نظــر

د وسلوالو او سوله ساتو کلی

imran
لیکوال: عمر عمران

ورسته له ۱۸ میاشتو جلا وطنۍ نه بیا مي د هیواد ته د تلو بخت را ویښ شو ، هیواد ته تګ خورا خوند کوي چې ساری نلری ، لاړم هیواد ته ستون شوم له خوشالیو په جامو کې نه ځاید م د تیر په څیر د هیواد بڼي بیا هم تغیر کړی وه ابادي هم پکي شوې وه او وران شوی هم و خو د ورانۍ په پرتله  یې ابادي شکر وه ډیره وه د سیواد کچه هم مخ په وړاندي تللې وه ، نو کله چې په پلازمینه کابل کې له اوتکي نه کوز شوم نو د کابل د ښار د کوڅو له تیریدو ورسته مي د خپل بازار او کلي موټر کې کیښناستم او ماسپښین محال وه چې د خپل بازار په سر کې مې د بازار د ساتنکو لخوا له موټره د تلاشي په پلمه کوز شوم تلاشي  یې راسره وکړه ددوي د قانون کوم غیر قانوني را پکې نوه خو راته  یې وویل بڼه خو دي بدله ده له کومه راغلې ما ورته وویل :

د کابل نه راغلم خو خیرن او ببر سري د لاس وړه ګوته او ورغوی په نکریزو هم سور پولیس بیا وویل:

مکوه مسلمانه مونږ هم دلته هسي نه یو ولاړ خلک پیژنو خیر راکه لږ خوږه راکه خدای پخیر له مسافري را ورسولې … په لاس کې مې ورته لږ نښه ورکړه او په خنداشو :

ورځه الله دي مل شه په خير ورسیږې … موټر ته وخاتو حرکت شو په بازار ورسر شوو د بازار منځ کې لاره بنده وه سوله ساتي (امریکایان) ولاړ ول نور څه نول ماشومانو سره  یې لوبي کولې او خوراکي توکي  یې ورکول خو لویان  یې له ځانه شړل د خلكو اوموټرو په مخ  یې لار تړلې وه .

د بازار یوه او بل طرف ته موټرو لاري وکړې خاوري او دوړي بادیدې اوله بازاره وواتو … لږ ورسته د خپل کلي خواته نږدې شوم ، د کلي شاته په یوه دیوال باندي لیکل شوي ول (بې لاري تګ خطر ؛؛ امارت ؛؛ ) ډیر وار خطا شوم موټر چلونکي راته وویل ډاډه اوسه اوس شی نشته امن ده ، د لاري خوا او شا سرې تیږي یا ډبري هم لیدل کیدې داسي ښکاریدل چې ماینونه ځای په ځای شوي ول.

لږ نور هم لاړو د کلي په سر کې یو وسلوال کس چې تور پټکی  یې په سر وهلی او تور نرم ویښته ځني راوتلي وسله په غاړه د وسلې لپاره ګولۍ یا مردکي په سینه کي ټومبلي ولاړ وه او زمونږ موټر  یې ایسار کړ او را وړاندي شو.

وسلوال وویل: استاده د کومه راغلې؟

موټر چلونکي ورته وویل له بازاره راغلو

وسلوال بیا وویل څه حال وه خیرت وه ؟

موټر چلونکي ورته په ځواب کې وویل هو خیر وه څه نول صرف یو نفر اربکیانو وواهه یو یې د ځان سره یووړ … هلته د سړک په سر ماین هم چاودلی وه … ملي اردو هم را وتلې وه تلاشي  یې کوله … او زه چې راتلم اوازه وه چې وسلوالو کسانو یو عسکر وژلی او یو ټپي وه … او د سړک نه لاندي امریکان هم ولاړ وه ….
وسلوال وویل ښه خیر دا میلمه څوک ده ؟

موټر چلونکي ورته وویل دا پلانکی ده مسافر وه اوس  یې کور ته وړم

وسلوال ښه ښه ډیر ښه ورځئ نو په مخه مو ښه او ګورئ بې لاري مه ځئ داسي ، داسي به لاړ شئ بیا به داسي لاړ شئ

زما له شونډو هم ورته ووتل (مننه کور مو ودان مولوي صاحب)

د کلي شاته هدیره هم بې وخته ډیره غټه شوې وه ، د موټر چلونکي نه مي و پوښتل :

دا قبرونه خو نوي ډیر تر سترګو کیږي؟

هو هغه په ماین چاودنه کې لاړو هغه په هوایي برید کې ووژل شول او هغه بیا چا ووژل خو دښمن  یې معلوم نشو … او هغه بیا پلانکی کاکا او پلانکی حاجي په خپل مرګ مړه شول .

کور ته ورسيد م زمونږ د کور دیوال هم یوه ګولۍ خوړلې وه خو الحمدالله د سر زیان نه و رسېدلی ، ورځ او دوې تیري شوې کلیوال او لري لري خپلوان به مي لیدل نو بل بحث به نوه بس همدا خبري وې نن هلته ماین چودلی … هلته چاپه (د شپې عملیات) لویدلې وه … او هلته اربکیانو او وسلوالو نښته کړې وه دومره  یې سره وژلي ول او دومره  یې زخمیان درلودل … هو ولا بازار ته لار هم بنده شوې وسلوالو خلکو ته خبر داری ورکړی چې صرف په هغه یوه ټکل شوې لار کولی شئ بازار ته تګ را تګ وکړئ نو رو ټولو لارو کې ماینونه ځای په ځای شوي ټاکني را نژدي دي لاري بندوي.

هو ماښام بیا کشپي الوتکه ډیره ګرځیده حتما یو څه شته .. هو هغه پوري خواته د درنو وسلو اوازونه هم راتلل .. لنډه داچي د زړو وړو او ځوانانو مجلسونه  یې ټول پدې خبرو اړولي ول.

ورځي شپې تېرېدې د مازیګري مازیګري وخت کې به ګن شمیر وسلوال راغلل د کلي او سیمي په خلکو به  یې خپل نظر وکړ خپل مطلب به  یې حاصل کړ او بیا به د شپې تیرولو لپاره خوندي ځایو ته لاړو او له هیبت او ښې حکمت دارۍ له کبله  یې په سیمه کې یو خاص امنیت قایم کړی وه.

بهرني سوله ساتي او افغان ملي او محلي قواوي هم په قراره نه وه ناست کله ناکله به  یې په دوي (وسلوالو) پسې پل را خیستی وه ، چې بیا به په جګړه کې سره ښکیل شول او دواړه خواوي به مات ګوډ سره لاړل په شا به شوو.

زمونږ ماشومان سهار وخته بیرته کور ته را وګرځیدل ویویل: د کلي خوا اوشا امریکایان او اربکیان راغلي د ښونځي لاري بندي دي خلک ټول په کورور کې ایسار دي بهر څوک نه را وځي ، د کلي کوزي خواته وسلوال مورچه دي او بري خواته امریکایان او اربکیان دي.

ناڅاپه ډز او ډوز شو مارغان هم ټول نا قرار شول او وني بوټي ټول خالي شول څاروي هم په خپلو ځایو لالهاند شول، د باروتو بوي را خپور شو لږ ورسته یو کس چې په برګ رویمال یا دسمال نیم مخ تړلی وه په کور را دننه شو ورسره هم په بام د خړو بوټانو برګو دریشیو عسکر او امریکایان را ښکاره شول.

ماشومانو غږ کړ اربکی ده اربکی ده . اربکی د دهلیز خولې ته راغی ور ولاړ شوم زړه مي شو چي ورسره دا خبر وکړم چې قومندان صیب دې کور کي وسلوال نشته خو مهربانه مور مې مخي ته ودریده او اجازه  یې نه را کوله او اربکي ته  یې وویل : وروره کور کې څوک نشته دلته ټولي ښځینه دي او د اربکي  یې کور ودان په شا شو او ماته د مور هغه خبر را یاده شوه چې اولاد ته وايي (ستا بلا ته ودریږم) نو ریښتیا هم په همدې وخت کې را یاد شول چې بلا خو څلور پښې نلري بلا خو په هر شکل یو چا سره مخ کیږي.جګړې زور واخیست .

د جنګي الوتکو هم په دې وخت کې د وزرو ټکا شوه یو څو ځله کته پورته شوې ورسته  یې په یو لوي پیر سره زړه تش کړ، الوتکي لاړې د وسلو ډزي هم په ختمېدو شوې سیمه پاکه شوه وسلوال و شړل شول وسلوال له سیمې صرف ۵ کیلومتره لري ولاړل د سوله ساتو ځواکونو هم د پوځي جنګي ټانکونو غړمبا وه او لاړو حالت لږ ښه شول خلک له کورو را ووتل سیمه په بله بڼه وه د وسلوالو نه ۲ وژل شوي ملګري د جګړې په ډګر پاتي شوي ول له ژوبل شوو نه  یې څوک خبر نه وه.

غرمه شوه لمر ګرم وه خلک بیرته کورونو ته ستانه شول مازیګر بیا خلک او ماشومان را ووتل یو بل سره  یې حال واخیست یا څوک خوږ شوي یا په تکلف شوي. بیا ټښتېدلي وسلوال هم په موټرسایکلو را ښکاره شول د کلي په خلکو  یې پوښتنه کوله څوک خو به خوږ شوي نوي یا په تکلف خلکو ویل نه مولوي صیب شکر د الله فضل وه څوک خوږ شوي ندي تکلف خو نو خاماخا لږ ډار او تکلف وي هغه مو قبول ده .

ماښام شوو خلکو راډیوګاني چالاني کړې د هري رسنۍ لمړی خبر همدا وه چې: وسلوالو ته مرګ ژوبله.

تفصیل: نن دغرمې مخکي د غزني ولایت ګیلان ولسوالي کې د نړیوالو سوله ساتو او افغان ځواکونو لخوا په یاده سیمه کې چاڼیز عملیات تر سره شوي په نتیجه کې د ۱۵ وسلوالو په ګډون یو مهم قومندان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي او سیمه کې لا چاڼیز عملیات دوام لري. خلک هره ورځ او شپه همداسي په ډار کې وه.

دا وخت د روژې مبارکه میاشت هم را ورسېده خلکو یواځي دا دعا کوله چې: یالله ته خومو د روژې میاشت کې جنګ جګړو نه په امان کې وساتې!!

د روژې میاشت په جریان کې وسلوالو د کلي او سیمي له خلکو مرسته هم ټولوله او د خپل ژوند د بقا لپاره  یې د خلکو نه په عجز او زاریو یو څه غوښتل او هغه  یې د هغوی د سر صدقه ګڼله . روژه په همدې امید تیره شوه چې نن یا سبا به بیا ټک ټوک شي ځکه کشفي بې پیلوټه الوتکه به شپه او ورځ ګرځیده او خلک به ورنه په ډار کي ول خو بیا هم روژه پخیر تیره شوه.

روژه لاړه اختر شو خو خوشحالي پکي هیڅ نه معلومېده لویان خو پرېږده ماشومان هم په ډار کې ول د ټک ټوک او جګړې د ویري نه  یې د اختر خوشحالۍ په څیرو نه معلومیدې .

د اختر څلورمه شپه وه کشفي الوتکه بیا ډیره په درانه وزر ګرځېده وسلوال او ځیني د کلي خلک ورسره پوهیدل د ماښام ډوډی خوړلو ورسته  یې کلی پرېښود او دریم کلي ته د شپې د تیرولو لپاره لاړل خو ځینو خلکو  یې پروا نه درلوده او زه هغه څوک وم چې ځان مي بلکل بې طرفه ګاڼه او پریکړه مې وکړه چې باید همدلته پاتي شم له مانه به څوک څه غواړي .

شپه لا نیمایي ته نو رسېدلې ۱۰ بجې او ۳۰ دقیقې وې په مطالعه بوخت وم چې د چورلکو د کوڅرو ټکا شوه ما ویل ځه خو تیرږي به همدا  یې لار ده خو چورلکو په کلي دورې شروع کړې ورسته زمونږ کور چې د کلي نه وتلی خواکې ورسره چورلکي کیناستې د اسمان مخ دوړو ونیو د چورلکو د څرخونو د پرو سیلۍ وني او بوټي ټول وښورول خف چوپ حال شو رڼاوي مړې شوې کورور کې توره شپه شوه .

ما هم کتاب بند کړ او په خپله بیستره کې مې ځان وا چاوه په ریښتیا هم یو سام پریوت یو وحشت احساسیده یو څو دقیقې همداسي چپه چوپتیا وه . لږ ورسته یوه چاودنه وشوه د کورونو دروازې و ټکېدې د ماشومانو چیِغي تر غوږو شوې او یو بل شان اوازونه تر غوږ شول څوک پرې نه پوهیدل .

اوس نو وار زمونږ د کور د دروازې شو په ډیر وحشت او هیبت سره و ټکېده زړه مي شو چې ورشم ور خلاصه  یې کړم خو وام راسره شو او زړه مي نشوای کولی چي ورشم . څو شېبې ورسته  یې دروازه ماته او سوله ساتي او محلي چار واکي را ننوتل په سرونو کي بریښنایي څراغونه ټومبلی ول د ټوپکو خولې  یې تر ځان مخکي کړې او زمونږ په خوا  یې را نیولې وې مخامخ په کوټو را روان ول او د ښور و نه خورئ ناري  یې وهلې او هري کوټې ته به ننوتل او پلټنه به  یې کوله څه به په لاس نه ورغلل او ورسته به  یې هر نارینه د خپل ځای نه را ولاړ او ځان سره به  یې بوتلو . همداسي  یې زه هم د ځان سره بوتلم شپه پخه شوه تر نیمایي ور واوښته کورونو دروازي ټولي ماتي شوي پلټني وشوي عملیات تر سره شول هيڅ څه په لاس ورنه لو ځوانان او سپین ږیري  یې ټول را ټول کړل او په یوه کور  یې ور دننه کړل او تر سبا  یې هلته ساتلي ول . شپه تیره شوه سهار شو ټول خلک  یې را ټول کړل او ورته وویل شول :

وسلوال طالبان چیري دي خلکو ورته په عاجزي وویل وروره هغه خو ستا غوندي قدرت لري ټوپک لري هغه نن دلته سبا هلته بله ورځ بل چیري هغوی سره زمونږ اړیکي نشته .

سر مشر چارواکي خلکو ته وویل : دروغ مه وایاست تاسو ټول له هغوی سره ولاړ یاست کله چې مونږ دې ځای نه لاړ شو بیا وسلوال راشي او تاسو ورسره مرسته کوئ چای او ډوډی ورکوئ هغوی لار کي ماینونه ځای په ځای کوي مونږ  یې د هوا څخه وینوهمداسي ده کنه ؟

خلک : هو صیب مونږ خو درته وویل چې د هغو مخې ته مونږ نشو ورتلای هغوی ته هم مونږ عاجز یو لکه اوس چي تاته عاجز یو .

چارواکی: سمه ده تاسوخوښه خو که تاسو له هغوی نه لاس په سر نشي مونږ به همیش راځو ستاسو کورونه به تلاشي کوو او ستاسو غزت به همداسي له خاورو سره خاوري وي.

ورځ تیره شوه سوله ساتو او افغان ځواکونو ته هیڅ په لاس نه ورغلل لمر ډوب شو ګډو ځواکونو په خلکو غږ وکړ : ټول په خپلو ځایو کینئ سرونه لاندي ځوړند کړئ پورته ونه ګورئ اوس چورلکي راځي او مونږ درنه ځو.هغوی له انګړ یا سرای نه ووتل بهر شول .

لږ شیبه ورسته د چورلکو د کوڅرونو بیا ټکا شوه په کلي او خلکو توري خاوري او دوړي را باد شوي سیمه تر نیم ساعت پوري د چورلکو او الوتکو لخوا څارل کیده او خلک ټول په خپلو ځایو ناست ول چا ښور نه خوړ ورسته چورلکي او الوتکي هم لاړې سوله ساتي او ګډ ځواکونه  یې پورته کړل خلکو هم خپلو کورونو ته لاري وکړې یو بل ته به  یې ویل راځئ رادیو ونیسو بیا به څونه درواغ ووایی کنه.

عمر عمران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x