره کي بایلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x