جان سنډل

د طالبانو لخوا وژل شوی پیلوټ د یوې امریکایۍ سندرغاړې ملګری وخوت

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې د یوې مشهورې امریکایۍ سندرغاړې «پرینټي سپیرز» ملګری یا «بوای فرینډ» طالبانو وژلی دی.

جان سنډل په افغانستان کې د چورلکې پیلوټ په توګه دنده ترسره کوله.

دغه امریکايۍ سندرغاړې چې ۳۳ کاله عمر لري، وايي چې د خپل ملګري د وژنې په خبر یې سخت ټکان خوړلی او ډیره خفه شوې ده. پرینټي سپيرز وايي چې ۴۴ کلن جان سنډل ډیر مینه ناک سړی وه.

د جان سنډل ورور «کارل» ویلي چې فقید به دایم په افغانستان کې د ګډوډۍ او بې نظمۍ کیسې کولې. کارل په دې اند دی چې ورور یې د افغانستان د جوړولو او ابادۍ لپاره تللی وه. نوموړی وايي:

«جان غوښتل افغانستان اباد کړي، هغه له کابل څخه یو بل ولایت ته پر لار وه چې طالبانو یې چورلکه رانسکوره کړه، دا زمونږ د کورنۍ لپاره ډیره خواشینوونکې پيښه ده، مور او پلار مې زاړه دي، په هغوی ډیره سخته تمامه شوه».

«جان سنډل» چې په عقیدوي لحاظ بوداپرست وه، مړی یې امریکا ته انتقال شو او تیره اونۍ د لاس انجلس د بودایانو په یوې هدیره کې خښ شو.

امریکايي چارواکو د جان سنډل په اړه همدومره ویلي چې د چورلکې په مټ یې مامورین د کابل او نورو ولایاتو ترمینځ لیږدول رالیږدول چې تیره میاشت يې طالبانو چورلکه وویشته او نوموړی په کې ووژل شو. خو د چورلکې د سقوط د مشخص ځای او تاریخ په اړه یې نور معلومات نه دي خپاره کړي.

په داسې حال کې چې تیره میاشت په افغانستان کې د کومې امریکايي چورلکې د نسکوریدو راپورونه مخې ته نه دي راغلي، ګومان کیږي چې «جان سنډل» به تیره میاشت هغه وخت وژل شوی وي چې طالبانو د بګرام په اډه کې د کرسمس په مراسمو درې ځلې توغندويي برید وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې څرګنده کړې وه چې په دریوو توغندیو کې يې دوه توغندي په دقیق هدف لګیدلي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي وه چې د تلفاتو په اړه کره معلومات نه لري خو له برید وروسته د امبولانسونو غږونه له لیرې اوریدل کیږي.
امریکایان معمولا په خپلو نظامي اډو د توغندويي بریدونو تلفات پټوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

مېرمن پرېنټي سپېرز دې اوس په سندرو کې طالبان وستایي

اوه مای ګاډ
واټ ّهاپین ټو مای بای فرېنډ
واټ هي واذ ډوینګ دېیر؟
هوو سېنډ هېم دېیر؟
دي سټوپېډ اور ګورنمنټ
دي سټوپیډ اور آرمي
دي سټوپیډ بلک اوباما
طالبان ګووډ فار دېم
ګووډ فار دېیر پیپل
سټراګلینګ فار فریډوم
نو مه ټر دې کیلډ ما بيلاوډ ون
آی هیټ ناټ دېم
آی هیټ بلک اوباما
ای هیټ اور پالیسي میکرز
ای هیټ مای سیلف اس امیریکن
هووو هوووو

هووو هووو