افغانستان

د افغانستان په جنوبي برخه کي یو بهرنی عسکر ووژل شو

army_injured_in_afghanistanنن ټکی آسیا: تیره ورځ د افغانستان په جنوب کي یو تن بهرنی عسکر ووژل شو.

د بهرني ځواکونو رسنیز دفتر په کابل کي د یوې خبرپاڼي په ترڅ کې دغه ورکړ، خبرپاڼي وویل چي تیره ورځ د افغانستان په جنوب کې د ایساف یو تن عسکر د مخالفینو په برید کي ووژل شو، خو داچي دا عسکر د کوم هیواد دی، او پيښه په دقیقه چیري رامنځته سوې، خبرپاڼي هیڅ معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي د وینا سره سم تیره ورځ طالبانو د سنګین او باغران په سیمو کې پر بهرني ځواکونو بریدونه وکړل، چي له کبله يې یو شمېر عسکر مړه او ټپيان شول.

په روانه میلادي میاشت کې تر اوسه دا پنځم عسکر دی، چي بهرنیان يي اعلان کوي.

تیره ورځ په هلمند کي یو بهرنی عسکر د طالبانو له خوا وروسته تر هغه وژل شوی وو، چي لومړی يي ژوندی نیولی وو، او بیايي ډزي پر کړي وې، چي د پوره یوې ورځي وروسته بیا ایساف اعلان وکړ چي د ورک شوي عسکر مړی وموندل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x