نظــر

دریمه عرب اسرائیل جګړه اوداسلامي مقدسو ښارونو سرنوشت- وروستۍ برخه

قلندرزی

(دریمه برخه او وروستۍ برخه)

راسخ العقیده مسلمانانو ته پکار ده چي، و ځګ ته لاس اچولو پر ځای پر خپلو هغه طبعي استعدادونو په ځلولو پانګونه وکړي چي په دې دنیا دوئ ته د الله ج تر ټولو ګران بیه تحفه ده او د علم او هنر په زده کولو سره ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل سوو دولتونو او خپلو ټولنو کي موقفونه وګټي او خپل هم عقیده ملګري سره وپالي، په ولس، بالخصوص په ځوان نسل کي د اسلامي عقایدو، تعلیماتو او کردار په ترویج کي فعاله ونډه واخلي، په خپلو ټولنو کي ځانونه د رهبري اهل ثابت کړي څو ولس خپل استازیتوب او رهبري دوئ ته وسپاري. په حکومتي چوکاټ کي د مسلمانانو ژبه او غوږ وګرځي، د مسلمانانو په مینځ کي د اسلامیت حد اقل معیار په واضح کولو کي مرسته وکړي څو د ګمراه سوو تفرقه اچونکو منافقینو په تفکیکولو کي عام مسلمانان سهولت احساس کړي. خپل ولسونه وپوهوي چي زموږ هغه دولتي استازي چي په نړیواله ټولنه کي زموږ رسمي استازیتوب کوي، هغه باید د خپلو ویناوو او اخلاقو په واسطه موږ مسلمانان معرفي کړي. زموږ دولتونه باید د غیر اسلامي دولتونو سره داسي تړونونه امضاء نه کړي چي دوئ مستقیماً یا غیر مستقیماً د مسلمانانو یا غیر مسلمان مظلومانو د ویني تویدو سبب وګرځي یا دوئ د ظلم د مخنیوي او مظلوم د امداد څخه راګرزوي. که څه هم نن مسلمانان په مادي ډول یو له بل سره بیل دي، یو دبل هیوادونو ته د تللو لپاره پاسپورټ او ویزې ته اړتیا لري خو اوس هم دوئ ټول پوهیږي چي که یو چا پر الله ج، رسول الله مبارک ص، قرآن شریف او په ورځ د اخیرت باندي ایمان راوړئ وي هغه مسلمان دئ اود بل مسلمان وینه پر حرامه ده. هغه مسلمانان چي نن په هر نامه او پلمه پرته د الهي امره نور مسلمانان وژني، بمباروي، یا تعزیب ورکوي دا کار د خپل ایمان په بیه کوي که په کومه جهادي ډله پوري تړلئ مجاهد وي او که د یوه رسمي حکومت د استخباراتو مامور، پولیس، د ملي اردو افسر یا نظامي پیلوټ وي….

هغه خلګ چي د دا هرڅه کولو وروسته د مسلماني دعوه لري نو په دې دي پوه سي چي الله ج د اسلامیت او کفر معیارونه دده د خلقولو څخه د مخه لا جوړ کړي وه، هیڅ کله به دی پرخپل سرتغیر ورنه کړای سي. که په جنت او دوږخ عقیده لري نو دورتلو معیار هم معلوم دئ.

نن سعودي عربستان او نور عربي هیوادونه په دې پلمه د امریکا او اسرائیل لخوا ویرول کیږي چي که په عراق او سوریه کي دداعش د ځپلو لپاره، په افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا کي د ایران د نفوذ په پراخولو کي زموږ سره مرسته ونه کړئ نو موږ به د ایران څخه اټومي قدرت جوړ کړو او ایران به ستاسو قلمرو ته ستر ګواښونه متوجه کړي. داعش هم د مطلق خلافت د اعلانولو سره د ټوله اسلامي هیوادنو واکمنان ګواښلي دي په داسي حال کي چي ددې هیوادنو ولسونه تر اوسه پوري د ستر اسلامي خلافت د احیاء لپاره زیات پوهاوي ته اړتیا لري. دا دواړي انګیزې دي چي دعربي هیوادو حکومتونه په خپل لنډ تاریخ کي دریم ځل د مسلمانانو په ځپلو کي د غیر اسلامي دولتونو سره نظامي ملاتړ ته راوتلي دي. لمړی ځل خو هغه وو چي د عثماني ترکیې، افغانستان او د هند د خلافت تحریک د ځپلو لپاره د انګلیس سره دریدلي وه، دوهم ځل د صدام حسین تر مشري لاندي د عراق د اهل السنت حکومت پر ضد د امریکا او د هغه د ائتلافیانو سره دریدلي وه او اوس په عراق، سوریه، افغانستان او پاکستان کي د غیر وهابي اهل السنت مسلمانانو د ځپلو لپاره د امریکا، اسرائیل او روافضو سره ملګري سوي دي. که څه هم د طالبانو د اسلامي امارت د ځپلو لپاره دوئ ټولو ځواکونه نه وه لیږلي خو خاموش ملاتړ یې د امریکا سره وو، داسي خاموش ملاتړ چي د خوارزم شاه د ځپلو په مهال چنګیز سره د بغداد د خلیفه ملاتړ ورسره وو. دوئ چي په آینده کي خپله قلمرو کي دداعش د کومي مداخلې څخه چي ویره لري، آیا تر هغه زیاته خطرناکه مداخله آناً غربي قدرتونو لخوا ددوئ په قلمرو کي نه ده شروع؟ آیا د داعش د ځپلو وروسته به نړیوال غیر اسلامي قدرونه په سیمه کي د رافضي عناصرو تقویه کولو ته ادامه ورنه کړي؟ د افغانستان او پاکستان حکومتونه او نظامي امنیتي ځواکونه به د کعبې شریفي او مسجد نبوي ص امنیت ته متوجه کیدونکي ګواښ مخنیوي ته په کوم صورت کي ډیر اماده وي؟ په هغه صورت کي چي د اهل السنت مسلمانانو په لاس کي وي، اوکه د دهریانو، روافضو، اسماعیلیانو او قادیانیانو په لاس کي وي. او بل دا چي د مقدسو حرمینو د ساتونکي دولت بنسټونه د یوې یا دوو کورنیو په ګټو ولاړي دي یو داسي ضعف دئ چي لیري کول یې حتمي ضروري دي. که د سعودي عربستان دولت ددوو کورنیو د انحصار څخه راونوزي نو دادولت به دومره ضعیفه سي چي بالاخره به د کوم غیر اسلامي هیواد لکه اسرائیل یا د ایران د رافضي دولت په لاس سقوط وکړي. دداسي کومي غمیزي د پیښیدو څخه بهتره ده چي عربي هیوادونه خپلو پالیسیو ته بدلون ورکړي او خپلو هیوادونو اوولسونو دایمي دښمنانو ته دي د خپلو محدوده ګټو دښمنانو باندي ترجیح ورکړي. دا مهمه نه ده چي څوک باید په قدرت کي وي مهمه دا ده چي هر یو چي پر قدرت باندي دئ هغه د خپل ولس او هیواد خپلواکي، حقوق او جائزي ګټي وساتلای سي. په افغانستان او پاکستان کي د اهل السنت مسلمانانو قوت اصلاً د رافضي ایران ضعف دئ. که چیري د پاکستان اټومي وسلې او مجهزه اردو او د افغانستان جنګیالي ولسونه او ستراتیژیکه ځمکه د عربو ددایمي دښمنانو ولاس ته ولویدلې نو د مجوسیانو اولاده به په دې وتوانیږي چي د اسرائیل او نړیوالو یهودي تنظیمونو سره د اسرائیل د پراختیا په پروژه کي د مرسته کولو په بدل کي ډیر ستر سیاسي، اقتصادي او نظامي امتیازات لاسته راوړي……

د اسلامي مقدساتو سره د فرانسې ددولت په ګډون د نورو غیر اسلامي سترو دولتونو وروستۍ څرګنده دوښمني مسلمانو ولسونو ته دا بیغام ورکوي چي دوئ به ډیر ژر د پرمختللي جنګي ټیکنالوژي، ستراتیژکو وسلو، اسلام ته معتقدو چارواکو او خپلمینځي انسجام سخت کمبود احساس کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حیدر

سلامونه
صدام حسین ددی لپاره ووژل شو چی غوشتل یی خپل دتیلو خرسلاو د دالرو پر زای ایرو ته بدل کری معمر القذافی ددی لپاره ووژل شو غوشتل یی دتولی افریقا لپاره یوه سکه لکه ایرو چی اروپا کی را منز ته کری جوره او استعمال کری
او هغه کسانو چی د معمر القذافی دولت را پرزولی وو سوریی ته تولی وسلی انتقال او په عراق او سوریه کی دپخوانی القاعدی نوم داعش ته بدل کرو چی مه مستقیم دول دا پروژه د ترکی سعودی او اسرا ا یلوس

محمد حیدر

په لاس تمویلیژی داچی امریکا په سوریی دولت را پرزوی دا زکه چی سوریه د ایران سره دفاعی ترون لری نو داخبره اوس لری ده چی تحللیل ورباندی وشی زکه داعش دومره سوریه کمزوری کری چی دامریکا بمبار کولو ته یی زروزت نه پریوزی
اوددی تولو بو ستر لو بغاری امریکا او ناتو یو طرف ته او روس چین او ایران بل لوری ته چی د روس ورستی نیو کلیر ضد ترون پسخ کول د امریکا سره ددریم نریوال اتومی جگری زنگ دی
نور الله شه پوهیژی

علی الحسین

چرا مردم ما از خواب غفلت بیدار نمی شوند و بر ضد حکومت مزدور به پا نمی خیزند.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x